تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ايا د شعر روح پيغام دئ، که ښکلا ؟!
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2011
  0

ايا د شعر روح پيغام  دئ، که ښکلا ؟!

محمد نبي سلطاني
 
شعرويل ، شعرليکل او شعر جوړول  په ننني عصر کي زموږ دټولني د وګړو مسلک گرځېدلى دئ ، هغه که  شاعر وي  او که نه که شعر ويلاى سي که نه هغه ، که  شعر جوړولاى سي که  نه، خو په اوسني عصرکي  يې داپر ځان لازمه بللى  ده ، چي شعر به جوړ وي او ټولني ته به يې وړاندي کوي او يا به يې پخپل خواږه اوازکي د څو راډيو گانو سره  شريک کوي ترڅو په ټولنه کي مطرح  او د شعرخاوند سي او د شعر د شاپېرۍ وزر پر وغوړېږي ، ددې ترڅنگ ادبي  بانډارونه هم  په د سره گرم  او تازه  سي ، او د ځوانو  شاعرانو  په شعرونو باندي تل دکره کتني  له پاره  ناست  وي  او خپل  له  ځانه  د شعر جوړ کړي تعريفونه ورباندي تپي دا په داسي حال کي، چي دى په خپله هم  په دې نه دئ توانېد لى چي  په  خپله  شعر وپېژني ، چي  شعر څه ته  وايي  ، شعر څه  شي دئ ،هدف  يې څه  دئ  او  ارزښت  يې څه  دئ.

موږ  ولي شعر وايو ، څنگه يې  وايو ،  او د چاله پاره يې وايو؟  د دې مطرح سوو پوښتنو جوابونه هغه څه دي ، چي د يوه شاعر او کره کتونکي لپاره ډېر   ضروري دي ،  د اځکه چي  د شعر د ويلو زمانې بېلابېلي دي  د اميرکروړ ، خوشحال خان، رحمان  بابا زمانې بېلي او اوسنۍ زمانه بيا بېله ده ، نوموړي زمانې  هره يوه يې  و خپل  ځان  ته ځانگړي خصوصيات لري  او د هري  زمانې  شعرونه  بېلابېل  دي  په  همدې ډول  لکه څرنگه ، چي  د هرهيواد فرهنگ،کلتور، هڅوب، عنعنات ، او تعليمي نصابونه  جلا  دي  نو ځکه يې په  شعرو نو کي  هم يوه نړۍ تو پير تر سترګو کېږي.

موږ  بايد د غرب په عينکو د شعر تعريف ته ونه ګورو او نه هم  بايد موږ د غرب په تله شعر و تلو دا ځکه  ، چي زموږ لارښو د قران  او نبوي احاديث  دي او  دغرب لارښووني  د هغو د عياشو او بې دينو مذهبي  مشرانو  په  غاړه  دي ، چي خپله  مور او خور نه سره پېژني ، نو  بيا به کوم د سالم عقل څښتن دا ومني ، چي موږ او غربيان دي په مفکوره ، کلتور ، هڅوب او فرهنګ کي سره شريک او ګډ و او سو، نو پر همدې اساس موږ بايد د شعر له پار دا سي تعريف غوره نه کړو ، چي هغه دي د اسلامي اصولو او زموږ د ټولني سره په ټکر کي وي او ودې ته مو بايد پام وي ، چي د شعر ارزښت بايد تر خپلي ذهني عياشۍ قربان نه کړو ، دا ځکه چي  شعر د همدې له پاره نه دئ ، چي موږ د ماشومانو په څير بازۍ په وکړو ،  موږ  د هغه خلکو پر حال  افسوس کوو ، چي د خپل عمر زياته برخه يې په شعر ويلوکي  تېره  کړه خو لږ تر لږه يې دا ونه کړه ، چي يو ځل د قرانکريم پاڼي را وا ړوي ، چي قرانکريم  د شاعرانو په اړه  څه وايي او د شعر په اړه کوم نظر وړاندي کوي ، وکومو شاعرانو ته  يې بد ويلي دي  او د کومو شاعرانو يې صفت کړئ دئ. راسئ چي وګورو چي الله جل جلاله په قرانکريم کي د شاعرانو په اړه څه فرمايي :


الشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ. الشعراء ایات ۲۲۴
 ژباړه: او په شاعرانو پسي بې لاري سوي کسان خلک روان وي.  

او بيا فرمايي: أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ. الشعراء ۲۲۵
ژباړه: ايا ته نه ګورې چي هغوئ په هره کنده کي لا لهانده وي. 

 د دې تر څنګ بيا فرمايي: وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ. الشعراء ۲۲۶
ژباړه: دوئ  داسي څه وايي چي نه يې عملي کوي.    
او د دې ايت په تعقيب پسي فرمايي:

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا . الشعراء ۲۲۷
 ژباړه: پرته له هغو کسانو څخه چي ايمان يې را وړئ او الله جل جلاله ډېر يا دوي .
د دې تر څنګ په نبوي احاديثو کي هم د شعر او شاعرۍ په اړه ځيني لار ښووني سته ، ځکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي : د چاچي خېټه د وينو او زوبونونه  ډکه سي نو ښه دئ تر دې چي د هغه زړه او دماغ د هغه شاعرانه خيالونو او کلام څخه ډک سي چي په هغه کي دي د چا سپکاوى کوي. او په بل ځاى کي بيا راځي : چي رسول الله صلی الله علیه وسلمد ميئة بن ابي العلت د کلام تر او رېدلو وروسته و فرمايل:

ان من اشعر الحکمة .
 ژباړه: ځيني اشعار حکيمانه وي .  

   په پورتنيو اياتونو او نبوي احاديثو کي دوه ډوله شاعرانو ته اشاره سوې ده ، چي يوه ډله يې هغه شاعران دي چي پوچ او فحش وايي ، او بل يې هغه شاعران دي چي خپله ژبه او قلم د الله جل جلاله د صفاتو او د الله جل جلاله د بند ګانو د اصلاح له پاره استعمالوي. نو که د همدې  اياتونو او نبوي ارشادا تو له نظره و شعر او شاعرى ته وکتل سي  نو په ډاګه ويلاى سو ، چي د شعر اصل (روح) پيغام دئ نه ښکلا.

ځيني کسان د دې پر ځاى ، چي د شعر او شاعرۍ په اړه مطالعه وکړي او بيا د شعر په اړه خپل نظر څرګند کي په دې موضوع کي له خپله ځانه د شعر پر تعريف ږغېږي او د ماشوم  په  څېر  شعر د بآزيو او ساعتيري يوه وسيله ګڼي ، د ماشومانو په  څېر يې ټوټې ټوټې کوي او دماشومانو په څېرملنډي په  وهي دا په داسي حال کي ، چي شعر نه د بازيو او نه هم د ماشومانو د ساعت تيري شى دئ ، يو څوک چي شعر ليکي او شعر وايي هغه  بايد د سالم عقل ، پوهي  او علم څښتن وي دا ځکه ، چي شعر ويل  او جوړول  دبې علمه او ناپوهو خلکو کار نه دئ او بله دا يوشاعر بايد په خپل شعرکي يو ژور پيغام  و خپلي ټولني ته وړاندي کړي ترڅو په مټ يې وکولاى سي و چي  و خپلي ټولني ته د شعر په ژبه ښه او بد ور وپېژني ، دا ځکه چي يو شاعر په خپله ټولنه کي د يو معلم  حيثت لري او خلک به د پوهي او علم وډګر ته را بولي او په دې توګه به د امر بالمعروف  او نهي عن المنکر وظيفه ترسره کوي.

خو له بده مرغه اوس زموږ په ټولنه کي ډېر کسان  داسي دي چي په شعرکي دپيغام پرځاى ښکلا ته سر پر سجده ږدي  او د ښکلا مريدان دي داپه داسي حال  کي  چي  هيڅ  يو  وړ او علمي ليل  هم  دا د ښکلا مريدان نه لري، نه پوهېږو ، چي دا ښاغلي څه ډول ښکلا يا دوي ، چي د شعر روح بلل کېږي. که څه هم موږ هم په شعر کي د ښکلا طرف دا ره يو خو البته هلته ، چي ښکلا د پيغام سره ملتيا وکړي دا ځکه چي ډېر دا سي شعرونه شتون لري چي په ټولنه کي د فساد په را وستوکي تر هغه بد اخلاقه فلمونو لا هم زهر جن دي لکه دا لاندي څو بيتونه:

د ښکلو په محفل کي تل وي جوړه تماشه
زړه مي په غور ځنګ سي ورته جوړه سي بهانه

د ميني ليونى سمه په ځان کله پو هېږم
هوا هوس مي جوړه په بدن کـــــي زلزله

د ښکلو اتڼ جوړ سي نو بېواکه سم ورګډ
په غيږکي کړم را ټينګه هغه ښکلې نازدانه

د سرو شونډو د څوکو په شراب يې نه مړېږم
دنيا په ښکلو ده ودانه وينم نوې منظره 

پورتنى شعر که هر څومره ښکلا هم لري خو دپيغام له رويه پر هيڅ شمېرل کېږي بلکي د ټولني په خرابۍ او فاسد والي کي رغنده رول لوبولاى سي ، اوس نو چيري دي هغه شاعران ، چي په شعر کي د پيغام پر ځاى و ښکلا ته قايل دي لږ خو دي دې او دې ته ورته په نورو زرکونو شعرونو کي د خپل ايماني ضمير پر ڼاکي او د خداى جل جلاله څخه د بيري په عينکوکي دا ډول شعرونه وګوري !! قلم دي مات او ژبه دي  پرې سه ، چي اوس لاهم د ميني او عشق په دې ډول ناولو ډمونوکي خپل د فکر نيلى ځغلوې او خپل وخت په دا ډول نا وړو او پوچو خبرو تېروي.

که د بلي خوا د شاعرانو تېرتاريخ ته وګورو، نو هغه  شاعران ، چي په  خپلو شعرونو کي يې  پوچ  او بېځايه الفاظ ويلي دي  تر پيغام يې په ښکلا پسي  سترگي وتلي دي  د غم  دوران پرځاى يې غم  جانان ته شعرونه ويلي دي څه سول ؟!  ولي يې خلک نو مونه پر ژبه نه راوړي ؟ ولي يې خلک د دې پرځاى ، چي ياد يې کړي  ، د هېر ولو هڅه کوي ؟  دا په دې خاطر ، چي خلکو ته يې نه څه ويلي ، نه و ړاندي کړي ، او نه هم د خلکو غم ورسره وو  ځکه نو خلک دعا هم نه ورته کوي او نوم يې پر ژبه نه راو ړي ، دا په  داسي حال کي ، چي  شاعر ځان دټولني سترگي هم بولي، خو متاسفانه ، چي دا شاعران د ټولني څخه په دا سي تر سترګو تېر سوي دي لکه هغه فلم ، چي ماښام يې يو څوک ننداره وکړي او سهارته يې بيا د فلم ټوله ننداره هېر وي ، لکه  چي نه يې ليدلي وي او نه يې هم او رېدلى وي او بس.

بلي خواته که وگور رحمان بابا ، خوشال بابا او  نور هغه شاعران ، چي سل او دوه سوه کاله وروسته يې هم ټولنه ديوانونو ته د يو سپېڅلي اولار ښوود کتاب په سترګه ګوري ، هره ورځ يې لولي او د دې  تر څنګ يې لر او بر  ور ته په  بابا سره هم ورته وايي ؟ کېداى سي  ، چي دا و ټولو لوستونکو ته  تر ما ښه معلومه وي ، چي رحمان بابا به ويل :

هم  پند اخلم هم پند وايمه وهر چاته
زه  د ځينو يم  مريد د ځينو  پير يم

يا دا چي :

که دي خپله ګنا لويه لکه غر وي
په هيله هيله به غر د مچ وزر کې

او خوشحال بابا به ويل :

که توفيق د اتفاق پښــــــــــــتانه مــــومي
زوړ خوشحال بۀ دوباره سي په دې ځوان

په دې څو بيتونو کي زموږ د شعري نړۍ اسلافو و خپلو را تلونکو نسلونوته د شعر په ژبه پيغام پرې يښى دئ  او بل دا دئ  په سوو نو کلونو وروسته  د اميرکړوړ  په څو لږو بيتونو باند ما او تا وټو لى نړۍ ته فخر کوو ، چي موږ دا سي ماضي لرو او زموږ مشران دا سي اتلان وه  دا يې راته  ويلي پيغام دئ. که يې داسي يوه جمله ويلې واى ،( چي ژبه  په خوله راکه ناړي دي ملهم ياره ) نو بيا به دي څه ويله؟  ايا دغه بيتونه دي نن و نړۍ ته وړاندي کولاى سواى؟ او په دې به دي افتخار کوئ ؟  نو اوس تاسو په خپله قضاوت وکوړئ ، چي په  پور تنيو   بيتو کي ښکلا څپې وهي او که پيغام.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته