تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولادي نسايي ناروغۍ
 
  January 22, 2016
  0
Obstetrics and Gynecological Conditions
راليږونکې: قابله بي بي اسيه (سحر) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اميند واري او د اميند وارۍ  د دوران څارنې (Pregnancy and Antenatal)

تشريح 
اميند واري هغه حالت دی چي مور په خپل بدن کې جنين ته وده او پرمختيا ورکوي . اميند واري معمولا ٤٠  - اونۍ وخت نيسي او په دريو ترايمسترونو ويشل شوي ده . هر ترايمستر يي نږدي دري مياشتې وي .
 
له زيږون څخه مخکي څارنه:

هغه څارنه ده چي يوه اميند واره مور يې د اميندوارې په دوره کي ترلاسه کوي.

له زيږون څخه مخکې څارني ( ANC ) له دې څخه د ډاډ په موخه چې يوه اميند واره ميرمنه د اميندواري ، زيږون او له زيږون څخه وروسته دوران کې په يوه سالم حالت  او وضعيت کې ، روغ ماشوم وزيږوي ، تنظيميږي.
 
له ولادت څخه مخکې څارني د يوې ښي تاريخچې او معاينې د برابرولو په موخه د هر ډول ستونزو د پيژندلو لپاره چې په احتمالي توګه د اميندواري ، ولادت په دوران يا له ولادت څخه په وروسته دوران کې پيښيږي وړاندي کوي.
 
هغه ستونزه چې په دې دوران کې پيژندل کيږي ، يا يي درملنه کيږي او يا په لوړه کچه يو روغتيايي مرکز ته ليږدول کيږي .
 
د ( ANC   ) مطلوب حالت د اميند واري له پړاو څخه مخکې او يا د اميند واري پر مهال پيليږي ، سره له دې چه غالبا له دريو لومړيو مياشتو څخه پيليږي يعني هغه وخت چې يوه ميرمن متوجه کيږي چې هغى د مياشتني عادت يوه دوره ترک کړې ده .

له زيږون څخه مخکې د څارني موخې ( ANC) 

۱. ميرمن  او د هغې خاوند  ته د زده کړې او تعليماتو ، ډاډ او ملاتړ برابرول.
۲. د اميندواري د کوچنيو ستونزو او اعراضو په اړه لارښوونه.
۳. له ولادت څخه مخکې د معايناتو برابرول او د هغو ستونزو درملنه چې په دي دوران کې څرګنديږي.
۴. د اميندواري په پيل کې د مور او جنين د خطر د لاملونو او د اميندواري په دوران کې د هغوی د پرمختيا ارزونه .
۵. د هغو اميندوارو ميرمنو څارنه چې د اميندوارى له ډير خطر سره مخ او تجربه کوي ، لوړو روغتيا يي مرکزونو ته د هغوي ليږدول .
۶. د ولادت د وخت ، تګلارې او ځاى ټاکل  ( يعني د ولادت د يو پلان طرحه او ډيزاينول ).
۷. د خطر د هر ډول علايمو ټاکل لکه :
 
د ويني شديد کموالى
شديده سر دردي 
د ويني لوړ فشار 
د بدن د پورتنۍ برخې پړسوب
مهبلي وينه راتلنه يا ليکاژ
تبه 
اختلاج
د جنين ستونزي 

د حمل تشخيص

هغه وخت چې د يوې ميرمنې مياشتني طبيعي عادت څرګند نشي يا د اميندواري اعراض ولري ، په اميندواري شک کيږي او په ادرار کې د اميندواري له ټيسټ سره تائيديږي.
 
