تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لمانځه مستحبات
 
  January 28, 2016
  0

 لیکنه: قاري عبدالبصیر حکیمي او قاري کریم الله کریمي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د لمانځه مستحیبات پنځه ویشت دي:

 

 

۱:- په ولاړه کي د سجدي ځای ته کتل.

۲ :- په رکوع کی پښوته کتل.

۳ :- په سجده کی دپزی نرمی ته کتل.

۴ :- په ناسته کی خپل نس یاسینی ته کتل.

۵ :- په هر رکعت کی د پوره سورت ویل ماسیوا دالحمد الله څخه.

۶ :- د مقتدي الله اکبر دی کرار بیله کشولو.

۷ :- د لاسونو ایښودل دي پر زنګنو چي ګوتي یی خلاصي وي.

۸ :- دملا غوړول یا (اواره ول) دي په رکوع کی.

۹ :- په رکوع کي سرداوږو سره برابرول دي.

۱۰ :- د رکوع څخه سر په سمیع الله والمنحمده سره راپورته کول دي.

۱۱ :- چي د سجدي اراده یی وکړه اول دي ځنګنونه پر مځکه کښیږ دي.

۱۲ :-بیادي دوهم وار لاسونه پر مځکه کیږدي.

۱۳ :- بیادي ترلاسو وروسته پزه پر مځکه کیږدی.

۱۴ :- بیادی تر پزی وروسته تندی پر مځکه کیږدي.

 ۱۵ :- بازوګان دورنو څخه لیري کول دي.

 ۱۶ :- نس له ورنو څخه لیري کړي اوښځه دي نس له ورنو سره ومښلوي په خپلو سجدو کي.

 ۱۷ :- د پښو ګوتي دي قبلي ته وګرځوي.

 ۱۸ :- بیا دي سر په الله اکبر سره راپورته کړي.

 ۱۹ :- په سجده کي تسبیح ویل ۳ واره یا ۵ واره یا ۷واره

۲۰ :- ترسر راپورته کیدو وروسته دي لاسونه د سجدي څخه راپورته کړي.

۲۱ :- ترلاسو وروسته ديي زنګنونه راپورته کړي.

۲۲:- د دوهم رکعت د دوهمي سجدي څخه دي راولاړ سي چپه پښه دي وغوړوي اوپر داغه پښه دي کښيني.

۲۳ :- رسته پښه دي ودروی اومخ دي یي قیبلي ته وګرځوي.

۲۴ :- لاسونه دي پر زنګنونو کښیږدي او ګوتي دي خلاصي وي او التحیاته دي په زړه او په ژبه ووایي.

۲۵ :- د التحیاتي څخه چي فارغ سو درود شریف دي پر نبی صلی الله علیه وسلم ووایي او بیادي پر ملایکو باندي سلام وګرځوي. ددغه مستحیباتو پریښودوونکي ګنهکار دي. خو چي هر څوک دغه مستحیبات پرځای کړي هغه اجرونه او ثوابونه اوساتنه ده دا افضل اوښه کار دی.


د لمانځه شروط، ارکان، واجبات او سنت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته