تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه د طلحه رضي الله عنه سره نکاح کوم!
  تعلیم الاسلام
  May 7, 2016
  0

 

سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه

 
یوې انجلۍ وویل چي زه به له طلحه رضي الله عنه سره واده کوم ځکه چي هغه کورته راځي نو په خندا وي اوله کور څخه په خندا وځي او شتمن هم دي.
 
د عتبه بن ربیعه لور ام بان ته حضرت عمر رضي الله عنه د نکاح پېغام ورولېږی نو انکار یې وکړ بیا حضرت علي رضي الله عنه پیغام ورولېږی نو انکار یې وکړ بیا حضرت زبیر رضي الله عنه پیغام ورولیږی نو انکار یې وکړ حضرت طلحه رضي الله عنه پیغام ورولیږی نو پیغام یې قبول کړ کله چي نکاح کېدله نو حضرت علي رضي الله عنه له پردې څخه دې ښځي ته وویل چي د امیرالمؤمنین اود رسول الله صلی الله عليه وسلم له دوستانو سره خوله نکاح کولو څخه دي انکار وکړ
 
 او له طلحه رضي الله عنه سره دي نکاح وکړه ځواب ورکړل سو چي څنګه د الله تعالی مرضي ده خیر طلحه رضي الله عنه هم زموږ څخه ښه دي وروسته هغې په ښځوکي وویل چي له عمر رضي الله عنه سره به ژوند تېرول ډېر سخت وي له علي رضی الله عنه سره یوازي محبت دی له زبیر رضی الله عنه سره یوازي شلاخه ده له طلحه سره د ژوند تېرولو خوند دی په خندا کور ته راځي او په خندا له کور څخه وځي.
 
حضرت طلحه رضي الله عنه د خپل ښه معاشرت په وجه په ښځو او ماشومانوکي ډېر محبوب وو هغه چي په خپل خاندان کي په کومه مینه او محبت سره ژوند تېروی ددې اندازه یوازي له دې څخه کیږي چي د عتبه بن ربیعه لور ام ابان ته که څه هم د ډېرو عزت مندو خلګو د واده غوښتني وسوې خو هغوی حضرت طلحه رضی الله عنه ته 
 
پر ټولو ترجیح ورکړه خلګو ترې پوښتنه وکړه نو ویې وویل زه له صفتونو څخه ښه خبره یم هغه چي کور ته په خندا راځي او له کورڅخه په خندا وځي چي څه ترې وغواړې نو بخل نه کوي او چي چپ اوسې د غوښتلو انتیظار نه کوي او که څه کار وکړي نو شکر ګزاروي او خطاء ځیني وسي نو بخښنه کوي.
 
 
---------------------------------------
 
 مأخذ: پاشلي ملغلري، ج۲: ص ۱۲۷۸
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته