تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپلي مېرمني زړه څنګه لاسته راوړلای سی؟
  تعلیم الاسلام
  October 26, 2017
  0
 
ژباړه :   اختر محمد جهید صاحب / د تعلیم الاسلام ویب پاڼي خصوصي لیکنه 
د نشر نېټه: 2015-10-31 
 
 
د مېرمني د زړه لاس ته راوړلو لاري چاري
 
د انسان په ژوند کي کور د ژوند، استراحت، خوښۍ، تربیت او سکون مرکز دی. کور د خاوند او ښځي لخوا تنظمیږي، که چیري د خاوند او مېرمني ترمنځ اړیکي خرابي وي نو بیا په هیڅ وجه د انسان زړه سکون او ارام نه سي تر لاسه کولای که څه هم د کور څخه بهر وي، او کورني مشکلات پر اولاد ډیره بده اغېزه کوي.
 
په لاندي کرښو کي هغه کړني بیانیږي چي یو خاوند کولای سي د هغو په ترسره کولو سره د خپلي میرمني زړه لاسته راوړي او د ځان څخه يي خوشحاله کړي :
 
 

 

۱ .  کور ته د داخلېدو په وخت کي سلام ویل :

 

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو به جنت ته داخل نسي تر څو چي ایمان راوړی، او بشپړ ایمان به ترهغو پوري رانه وړی ترڅو چي یو له بله سره محبت وکړي ایا زه وتاسو ته داسي شی در و نه ښیم کله چي هغه ترسره کړی یو له بله به محبت سره وکړی؟ نو پخپلو منځو کي سلام سره وایاست. (رواه مسلم )
 
۲. د میرمني په وړاندي تبسم او خوشحاله څیره ښکاره کول :
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : د خپل مسلمان ورور په مخ کي ستا تبسم او او خندا ستا لپاره صدقه او خیرات دی. رواه الترمذي نو د خپلي میرمني په مخ کي به څرنګه خندا صدقه نه شمیرل کیږي؟
 
۳ . کورته د داخلیدلو په وخت کي خوله خوشبویه کول :
حضرت عائشه رضي لله عنها فرمایي «نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي به کور ته داخل سو لومړی به يي مسواک واهه ». رواه مسلم 
 
۴ . په یو ځانګړي نوم سره میرمني ته ږغ کول .
رسول الله صلی الله علیه وسلم به حضرت عائشي رضي لله عنها ته په (عائش) سره ور ږغ کول . قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : يَا عَائِشَ هَذَا جِبْرِيلُ يُقْرِئُكِ السَّلاَمَ. (بخاري)
 
۵ . کله چي د ستایني وړ کار وکړي نو ستاینه او صفت يي وکړه . 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: چا چي د خلګو شکر ادانکړ نو هغه د الله پاک شکر ادا نکی. رواه الترمذي .
 
۶ . خپلي میرمني ته ځان ښائسته کول .
حضرت ابن عباس رضي لله عنهما فرمایلي دي : زه دا خوښوم چي خپلي میرمني ته ځان ښائسته کړم لکه څرنګه چي  د هغې سنګار او ښائست خوښوم .
 
۷ . کله ناکله خپلي میرمني ته یو شی په سوغات کي ورکوه . 
افضل الانبیاء صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي « یو له بله سوغاتونه سره ورکوئ مینه او محبت به مو سره زیات سي. (ابي یعلی، بیهقي حسن ابن حجر .)
 
۸ . د کور په کارونو کي د میرمني سره مرسته کول . 
د عائشي رضي لله عنها څخه پوښتنه وسوه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په کور کي څه کول ؟ هغې ورته وويل « کالي به يي ګنډل چوټي به يي ګنډلې او هغه کارونه يي کول کوم چي خلګ يي په کورونو کي کوي . (رواه احمد)
 
۹. د میرمني تر ځینو نیمګړتیاو تیریدل او عفوه ورته کول :
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي «یو مومن خاوند دي د خپلي مومني سره بغض او دښمني نه کوي که یو عادت يي بد ګڼي د بل عادت څخه يي خوشحاله دی. رواه مسلم .
 
۱۰ . د خپلي میرمني سره خوش طبعي او نرمي کول . 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه صحابي ته وفرمايل : «باکره او پیغله ښځه دي ولي نه په نکاح کول تا به د هغي سره لوبي کولای هغي به ستا سره لوبي کولي ». رواه البخاري .
 
حضرت عمر رضي لله عنها فرمایلي دي : سړي لره ښايي چي په کور کي د محبت او نرمي له مخي لکه ماشوم داسي وي که څه هم دی دباندي په قوم کي یو میړنی او بهادر شخص وي . 
 
۱۱ . د خپلي مېرمني و انتقاد او نیوکي ته په پراخه سینه غوږ ونیسه .
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم بي بي ګانو به خپل نظرونه د هغه صلی الله علیه وسلم د نظر په وړاندي څو څو ځله څرګندول او هغه به پر دوی نه په غوصه کیدی . (کما في البخاري)
 
۱۲ . د خپلي میرمني سره ښه کوه
په دي سره يې پوه کړه چي  تر ځان راباندي ګرانه يې، تل ستا د نیکمرغۍ او ستا د روغتیا لپاره کوښښونه کوم او ستا لپاره قرباني ورکوم . 
 
مهربانه نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي په تاسو کي ډیر غوره هغه څوک دی چي د خپل اهل او کورني سره ښه چلند کوي. رواه الترمذي 
 
۱۳ . پر میرمني باندي په نفقه او خرڅ کولو کي بخیلي مکوه
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي ډیر غوره دینار او پیسه هغه ده چي ته يي پر خپله کورني مصرف کړې. رواه مسلم .
 
۱۴ . د مېرمني سره خپل محبت څرګند کړه
 ایا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم محبت د عائشې رضي لله عنها څخه پټ وو ؟ بلکه ښکاره وو او هغه پوهیدله چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم زما سر ه ډیره مینه او محبت لري .
 
۱۵ . په ځیني کارونو کي د خپلي میرمني سره سلا او مشوره کوه .
 نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حدیبیي په صلحه کي د ام سلمه رضي لله عنها سره مشوره وکړه او د هغې په رایه يي عمل وکړی . (بخاري)
 
۱۶ . د الله جل جلاله پر طاعت باندي د خپلي میرمني سره مرسته کوه .
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي پر هغه سړي دي  الله رحم وکړي چي د شپي راپورته سي او لمونځ وکړي او خپله ښځه هم د لمانځه لپاره را کښینوي کچيري هغه منعه وکړي نو پر مخ يي اوبه وروپاشي . (ابوداود)
 
۱۷ . د خپلي میرمني د دوستانو عزت کوه.
ملاقات ته يې ورځه د احترام او دوستي علاقه ورسره ساته . حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایي چي کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم پسه حلالوی نو د حضرت خدیجې رضي الله عنها په دوستانو پسي به ګرځېدی تر څو څه برخه ورکړي. (رواه الترمذي)
 
۱۸ . د خپلي میرمني اُنس او الفت  ونیسه او ډاډګیرنه ورکوه .
 د رحمت د نبي صلی الله علیه وسلم تګلاره دا وه چي د خپلو مېرمنو سره به يي اُنس او الفت کاوه ، د هغو سره به کښینستی مجلس به يي ورسره کاوه سره له دې چي د هغه مشاغل ډیر وه او د رسالت دروند بار يي پر اوږو وو .
 
۱۹ . د مېرمني د لوښي د ځای څخه خوراک کوه
 د پیالي یا لوښي د هغه ځاي څخه کله ناکله خوراک کوه چي ستا میرمني خوراک یا څښاک ور څخه کړی وي  ترڅو مینه او محبت مو زیات سي حضرت عائشه رضي لله عنها فرمايي زه به په حیض کي وم په یو لوښي کي  به مي اوبه و څښلي  بیا به مي هغه لوښي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ورکړل نو له هغه ځایه څخه به يي اوبه و څښلي کوم چي ما به څښلي وې. رواه مسلم 
 
۲۰ . د کور څخه د وتلو په وخت کي کله کله خپله میرمن مچوه 
عائشه رضي لله عنها فرمایي رسول کریم صلی الله علیه وسلم چي به کله لمانځه ته وتی نو ځني بي بي ګاني به يی مچولې او بیا به يې اودس نه تازه کاوه . (دارقطني، ابن حبان)
 
۲۱ . د ستړیا په حالت کي د  خپلي میرمني مراعات کول
په خاص ډول بیا د حیض ، نفاس ، او حمل په حالت کي د ښځي مراعت کول، ځکه ښځه په داسي حالاتو کي ناروغه شمیرل کیږي لکه ډاکټران چي هم وايي . 
 
۲۲ . د میرمني زړه خوشاله لره
 ځکه هغه د ډیرو سختیو او ستونزو سره مخامخ کیږي نو دا عاطفې او خواخوږی ته ضرورت لري چي ددې څخه دردونه لیري سي او د مات زړه جبیره يي سي.
 
۲۳ . د مېرمني خبري ته ښه غوږ نیسه
 نبي کریم صلی الله علیه وسلم د عائشي رضي لله عنها خبرو ته غوږ نیولی وو کله چي هغې د هغو ښځو یادونه کوله چي په یو مجلس کي يې د خپلو خاوندانو اخلاق بیانول .
 
۲۴. په خپله کورنۍ باور او اعتماد کوه
د شک او ګمان څخه لیري اوسه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د هغه سړي په اړه به ما ته څوک عذر وړاندي کړي چي هغه زما کورنۍ ته ضرر او تکلیف رسوي؟ په الله پاک دي مي قسم وي زه د خپل اهل او کورنۍ څخه د خیر پرته بل څه نه پېژنم! (بخاري)
 
۲۵ . په خوړو او نور څه کي عیبونه مه ښکاره کوه .
ابو هریرة رضي لله عنه فرمایلي دي : نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله د خوړو عیب نه دی بیان کړی که به يي اشتها وه وبه يې خوړل که به يې اشتها نه وه نو پرې به يي ښودل. (رواه البخاري)
 
۲۶ . د خلګو په مخ کي  پر میرمني انتقاد او نیوکه مه کوه
امام شافعي رحمه الله فرمايي د خلګو په مخ کي یو چاته نصیحت او لارښوونه کول یو ډول توبیخ او زجر دی چي مقابل لوري یې و اوریدلو ته تیار نه دی .
 
۲۷ . د خپلي میرمني څخه ډیر وخت مه مسافر کیږه
کله ناکله پروا نه کوي د لږ وخت لپاره مسافر کیدل د زوجیت رابطه ټینګوي مګر د اوږد وخت مسافر کیدل دا د زوجیت رابطه له منځه وړي. 
 
۲۸ . د خپلي میرمني غیرت او احساسات مه را پاروه
هغه په دې ډول چي کله نا کله ورته ووايي زه بله ښځه کوم ، یا محبت ددې پرته له بلي ښځي سره ښکاره کړې ځکه دا کار ددې زړه ماتوي او صمیمت کمزوری کوي .
 
۲۹ . د جنجال په وخت کي تدبیر
کله چي ستا او میرمني ترمنځ پر یو شي باندي جنجال پیښ سي نو لاندي تدا بیر په کار واچوي :
 
• اعوذ باالله من الشیطن الرجیم ووایه .
• د مخکنیو اشتباهاتو په یادولو سره د اختلاف دائره مه غټوه .
• مباحثه د یوه وخت څخه بل وخت ته اړوه .
• که درته معلومه سي چي ته پر خطایې نو خپلي میرمني ته عذر وړاندي کړه.
• دا خبره په ذهن کي ولره هغه څه چي ته يې په غضب کړی يې دا یو نا چیزه کار دی . په دې نه ارزي چي ستاسو د ګډ ژوند چاري خړي پړي کړي . 
 
۳۰ . وخت په وخت خپل سلوک او روش ته تغیر ورکوه
مطلوب یوازي دا نه دی چي ستا میرمن دي په خپل سلوک کي تعدیل راولي او ته پر خپل سلوک ثابت پاته سې . 
 
۳۱ . د اختلاف راوستونکو خبرو څخه ځان ساته
کوښښ کوه دداسي وینا یا کړني څخه ځان وساته چي ستا سو ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي که څه هم ته پدي کار سره ټوکي کوې .
 
۳۲. د مېرمني سره د محبت تعدل وساته
د خپل مور او پلار او د کورنۍ د نورو غړو سره هم خپل محبت جاري ساته، د یوه طرف په مقابل کي پر هغه بل طرف تیری مه کوه. هر حقدار ته په ښه انصاف او ښه اندازه سره د هغه حق ورکوه.
 
۳۳ . خپله میرمن پدي سره پوه کړه چي زه ستا په حق کي افراط نه کوم
کله چي حضرت عائشې رضي لله عنها ام زرع او د هغې د خاوند قصه چي د ام زرع سره يي نیکي کوله ، مګر بیا یې هم هغه طلاقه کړه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وکړه نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې ته وفرمایل زه ستا لپاره داسي یم لکه  ابو زرع د ام زرع لپاره مګر زه تاته طلاق نه درکوم .
 
۳۴ . خودخواه او ځان غوښتونکی د ځان څخه مه جوړوه
داسي ځان غوښتونکی مه جوړېږه چي تر ورکولو ډېر شیان ځان ته را کشوې او یا هر شی اخلي او یا څه نه ورکوې .
 
۳۵ . د خطاو او غلطیو په اصلاح کولو کي تلوار مه کوه
خویونه او عادتونه اوږده زمانه وروسته بدلون کوي، عادت ژر نه بدلیږي او کوچنی جرم مه غټوه .
 
۳۶ . د خپل کار او میرمني ترمنځ موازینه وساته
تر خپل ټاکلي وخت زیات وخت په خپله وظیفه مه تیروه او مه ټول وخت خپل کار ته ورباسه په خاص ډول بیا د هفتې په رخصتۍ کي نو د رخصتۍ په وخت کي خپله میرمن د خپله مجلسه څخه مه بې برخي کوه تر څو هغه د خفګان او دغت احساس ونه کړي .
 
۳۷ . د راحت اسباب ورته برابر کړه
خپلي میرمني ته د خپل طاقت سره سم د راحت اسباب برابر کړه. کله چي ته د کالو پریولو، اشپزۍ او داسي نور اسباب او وسایل ورته برابر کړې نو ستا میرمن تا او ستا اولادونو ته ښه فارغه کیږي .
 
۳۸ . د نظر ښکاره کولو اجازه ورکړه.
که ستا میرمن د یوې مفکوري او نظر څښتنه وي نو د نظر څرګندلو اجازه ورکړه لکه علمي بحث یا د آشپزۍ یا د خیاطۍ په هکله خبري کیږي نو په دې هکله خپله میرمن نظر څرګندلو ته و هڅوه داسي مه وایه چي زه ښه پوهیږم .
 
۳۹ . خپل مزاج هر وخت مه پر تحمیلوه او مه د مزدوري په سترګه ورته ګوره
 پر خپلي میرمني باندي خپل ځانګړی خوی او عادت مه تحملوه ځکه هر انسان د ځانګړي عادت او خوی خاوند دی.
 
۴۰ . د خپل منځي محبت دعا کوه
 تل دا دعا کوه چي  الله پاک ستاسي دوو په زړونو کي محبت او مینه واچوي.
 
اللهم بارک لهما و بارک علیهما و اجمع بینهما علی خیر . 
‎سرچینه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي خصوصي لیکنه
 
یادونه: ددې مقالې نقلول د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د نوم په یادولو جواز لري.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته