تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څو ځوانان او يوه پيغله
 
  December 27, 2015
  0
راليږونکي: قابله بي بي اسيه سحر /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

څو ځوانان وه  چه تل به په بازار ، سړک او کوڅه کي يي د بل  و ښځو ته کتل او تل به يي کوښښ کاوه چي د يوې انجلي څخه د تلفون نمبر او د کور ادرس واخلي  تل به يي دا هڅه کول  چې د ښځو سره غير مشروع اړيکي وساتي همدا د دوی روزمره ژوند و او تل به همدا فکر ورسره وو چي څنګه يوه انجلۍ خطا باسي يوه ورځ د يوې پيغلۍ انجلۍ سره په کوڅه کي مخ سول او انجلۍ ته په لاره کي مخامخ ودريدل او ورته ويي ويل چې د کور ادرس او د تلیفون شميره دي راکړه  !

انجلۍ چي وکتل ځوانان ډير او دا يوه ده هيڅ د خلاصون لاره هم نلري  نو يي ځوانانو ته وويل صحي ده واخلي زما د کور ادرس او تلفون شماره  !

انجلي د قرانکريم  سورت الاعراف ۳۳ ایت ورته  تلاوت کړ:

قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ .... (۳۳) (الأعراف)
 ورته ووایه (ای محمده!) په تحقیق سره زما خدای ښکاره او پټ ټول فواحش او بدې کړنې حرام کړیدي.

او ورته يي  د سورة الإسراء (۳۲) وښودی:

 وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا (۳۲) (الإسراء)
 و زنا ته مه نژدې کیږئ دا ځکه چي دا بد فعل دي او ډيره بده لاره ده.

ځوانانو ته قهر ورغي چې موږ  د کور ادرس غواړو او ته د قرانکريم اياتونه راته ښيې !

انجلي چي ډيره ناهيلي سوې وه ورته يي وويل صحيح ده لاس مه راوړی او راته غوږ سي ! نو يي د قرانکريم دغه اياتونه مبارکه ورته تلاوت کړه:

سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (1) الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (2) الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (3) سورت النور 

دا یو سورت دی موږ نازل کړیدی او ددې احکام مو فرض کړیدی او په دې کي موږ صاف صاف ایاتونه نازل کړیدی چي تاسی په پوه شي. زنا کاره ښځه او زنا کاره نر هر یو سل سل دورې ووهئ، (په دې وهلو کي) پر دوی باندي هیڅ رحم مه کوئ که چیری تاسی پر الله باندي ایمان لری او پر اخرت باندی ایمان لری، (کله چی تاسی ودوی ته سزا ورکوی) د دوی دواړو د سزا پرمهال باید یوه ډله مؤمنان حاضروي (یعنی هغه ورته ګوری ترڅو ددی د عبرت سبب وګرځي)، زانی نر بېله د زنا کاره ښځې او مشرکې ښځې څخه بل څوک نه په نکاح کوي بلکې زناکاره نر او مشرک، او دا (زناکاره ښځه او مشرکه ښځه) پرمؤمنانو باندي حرامې دي. 
 
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( سورت الفرقان: ۶۸)

او هغه کسان چي د الله پرته بل دعبادت وړ نه ګڼي، اوهغه څوک چي ناحقه قتل نه کوي هغه چي الله حرام کړی دی، او هغه څوک چي زنا نه کوي، او هغه څوک چي دا وکړي هغه په ګناه کي ولویدی، د قیامت په ورځ د دوی دوه چنده عذاب دی، او دوی په تل پکښې ذلیله وي.

ځوانان نور هم په قهر سوه ورته يي وويل ژر سه د تليفون شميره در راکړه  .........!

انجلي په ژړغوني او ريږديدلي اواز ورته وويل:

١ :-   الزّنا يُورِثُ الفَقرَ ( بيهقی ) زنا فقر او لوږه منيځ ته راوړی

٢:- مَن وَقَّعَ عَلَی ذَاتِ مَحرَم ٍ فَاقتُلُوه ُ وَمن وَقَّعَ عَلَی بَهِيمَةٍ فَاقتُلُوهُ وَ قتُلُواألبَهِيمَةَ ( ابن ماجه )

چا چی په پردی ښځه تجاوز وکړ قتل يی کړی او چا چي پر حيوان تجاوز وکړ له حيوان سره يوځای يې قتل کړی 

٣:- قال النبي صلى الله عليه وسلم: إذا ظهر الزنا والربا في قرية فقد أحلوا بأنفسهم عذاب الله. رواه الطبراني وغيره .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په کوم کلي کې چې زنا او سود خوړل ښکاره شي نو هغوی پخپلو ځانونو د الله عذاب نازل کړ.

٤:- عن أبي أمامة أن فتى شابا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله ائذن لي بالزنا فأقبل القوم عليه فزجروه وقالوا : مه مه فقال ” ادنه ” فدنا منه قريبا فقال ” اجلس ” فجلس فقال ” أتحبه لأمك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأمهاتهم قال ” أفتحبه لابنتك ” ؟ قال لا والله يا رسول الله جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لبناتهم قال ” أفتحبه لأختك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأخواتهم قال ” أفتحبه لعمتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لعماتهم قال ” أفتحبه لخالتك ” ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لخالاتهم قال فوضع يده عليه وقال ” اللهم اغفر ذنبه وطهر قلبه وأحصن فرجه ” قال فلم يكن بعد ذلك الفتى يلتفت إلى شيء . رواه احمد

ژباړه: یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل : یا رسول الله ما ته د زنا اجازه راکړه ! مخکي له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړي خلکو سپک کړ، بد رد یی ورته وویل او ورته ویی ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدې شه ! او ورنږدې شو هغه ورته وویل کښینه او هغه ځوان د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کښیناست او ورته ویې ویل : ایا ته دا خوښوې چې څوک ستا له مور سره زنا وکړي ؟ هغه ځوان وویل : الله مې دي له تا قربان کړي په الله سوګند چې نه یې خوښوم . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نور خلک هم دا نه خوښوي چې څوک یې له مندو سره زنا وکړي . بیا یې ورته وویل: ته دا خوښوې چې څوک دي له لور سره زنا وکړي؟ هغه ورته وویل : الله مې دي له تا قربان کړي نه والله نه یې خوښوم . هغه وویل چې هیڅوک دا نه خوښوي چي د لور سره یې زنا وسي . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له خور سره دي څوک زنا وکړي ؟ هغه ځوان وویل : خدای مې دي له تا قربان کړي والله که یې خوښوم . هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوي چې له خوندو سره یې څوک زنا وکړي . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له عمې سره دي څوک زنا وکړي ؟ هغه وویل : الله مې دي له تا قربان کړي والله نه یې خوښوم . رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هیڅوک دا نه خوښوي چې له عمه ګانو سره دې څوک زنا وکړي . بیا یې ورته وویل : ایا ته دا خوښوې چې له خالې سره دي څوک زنا وکړي؟ هغه ورته وویل : الله مې دي له تا قربان کړي نه والله که یې خوښوم . هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوی چې له خاله ګانو سره دې څوک زنا وکړي .

 بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر وږه لاس کېښود او داسی دعا یې ورته وکړه : ای الله د ده ګناه معاف کړه ! او د ده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره ! او وروسته بیا دا ځوان دومره پاک شو چی هیڅ ناروا ته یې هم نه کتل .

کله چې ځوانانو دا ټول مبارک ايتونه او حديث مبارکه واوريدل نو يي تر سترګو اوښکۍ راتوي په خپل تيرو کړونو يي پښيماني وښودل او ځاي پر ځاي الله ته په سجده سول او د تل لپاره يي الله جل جلاله ته توبه وکښل  نور دا ځوانان فاحش نه بلکي سم او مومنان سول چه تل بي د نورو سره ښه سلوک کاوه او هيڅکله يي د بل ښځي ته نه کتل، ځکه  الله جل جلاله تل توبه قبلوي او عاجزي خوښونکي دي .
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
-----------------------
توبه ولي او څنګه؟
بیان- د زنا تباه کونکي زیانونه
د یوې زنا دوې سزاوي (الحدیث)
د زنا زيانونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته