تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوه قراني ایت معجزه
  تعلیم الاسلام راډيو
  January 26, 2016
  0

لیکنه: نوید احمد

 
موږ هر وخت دا خبره د علماء کرامو څخه اورو چي قرانکریم د فصاحت او بلاغت له مخي تر ټولو ستر مقام لري خو ایا ددې فصاحت او بلاغت یوه نمونه مو تر اوسه لوستلې ده؟
 
مشهور مفسر علامه جلال الدین السیوطي رحمه الله د قرانکریم د یوه ایت څخه د بدیع د علم (۱۲۰) ډولونه را ایستلي او د همدغه یوه ایت څخه يې تر (۲۰) زیات نور مختلف علوم استخراج کړي دي.
 
سبحان الله! فقط په یوه قراني ایت کي دومره زیات علوم، معارف او لارښووني شتون لري نو تر ۶۰۰۰ په زیاتو قراني ایتونو کي به انسانیت ته څومره علوم، معارف او هدایات وي؟!
 
دا هغه قران دی چي د ۱۴۰۰ کالو راهیسي يې ټوله نړۍ ته ننګونه (چیلنج) ورکړی دی خو هیچا يې هم دا ننګونه نده ماته کړې! دا هغه ستر مقدس کتاب دی چي یوه امي نبي محمد رسول الله ﷺ د الله عزوجل له طرفه راوړی دی چي د نړۍ د ټولو علومو مسلمان او غیر مسلمان پوهان ورته حیران دي!
 
الله تعالی فرمايي: وَنَزَّلْنا عَلَيْكَ الْكِتابَ تِبْياناً لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ. (النحل: ۸۹)
 
(ځیني علماء وايي چي په قرانکریم کي تر (۷۰۰۰۰) زیات علوم موجود دي.)
 
نوموړی ایت شریف چي دومره زیات علوم ځني استخراج سوي دي په لاندي ډول دی:
 
اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ. (البقره: ۲۵۷)
 
که غواړی ددې مبارک ایت دغه علوم او هدایات په تفصیل سره مطالعه کړی لاندي کتاب تر لاسه کړی:
 
فتح الجليل لعبد الذليل
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته