تازه سرليکونه
د مُضَارِب تصرفات
 
  January 14, 2016
  0
 
د مُضَارِب تصرفات د مُضَارَبَت په ډول پوري اړه لري ځکه مُضَارِب په مقيد مُضَارَبَت کي يو ډول تصرفات کولاى سي او په مطلق مُضَارَبَت کي بل ډول تصرفات کولاى سي.
 
مطلق مُضَارَبَت مو مخکي وپېژنده چي رب المال و مُضَارِب ته بېله کوم قيد او شرط څخه مال ورکړي يعني نه د کاروبار ځاى او نه د کاروبار ډول او وخت ورته وټاکي ، بلکي هر څه د مُضَارِب و رايي ته وسپاري.
 
په مطلق مُضَارَبَت کي مُضَارِب چي څه ډول لازم و بلل هغه ډول تصرف کولاى سي او هر نوع تجارت په هر ځاى کي د هر چا سره کولاى سي.

د مُضَارَبَت د پاره مالونه رانيولاى او خرڅولاى سي ځکه د مُضَارَبَت مقصد ګټه ده او ګټه په پېر او پلور لاس ته راځي ، البته د مالونو په رانيولو کي دونه اختيار نلري چي يو شى په غبن فاحش يعني د هغه تر نرخ ډېر ګران رانيسي بلکي شى به پخپل قيمت يا يې تر قيمت لږ څه پورته يا کښته کوم چي خلک په عام ډول پکښي تير وځي رانيولاى سي ، ځکه مُضَارِب وكَيْل دى د وكَيْل رانيول به په متعارف ډول وي يعني د خلکو د پېژندل سوي تګلاري مطابق به وي.

په مطلق مُضَارَبَت کي د ابوحنيفه رحمه الله په آند مُضَارِب مالونه په نقدو ، پور او هم يې په غبن فاحش خرڅولاى سي يعني د شي د قيمت څخه يې په ډېر تفاوت ګران يا ارزان هم خرڅولاى سي.

د ملګرو په آند د مُضَارِب خرڅلاو هم بايد په متعارف ډول وي.

په مطلق مُضَارَبَت کي مُضَارِب مال بل ته د امانت په ډول د ساتني د پاره ايښولاى سي.

په مطلق مُضَارَبَت کي مُضَارِب مال بل ته په ابضاع ورکولاى سي، څو هغه د ده د پاره په وړيا ډول کاروبار په وکړي.

په مطلق مُضَارَبَت کي مُضَارِب اجير درولاى سي او هم د ګدام او کاروبار د پاره ځاى په کرايه نيولاىسي.

په مطلق مُضَارَبَت کي مُضَارِب د پېر او پلور د پاره وكَيْل درولاى سي.

دغه ډول د مشهور روايت له مخي د مُضَارَبَت مال په سفر کي هم د ځان سره وړلاى سي.
 
 
------------------------------------------------
 
مأخذ:  فقه المبتدي، دريم ټوک - معاملات

اړونده ليکني:

دمضارب دلاس حالت

مضاربت
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته