تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام او سیاست د بېلوالي نظریه
  تعلیم الاسلام
  March 30, 2016
  0
رالېږونکی: مطیع الله عابد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اسلام دین د انسان د ژوند کولو لپاره یو بشپړاو هر اړخیز دین دی. یعني اسلام د انسان د ژوندانه هر اړخ ته توجه کړې ده، که چیري مخکنيو ادیانو ته نظر وکړو هر یو یې د یو خاص قوم او یا منطقي لپاره نازل سوی و. مګر اسلام نړیوال دین دی په کوم خاص قوم او یا منطقې پوري محدود نه دی او همدا شان د نړۍ د مشکلاتو د حل لپاره یو په زړه پوري نظام دی خو دا چي د حق او باطل تر منځ جګړه له ازله روانه ده او حق به تل بریالی هم وی . خو حق په لاره کي مشکلات او ددغه دین په حقیقي ډول نه پېژندنه ددې لامل شوې ، چي د اسلام دښمنان دین او سیاست سره بیلوي.
 
د دین او سیاست د جلاوالي تاریخچه
 
دغه فلسفه د عیسايي پاپانو د ناوړه کړو وړو پر خلاف هغه وخت رامنځ ته سو ، چي کله خلګ د دوی د مذهب په نوم د ناسمي او غلطي تګلاري څخه په تنګ شول، دوې د وخت په تیریدو د خپلو چالاکیو او ځان غوښتني په اساس د یو لړ بې کچي  امتیازونو او حقونو خپلو ځانونو ته قایل کړل، ان تر دې چي د کلیساو څخه به یې چي چاته خوښه وه جنت ته د تلو او د دوږخ څخه د بچ کېدو حق او اختیار هم د ځان ګڼلو چي دا سلسله د ګناهونو څخه د پاکېدو په نوم د معافي خطونو په ورکولو پیل شوه او وروسته یې بیا تجارتي بڼه غوره کړه ، چي د مختلفو ګناهونو لپاره د ګناه او جرم د حجم په اندازه د قیمت په بدل کي ورکول کېده.
 
ان تر دي چي د لوړ قیمت او ډیرو پیسو په بدل کي د ټول عمر لپاره د معاف کیدو خط هم ورکول کېدی دا بازار دومره تود شو چي د مړو لپاره په د کفارې په توګه هم خرڅیده.
 
دې کار له یوې خوا په مسیحي نړۍ کي مجرمین زیات کړل او خلګو ته یې په جرم او ګناه کولو نور هم جرات پیدا کړ، بل خوا یې د پاپانو د مادیاتو په ډیریدو سره د هغوې عیش او عشرت لا پسي زیات کړ. دوی د کلیساؤ د رهبانیت څخه د مادیت دنیا ته مخه کړه او په مزو، چړچو سر شول سربیره پر دې دوې په کلیساؤ کي په جنسي او بد اخلاقیو هم لاس پوري کړ او په دې لړ کي یې په هیڅ قسم شهواني غوښتنو صرفه ونه کړه. پاپانو به چي کومه فتوی صادره کړه هغې به د اسماني وحي حیثیت درلوده د هغې څخه مخالفت او سر غړونه به قانوني جرم بلل کېده.
 
د میسحي پاپانو د ناوړه کړونو په نتیجه کي او د مذهب په نوم ظلمونو پر خلاف عامو خلګو د ساینس پوهانو په مشري د ساینس او مذهب په نوم جګړه پیل کړه، چي څو ځله دغه جګړه پیښه شوه، زیات زور یې واخیست او تر ډیره وخته یې دوام وکړ، چي ګڼ شمېر خلګ په کښي قرباني شول، د جګړې په اوږدو کي پاپانو ساینس پوهانو په ډول، ډول نومونو یاد کړل. پاپانو ساینس پوهان ګمراه او بې دینه خلګ وبلل، د جګړي په منځ کي د کلیساؤ واکمنانو ډیر ساینس پوهان چي هغوې د کایناتو څخه د ساینس او فلسفې د څېړني په اساس خبري کولې یا خو به یې په دار وځړول او یا به یې ژوندي په اور وسوځول، د مثال په توګه ددې کشمکش په منځ کي پاپانو د طبیعت د علومو مشهور ماهر برونو چي د ځمکي د کُرې پرته یې د نورو کایناتو په هکله د فسلفې له مخي خبري کولې ژوندی په اور وسوځاوه.
 
یو بل کس ګالیله چي د ځمکي د کُرې په ګرځیدو او حرکت یې عقیده درلودل وځړاوه. دا یوازي د مسیحي پاپانو د ساینس پوهانو په وړاندي نامعقوله دریځ وو، که نه د الله (جل جلاله) دین او ساینس مخالف نه دی، بلکه انسانان د تمدن د پرمختګ په خاطر ساینس او انکشاف ته هڅوي او نه مسیحي پاپانو واکمني، په حقیقت کي د مذهب او دین حاکمیت و، بلکه د پاپانو د خپلو ګټو او موخو د استبداد واکمني وه. 
 
یو خوا مسیحي دین منسوخ سوی دین وو بل خوا مسیحي پاپانو لا د وړاندي اسماني منسوخ کتاب انجیل تحریف کړی وو، چي دیوه انجیل څخه یې څو انجیلونه یوحنا، لوقا، متي او مرقس جوړ کړي وو، چي ددغو ټولو سلسله راوسپړو د انسانانو په لاس لیکل شوي او د هغوي د افکارو کتابونه دي سربیره پر دې د ارتدکس کاتولیک او پروستانت د کلیساؤ مسیحي مذهبونو د اصولو او تګلارو تر منځ کوم سمون نه لیدل کیږي. یو د بل څخه په لیري واټن او تضاد کي قرار درولود او نه یې یو له بل سره سر خوړ، چي ارتدکس پېروانو او میسحي قوانینو په دایمي ثابت پاتي کېدو عقیده درلوده.
 
د ساینس او مذهب په نوم د جګړې اوږد کشمکش د مذهب د واکمني په ړنګیدو پای ته ورسېد او د مذهب په نوم واکمنان یې په کلیساؤ کي بند کړل، اوپرې یې نه ښودل چي نور دوې د خلګو په سرنوشت لوبي وکړې، چي په نتیجه کي یې سکولریزم " د دین او سیاست د بیلوالي نظریه" په غربي نړۍ کي رامنځ ته شوه.
 
(نو څوک چي په اسلامي هیوادونو کي دین او سیاست سره جلا کوې اصلاً ددغو دهریانو دسیسه مخ ته وړي، غواړي په اسلامي هیوادونو کي د اسلام ډیوه مړه کړي. دوی اسلام پر عیسایت قیاسوي حال دا چي اسلام د سیاست سره ټکر نه بلکي د سیاست رهبري کوي.)
 
د دین او سایست په یووالي نقلي دلایل
 
 د قرآن کریم او نبوي احادیثو په مطالعه او کتنه دا جوتیږي چي اسلام یوازي د هغو احکامو او عباداتو نوم نه دی کوم چي یوازي د اخرت سره تعلق لري، هو! دا سمه ده چي د دنیا د ټولو امورو او انسانانو د کړو وړو ارتباط د اخرت سره شته دی. اسلام د انسانانو د ژوند په ټولو اړخونو کي شامل دی او د انسانانو د ژوند مکمله ضابطه حیات د ځان سره لري اسلام په ټولنه کي د انسانانو تر منځ د اړیکو او معاشرې طرز روښانه ټاکلي ، قرآن کریم په ډاګه د حکومت واک او حکومت یوازي د الله عزوجل اعلان کړی دی چي پدې اړه د قرانکریم څو ایاتونه په لاندي توګه ذکر کیږي: 
 
إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً. (بقرة: ۳۰)
 ژباړه: زه په ځمکه د یوه خلیفه جوړونکی یم
 
چي هغه حضرت ادم علیه السلام دی، چي په ځمکه د الله تعالی حکمونه نافذ کړي او انسانان د جهل ، وحشت او ظلم د تورو تیارو څخه سپېڅلی سباوون په لور بوځي، د ادم علیه السلام وروسته دا لړۍ دوام وموند.
 
 ماخذ: د اسلامي تمدن تاریخ
 
اسلامي سیاست
 

سرته