تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فقر ځپلي هیواد انځور
 
  November 13, 2016
  0

لیکنه: ژباړه: حمد الله"حلميار"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا ﻳﻮ وړوکی ﻫﻴﻮاد دی، ﭼﻲ ﮐﺎروﻧﻪ په کښي په ټپه ولاړ دي. اﮐﺜﺮه خلک ئې ﭘﻮروړي دﻱ. ﻳﻮه ورځ ﻧﺎڅاﭘﻪ ﻳﻮ ﺳﻴﻼﻧﻲدې ټاﭘﻮ ﺗﻪ راځي. د ﻳﻮ ﻫﻮټل د محاسب يا پيسو اخيستونکي پر مېز د ډﺍﻟﺮو سلګون ږدﻱ او په خپله ﭘﻮرﺗﻪ خېږي؛ ﺗﺮ څو د ﺧﭙﻠﻲ ﺧﻮښي ﺍﻃﺎق ځان ته وګوري. 

د ﻫﻮټل ﻣﺤﺎﺳﺐ ﻟﻪ ﻣﻮقع ګټه ﺍﺧﻠﻲ او ﭘﻪ منډه دا ﺳﻞ ډﺍﻟﺮه نږدې ﻗﺼﺎب ته ور وړي؛ ﭼﻲ ﺧﭙﻞ ﭘﻮر ور اداء کړﻱ. ﻗﺼﺎب د ډاﻟﺮو ﭘﻪ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺳﺨﺖ ﺧﻮﺷحال کېږي او ﭘﻪ منډه د ﭘﺴﻮﻧﻮ دګنج پر ﻟﻮر ځي او د ﭘﺴﻮﻧﻮ تجار ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﭘﻮر ور رﺳﻮﻱ.
تجار ﭘﺮ سړک ولاړ ﻣﻮټروان ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻس ﺍﺷﺎره ﮐﻮﻱ. دﻏﻪ ﻣﻮټروان په خپل ﺑﺎر وړوﻧﮑﻲ ﻣﻮټر ﮐﻲ د تجار ﭘﺴﻮﻧﻪ ﻟﻪ ګاونډي ﻫﻴﻮاد څخه راوړي وو.  تجار  د ډﺍﻟﺮو سلګون ﻣﻮټر وان ته ورﮐﻮﻱ؛ موټروان  ژر د هوټل  پر لور روانېږي (ﮐوم هوټل ته چي سيلاني راغلی و) او د هوټل محاسب ته د هغه پور ورکوي (کوم چي تېره شپه ئې د ځان د ﻫﻮسايني ﻟﭙﺎره دلته اطاق کرايه کړی و). د سيلاني سل ډالره بيرته هغه مېز ته را ورسېدل.په دغه حال کي سيلاني بيرته راغلی او خپل سلګون يې واخيست؛ ځکه د ﻫﻮټل ﺍﻃﺎﻗﻮﻧﻪ ئې نه وو خوښ سوي.

په دﯤ ورځ د دې غريب هيواد وګړو هيڅ هم نه دي ګټلي؛ خو خپل قرضونه ئې ټول اداء کړل. د امريکا متحده ايالات د نړۍ اقتصادونه دغه ډول اداره کوي. 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته