تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جاري صدقه
 
  June 20, 2016
  0

 ژباړه: عبدالقدیر "پوپل"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
تر مرګ وروسته د ثواب د تر لاسه کولو ډېري وسيلې سته شپږ به يې موږ درته وښيو:
 
۱) قرآن شریف هدیه کول ، خلک به یی تلاوت کوي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي.

۲) د مسجد په ودانولو کي برخه اخيستل، تر څو چي  مسلمانان پکښي عبادت او لمونځونه  کوي ثواب به يې ستاسو هم وي.

۳) د روغتون سره د معیوبینو د چوکۍ یا بايسکل مرسته کول، مريضان به ګټه ورڅخه اخلي او ثواب به يې تاسو ته هم در رسيږي. 

۴)  په عامو ټولنیزو  ځایونو کي د اوبو یخچالونه اېښودل، خلک به يې اوبه څيښي او ثواب به يې ستاسو وي.

۵) نیالګي ایښودل، انسانان او حیوانات  به يې د سيوري یا مېوې څخه  ګټه اخلي ثواب به يې ستاسو وي.

۶)  د قرآني ایت، حدیث شریف یا هم دعاء او ديني علومو درس ورکول، خلک په پوهول  او د خلکو سره يې شریکول. د خلکو پوهه به د دین په اړه ډېريږي هغوی به عمل په کوي دا به جاریه صدقه وي، چي تر مرګ وروسته به هم ستاسو په عملنامه کي ليکل کيږي. (ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)

 صدقه

سرته