لیکنه: ډاکټر نثار احمد صمد
يوې نجلۍ يو ځوان ته زنګ وواهه او ورته ويی ويل: کيدای سي چي سره وپيژنو؟
ځوان ورته وويل: زما موبايل تر څارني او تعقيب لاندي دی.
نجلۍ وويل: د چا لخوا؟ يعني د کومي استخباراتي شبکې تر څارني لاندي دی؟
هغه ورته وويل: دالله عزوجل تر څارني لاندي دی.
مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ (سورة ق: ۱۸)
یعني دغه بنده هيڅ خبره نه وايې مګر خو لده څخه دوه ساتونكى ، حاضر او تيار وي چې ژر يې وليكي .
هو ، اصلي مسلمان بايد همداسي بشپړ ايمان او سالم وجدان ولري. نو ښه به دا وي چي په مسلمانو ټولنو کي همدغسي ځوانان وروزل سي.
ماخذ: اخلاقي کنايې: ج۲ ص ۱۰۲/تعلیم الاسلام ویب پاڼه