تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بد نظرۍ څوارلس زیانونه
 
  February 10, 2017
  0

 د بد نظرۍ څوارلس زیانونه

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

نامحرمه ښځي ته کتل یا نامحرمه نارینه ته د ښځو کتل حرام دي او ددې ۱۴ زیانونه په لاندي ډول دي:

۱: د الله عزوجل نافرماني:
بد نظري (نامحرمو ته کتل) د الله جل جلاله په حکم سره حرامه ده: قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ. (سورة نور: ۳۰)
(ای نبي صلی الله علیه وسلم) تاسي ایمان لرونکو ته وواياست چي خپل نظرونه کښته وساتي یعني نامحرمو ښځو او هلکانو ته مه ګورئ. (نارینه او ښځو دواړو ته حکم سوی دی، ښځو ته حکم: وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ).

۲: په امانت کي خیانت کوونکی:
بد نظري کوونکی د الله تعالی په امانت کي خیانت کوي الله تعالی فرمائي: يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ. (سورة غافر:۱۹)
الله تعالی د سترګو په خیانت او د زړه په رازو خبر دی.

د خیانت د لفظ نازلیدل دا راښي  چي موږ د خپلو سترګو مالکان نه یو پدې خاطر د مالک د امر پر خلاف سترګي استعمالول یا جسم ته تاوان رسول یا د منځه وړل رواه نه دي. که موږ د خپل جسم او ځان خاوندان وای نو د هر قسم رد و بدل حق به مو درلودای ځکه چي مالک ته په خپل ملک کي د هر رد و بدل اختیار وي . د الله وبنده ګانو ته دا اختیار نه ورکول دا دلیل دی چي دا بدن زموږ سره د امانت دی، او د مالک په امانت کي خیانت لوی جرم دی. څوک چي بد نظري (نامحرمه ته ګوري) هغه د الله تعالی په ورکړي نعمت کي خیانت کوي او خیانت کوونکی د الله تعالی دوست نسي کیدای.

۳:  د لعنت د خطاب مستحق ګرځي:
لَعَنَ اللَّهُ النَّاظِرَ وَالْمَنْظُورَ إِلَيْهِ . رواه البیهقي مرسلاً
روایت دی چي: الله تعالی دي پر ناظر (کتونکي )او منظور (ځان ) ښکاره کوونکي درواړو باندي لعنت وکړي.

یعني څوک چي بد نظري کوي پر هغه دي هم د الله تعالی لعنت وي او څوک چي د بد نظرۍ د پاره ځان مخته کي خپل حسن ونورو ته د بدنظرۍ د پاره ښکاره کوي پر هغه دي هم د الله تعالی لعنت وي .

۴: احمق او بې عقل بلل کیږي:
حضرت حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمت الله علیه فرمائي چي داسي خو هره ګناه د بې عقلۍ دلیل دی چي دومره لوی مالک ناراضه کوي ، د چا قبضه کي چي زموږ ژوند او مرګ ، تندرستي او نا جوړي ، راحت او سکون ، ښه خاتمه او بده خاتمه ده ، که چيري ددغه ډول انسان عقل صحیح وای نو هیڅکله ئې ګناه نه کول لیکن فرمائي چي بد نظري خو بیخي د بیعقلتوب ګناه ده ځکه نه ورسره لیدل، نه ورسره تلل ناحقه خپل زړه بې قراره کول دي . 

په لیدلو سره هغه حسن نه خپل کیږي مګر زړه ناقراره سي او د هغه په یاد کي بې قراره وي.

مسلمان ته تکلیف ورکول حرام دي نو څوک چي بد نظري کوي دی خو هم مسلمان دی ، دی په بد نظري کولو سره خپل زړه ته تکلیف ورکوي غم ورکوي بې قراره کوي ئې لهذا لکه څنګه چي بل مسامان ته تکلیف ورکول حرام دي همدارنګه خپل زړه ته غم ورکول ، تکلیف ورکول ، بې قراره کول به څنګه جائز وي ؟ 

۵: د الله تعالی د غضب او  لعنت مستحق ګرځي:
اوس که یو څوک ووائي چي د ښځو په کتلو سره زړه ته غم رسیږي لیکن د نظر په حفاظت کي خو هم زړه ته غم رسیږي او په زړه کي ارمان وي چي څنګه به وي ؟ ددې جواب دا دی چي په لیدلو کي چي څونه غم وي هغه ډیر زیات دی او د نه لیدلو غم ډېر وي ځکه چي که دي ولیدله نو خبر سوې چي د هغې ښځي ښائست داسي دی . نو دا غم د معلوم حسن به ډیر سخت وي او زړه به بې قراره او بي راحته وي او که دي د سترګو حفاظت وکی نو دا به د نامعلومه حسن حسرت وي چي ندي ورته وکتل نو لږ ارمان او سپک غم به وي او ډېر ژر به تېر سي او ژر هیریږي او په دې لږ تکلیف سره چي د ایمان کوم خوږوالی مسلمان ته په لاس ورځي هغه ته د ټولي نړۍ خوندونه هیڅ دي! خو نامحرم ته په کتو سره انسان د معصیت سره مخ کیږي، د لعنت او غضب مستحق ګرځي. 

۶: زړه کمزوری سي:
د بدنظرۍ څخه هر وخت د هغه د ښائست خیالونه راګرځي او په زړه کي یو کشمکش وي چي په هغه زړه کمزوری سي او په دې سره حواس خمسه ټول په حرکت راسي.

۷: طبي نقصان- غدې او مثانه پاړسوب پیدا کوي:
په بد نظري سره غدې او مثانه پاړسوب پیدا کوي چي په هغه سره ژر ژر د بولو ضرورت پیښږي .

۸: د سرعت انزال مریض ځني جوړسي:
د بد نظرۍ په ذریعه شهوت په حرکت راځي او تر مني پوري ګرمي رسیږي چي د هغه په خاطر د سرعت انزال ناجوړي ورپيښه سي او دا سي سړی د میرمني حقوق نسي ادا کولای نو ځکه د خاوند او میرمني په مابین کي اختلاف پیداسي او کورنی ژوند ئې برباد سي. 

۹: په نا شکرۍ مبتلاسي :
د بد نظرۍ څخه ناشکري پیداسي ځکه چي کله کله راز راز شکلونه وویني نو خپله مېرمنه بده ورته معلوميږي او په ناشکري کي واقع سي چي وای ماته ښائسته میرمن نه ده راکړل سوې او څوک چي پرهیزګاره وي نو نورو ته نه ګوري نو هغه ته خپله وچي ډوډۍ هم وریجي او غوښي معلومیږي او د الله تعالی پر نعمت باندي شکر کوي.

۱۰: بینايي ته نقصان رسیږي:
 په بد نظري سره د سترګو دید ته هم تاوان رسیږي ځکه چي د سترګو شکر دا دی چي د نظر حفاظت څوک وکړي او په شکر سره نعمت ډیریږي.

۱۱: د زړه خانه خرابه سي:
او د بد نظر د حفاظت تر ټولو لوی انعام د الله تعالی قرب او خاص تعلق دی د لیلی څخه د نظر ساتل د مولی د حاصلولو سبب دی . او په بد نظري سره د الله تعالی څخه دومره لیري والي راځي که ورته معلومه سي نو سړی به هیڅکله بد نظري ونه کړي.

۱۲: د زړه مرض انجائنا ورپیښ سي:
په بد نظري سره په زړه کي انجائنا (د زړه یو ناجوړي ده ) پیداسي ځکه چي زړه په کشمکش کي مبتلاسي حسن يي خپل  طرف ته کشوي او د الله تعالی بیره یې هم کشوي په دې کشمکش سره د انجائنا مرض پیدا کیږي...

۱۳: شرمګاه یې محفوظه نه پاتیږي:
د بد نظرۍ سره شهوت په حرکت راځي د کوم ښائست په لیدلو سره چي ګرم سو که هغه په لاس ورنه سي نو د شهوت اور د سړلو لپاره په بد رنګي سره مخ تور کي ، ګرم سو یو ځای او سوړ سو بل ځای، د بد نظرۍ وروسته د شرمګاه حفاظت ناممکنه دی!
ځکه نو الله تعالی تر (يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ) وروسته د (وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ) ذکر کړی نو معلومه سوه چي د چا نظر محفوظ پاته سو د هغه شرمګاه هم وساتل سوه او د چا چي نظر محفوظ نه وي شرمګاه یې هم محفوظه نه پاتیږي.

۱۴:  د مشت زنۍ په مرض اخته سي: 
بد نظري مني د خپل ځایه ښوري یعني د ملا د تیر څخه را ووزي او د مني دا خاصیت دی چي بیرته نسي تلای لکه څنګه چي د بوزې غولانځي ته بیرته شدې نسي تلای نو مني هم چي خپله مخ ته راسي بیا بیرته نسي تلای ځکه نو اوس په یوه طریقه نه په یوه طریقه راوزي که څه هم په حرام موقع وي.  

د بد نظرۍ بد بختي ده چي بیا د حلال او حرام فرق نه پر کیږي . لهذا یا به د یوې ښځي سره مخ تور کړي یا به د یوه هلک سره په بد فعلي کولو سره ذلیله سي او که څوک په لاس ورنه غلل نو به په لاس مني خارجوي ځکه چي مني بیرته شاته نسي تلای چي دا عمل بیخي مبغوض عمل دی یعني موټ وهل حرام دی چي په نوی نسل  کي عام سوی دی .

په حدیث شریف کي پر دې هم سخت عذاب دی ، که څوک په لاس باندي مني راوباسي د قیامت په ورځ به د هغه په لاس کي حمل وي (ناکح الید) یعني د لاس سره نکاح کوونکی . چي په حدیث شریف کي لعنت راغلی دی . لهذا په حرامو موقعو کي شهوت پوره کول خو حرام دي. 

(حلال هم ډېره مه استعمالوه کنې صحت هم خرابیږي او په ذکر او عباداتو کي هم خوند نسي اخستلای او اولاد هم کمزوری پیدا کیږي.)
 
ددې لیکني پوره تفصیل په لاندي لینک لوستلای سی: 
ماخذ: د بد نظرۍ ۱۴ زیانونه/ مولاناشاه حکیم اختر صاحب رحمه الله
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته