تازه سرليکونه
په ژورنالیزم کي د شمېرو کارونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 5, 2016
  0

 راټولونکي: محمد فهیم/د ژورنالیزم پوهنځی محصل

 
په ژور نالیزم کي د اعدادو کارونه هم ځانته ځای او دود لري چي باید په پام کي ونیول سي په لاندي حالاتو کي عددونه په تورو لیکل کیږي.
 
• یو رقمي عددونه : اته کلن ماشوم، لس کلنه نجلۍ.
• هغه عددونه چي د کرښي په پېل کي راځي لکه شپږویشت کلن ځوان، لس کاله بند.
• تقریبي عددونه، لکه د دوو تر دریو کیلو تاریاک، هر کال په پنځو سو تر شپیتو تورن کسان نیول کیږي.
• ترتیبي عددونه: څلرمه پیړۍ، د دریمي درجې طالب، د دریم کال محصل، دولسم ټولګۍ.
• ناشمېریدونکي عددونه: سل ځله مي درته وویل.
• کسري عددونه:دوه پر درې د بودیجې یو پر څلور.
• نسبي صفتي عددونه: پنځه ساعته خبري، دوه ورځي علمي غونډه.
• د لوړو شمېرو له پاره کولای سو توري او عددونه دواړه وکاروو. ۶میلیارده ۲۰۰ میلیونه.
• نومونه، اصطلاحات او عبارتونه چي څنګه دي هغه باید هغه سي ولیکل سي.۳۰۳ ډوله موټر.
• د ناکره شمېرو له پاره  له دوو میلیونو تر درو میلیونو( ناسم) له دوو تر دریو میلیونو( سم)
• هغه نښي چي لوستونکو ته نوي یا نابلده وي. ۲۲۵ سانتي متره (ناسم)  ۲۲۵ سانتي متره مکعب
 
د سیالیو پایلي، جغرفیاوي طول البلدونه او عرض البلدونه ، د قوانینو مادې، د کتاب مخونه، د تذکرې شمېرې، ساعت، د زیږون نيټه، د کور، کوڅې، تلیفون شمېره د تودوخي درجه د انسان قد او وزن .... په عددونو لیکل کیږی.
 
ماخذ: ژونالیستي ژبه، پوهیالي استاذ شفیق وردګ- (د څه زیاتونو سره)
 

سرته