د امينداوري په اعراضو کې کيداى سي لاندي حالتونه شامل وي:

د مياشتني عادت نه راتلل
زړه بدوالى
د تيو حساسيت 
ستړيا 
پرله پسي ادرار کول
لوي ، نرم او د لمس يا جس وړ رحم 
د جنين د زړه د ږغونو څرګنديدل ( په نورماله توګه  ١٤٠ - ١٦٠)
په ادرار کې د اميندواري د ټسټ مثبت څرګنديدل (مګر نه په لومړيو او نيو کي )
د ميرمنې د وزن زياتيدل ( په معموله توګه له ١١-١٣ کيلو ګرامه د اميندواري د دوري په اوږدو کې )
د WHO د لار ښود مطابق  ، يوه اميندواره ميرمنه بايد له ولادت څخه مخکي څارنو لپاره لږ تر لږه څلور ځله معاينه او وکتل سي. 

کتني                                              

لومړى  - په لومړي ترايمستر کې  ( د اميندواري لومړۍ درې مياشتې )

مداخلې
د بشپړې تاريخچي اخيستل 
د يوي فزيکي معايني تر سره کول 
د اړتيا په صورت کې د لابراتواري معايناتو سپارښتنه ( وينه او ادرار)
د حياتي علايمو ثبتول ، قد او وزن .
امينداوري ميرمنې ،د هغې کورنۍ او خاوند ته د اميندواري د څارني د تګلارې ا و غذايي رژيم په اړه د معلوماتو وړاندې کول.
د زيږيدو د متوقع نيټي د ټاکلو په موخه د Naegele  له قاعدي څخه استفاده  لکه څرنګه چه معمولا په افغانستان کې له هغې څخه استفاده کيږي .
د وروستني مياشتني عادت د دورې د لومړنۍ ورځې ټاکل 
په هغه د اوو ورځو ورزياتول
بيا دري مياشتې له هغه څخه کمي کړئ
بيا پر هغه د يوکال زياتول
د فيرس سلفيت او فوليک اسيد د مرستندوى پيلول 
د امکان په صورت کې په ادرار کې د باکتريا ګانو، ګلوکوز او پروتين د معلومولو لپاره د ادرار معاينه کول
د امکان په صورت کې د ويني د ګروپ او د هغه د Rh  د ډول معاينه کول 

دويم – دويم ترايمستر يعنې داميندواري شا او خوا ٢٦  - اونۍ

مداخلې
د لومړي ترايمستر د معاينې د موندني بيا کتنه . پاملرنه وکړئ په هغه صورت کې چې هر ډول بدلون په دې موندنو کې شتون ولري ( يعني اذيما ، دويني د کموالي نښي يا نورې ناروغۍ او يا د خبر دارۍ نښي)
د حياتي نښو او د رحم د لوړوالي اندازه کول
د ادرار تکراري معاينه (د باکتريا ګانو، ګلوکوز او پروتين) په هغه صورت کې چي ټسټ په لومړي کتنه کې نورمال نه وي. 
اميندواري ميرمني ، د هغي کورنۍ او خاوند ته د اميندواري د څارني د تګلاري او د غذايي رژيم په اړه د معلوماتو وړاندي کول.
ميرمن او خاوند ته د نوي زيږيږدلي ماشوم ته د سملاسي يوازي د مور د شيدو ورکولو د ګټى په اړه لارښونه وسي. 

کتني

دريم – دريم ترايمستر يعني د اميندواري په شا او خوا ٣٢  - اونۍ کې

مداخلې
د دويم کتني د ټولو دندو تر سره کول
د جنين د زړه د ضربان ثبتول 
د وينې د شديد کموالي د پيژندې لپاره د وينې د هيموګلوبين اندازه کول
له ميرمنې او د هغې له خاوند سره د ولادتونو ترمنځ  د واټن د تګلاري په اړه بحث 
د تيو د يوې معايني تر سره کول
د TT د واکسين تجويزول

کتني 

څلورم – داميندواري د ٣٦ -  ٣٨  - او نيو ترمنځ

مداخلي 
د دريم کتني د ټولو دندو اجرا او تر سره کول.
د ليوپولډ له معاينې او يا له نورو سيستماتيکو ارزونو څخه په استفادې د جينين د موقيعت ارزونه.
د جنين د بريچ اعتلان او يا د جنين د نورو غيرنورماله مو قيعتونو د شواهدو ارزونه.
د ميرمني د ولادت لپاره د پلان جوړول، په دې اړه ټول معلومات چې بايد څه وکړئ له چاسر تماس ونيسي ، او هغه وخت چې د ولادت دردونه پيل سي چيرته ولاړ سي او يا د نورو علايمو د پيداکيدو په اړه بايد ناروغ ته مشوره ورکړل سي. 
نوي پيداسوي ماشوم ته په سملاسي توګه د مور د شيدو په وسيله د تغذيي د اهميت په اړه ميرمني او د هغې خاوند ته لارښوونه. 

درملنه 

د اوسپني له کموالي د کمخونى څخه مخنيوي 
د اميندواري په اوږدو کې او له ولادت څخه وروسته تر دريو مياشتو او يا د جنين د سقط د ټولو ناروغانو لپاره دي تجويز سي :

Ferrous Sulfate + Folic Acid ( ٦٠ ميلي ګرامه  Iran + ٠،٤  ميلي ګرامه Folic Acid ) ١  ټابليت په ورځ کې يو ځل  (  له خوړو سره يا د شپې له مخې )
هغو ناروغانو ته چې هيموګلوبين يي له  ١١ g/dl  څخه کم دي ، تجويز سي :
دوه برابره دوز ، Ferrous Sulfate + Folic Acid ( ٦٠ ميلي ګرامه  Iran + ٠،٤  ميلي ګرامه Folic Acid ) ١  ټابليت هر ١٢ ساعته وروسته د درې مياشتو لپاره.

له هغه وروسته -
د اميند واري په دوران کي هر ه ورځ له يو ټابليت سره درملنې تعقيب او له ولادت څخه وروسته تر دريو مياشتو پوري .
د اميندواري له امله زړه بدوالى او کانګې، Pyridoxine ( ويتامين B6  )  ١ ټابليت ٢٥ ميلي ګرامه هر ٨ ساعته وروسته ددرې ورځو لپاره توصيه کيږي.
د TT واکسين تطبيقول ، هغو ميرمنو ته چې په بشپړه توګه واکسين سوي نه دي ( پنځه ثبت سوي دوزونه ).
که چيري اميندواره ميرمن واکسين سوې نه وي له ولادت څخه مخکې د څارني په لومړي ويزيټ کې وليدل سي: سټندرډ دوز دي تجويز سي :
د TT لومړى دوز دې له ولادت څخه مخکې د څارنى په لومړي ويزيټ کې تجويز سي ٥٠ ميلي ليتر د عضلې په داخل کې.
دويم دوز دي څلور اونې ورسته تجويز سي .
دريم دوز دي له دويم دوز شپږ مياشتي وروسته ( که څه هم له ولادت څخه وروسته وي).
څلرم دوز يو کال وروسته له دريم دوز څخه .
پنځم دوز يو کال وروسته له څلروم دوز څخه .

ناروغ ته لارښوونې

د ANC  د کتني پر مهال دې وړاندي سوي مشوري او وړانديزونه تعقيب سي.
فيرس سلفيت او فوليک اسيد د لارښووني مطابق واخيستل سي .
د TT واکسين تطبيقول دې د لارښووني مطابق تر سره سي .
د يو منظم غذايي رژيم اخيستل ( مغزيات ، سبزيجات ، د لبنياتو محصولات لکه غوښه ، کب ، ميوي ).
مناسبه ارمتيا  او د درنو کارونو له تر سره کولو څخه ډډه کول .
هيڅ ډول درمل دي خپل پر سر نه استعمالوي.
د ملاريا غوماشو څخه ځان ساتل .
هيڅ ډول نشي توکي دي نه استعمالوي.

ماخذ :  د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
 یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
-----------------------------------------
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نوټ :  ورپسي ليکنه په اميند واري کې دويني کموالي (Anemia in Pregnancy  ) مه هیروی
 
د مور د شیدو ګټي
نوري روغتیايي لیکني
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته