تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د داعي یا بلونکې مسولیتونه
 
  October 4, 2015
  0

لیکنه: ح. نوري


۱-  د خپل دعوت په هکله علم:
د داعي لومړني مسؤلیت دا دی چي باید د خپل دعوت په هکله ښه علم ولري او پدې پوه وي چي خلګ څه ته رابولې، او پدې پوخ باور ولري چي بلنه يي د اسلام لوري ته ده، او اسلام هغه مکمل نظام دی چي د انسان ټول اعمالو، د الله تعالی او مخلوقاتو په هکله عقیده ، تصور او عمل ټول تنظیم او اداره کوي. هغه علوم او معلومات چی دین راته راوړیدي د پیدایښت له لومړیو نه د دنیا تر پایه دوام لري، او پدې کي د رسولانو (علیهم السلام) رسالتونه ، جنت او دوزخ ټول شامل دي. 

اسلامي  شریعت د ځمکي پر مخ د انسانانو ټول اعمال او تصرفات تنظیموي، مشکلات ئي حل او اړتیا وي يي پوره  کوي.

اسلام کامل او شامل نظام دی، ددې نظام په اړه بشپړ علم درلودل اسانه خبره نده ، او ددې پراخ علم په ټولو حقایقو پوه درلودل د لویو او عظیمو علماوو او فقهاوو کار دی ، له همدي ځایه ده چي هر داعي باید  د پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلي، بي علمه په هیڅ دیني امر اعتراض ونکړي ،بی دلیله ګوته ورته ونه نیسي ، بې علمه او پرټولو ابعادو له پوهي پرته په هیڅ مسئله کی د فتوی جرأت ونکړي، تر هغي پوري د کوم کار امر او نهي ونکړي  ترڅو ئي چی پدې علم او باور نه وي راغلی چي دا د الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم امر او نهي ده.

الله تعالی فرمايی:  ( قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) . ۱
ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) چې دغه ( ايمان اوتوحيد ) لاره زما ده چې ( ټينګ پرې ولاړيم او ) بولم زه ټول خلك طرف ( د توحيد) دالله ته په بيان ( او ښكاره دليل ) سره ( هم ) زه او ( هم هر) هغه څوك چې متابعت پيروي كوي زما. او پاك دى الله ( له شركه او ولده اونوروعيبونو) اونه يم زه له شریک نیوونکو (په الله پوري) .

داعي ته لازمه ده چي امور او مسايل په دقیقه توګه درجه بندي کړي، ددین اصول باید د خپل دعوت اساس وګرځوي او په اجتهادي امورو کی دا په ګوته او توضیح کړي چی دا هغه شیان دي چي د اختلاف احتمال او جواز پکښي وجود لري او پدي ډول مسایلو کی علمي او نرمه مناقشه وکړي.

۲- پرخپل دعوت عمل 
د داعي دوهم مسولیت دا دی چي باید په هغه څه له نورو نه مخکي عمل وکړي چی نورو ته يي د کولو بلنه ورکوي، که خلګ خیر ته راغواړي نو باید لومړي پخپله  عمل ورباندي وکړي او که له کوم شر نه ئي نهي کوي نو باید خپل ځان هم په عملي توګه ورنه خوندي وساتي .

 الله تعالی فرمايي: (أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ).  ۳

ايا امرکوئ تاسې نورو خلقو ته په نيکۍ سره او هيروئ ځانونه خپل حال دا چې تاسې لولئ کتاب (چې په کې د قول اوعمل په نه سمون وعيد دى )ايا نو تاسې نه پوهيږئ (د خپلو افعالو په بدۍ ) .

الله تعالي د شعیب (علیهم السلام ) د قوله فرمائي : (أوَمَا ُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلا الإصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ) . ۵
ژباړه : او نلرم اراده ددې چې مخالفت وكړم له تاسې ( اوراشم ) هغه كارته چې منع كوم تاسې له هغه كاره اراده نه لرم زه مګر د اصلاح ( ستاسې ) څوچې توان كيږي زمااونه دى توفيق زما( په اصلاح ستاسې كې ) مګر په ( هدايت نصرت د) الله خاص په همدغه الله توكل كړى دى ما او د همده په طرف رجوع كوم .

۳- ددعوت اجر یوازي د الله تعالی نه غوښتل
داعي وظیفه لري چي د خپل دعوت په بدل کي د چانه عوض ونه غواړي ، د اجر او ثواب طمعه ئي یوازي له الله تعالي څخه وي ، الله تعالي فرمايي: ( قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ) ۷  . 
ژباړه: ووايه ( اى محمده ! دوى ته ) نه غواړم زه له تاسې پدې ( قرآن يا تبليغ ) ځانته هيڅ اجر ، اونه يم زه له تكليف كوونكيو نه ( په جوړولو د قرآن كې له ځانه ) .

د دې لپاره چي د دعوت په مسئله کي تورن او متهم نشي، مخالفینو ته  د تبلیغاتو وسیله په لاس ورنشي او دا ونه ویل شي چي د بلني او دعوت هدف ئي دنیا او متاع ده ، الله تعالي خپلو ټولو رسولانو علیهم السلام ته امر کړی دی چي ووائي :

( وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ الْعَالَمِينَ) ۹
ژباړه:  اونه غواړم زه له تاسې نه په دغه تبليغ باندې هيڅ اجر، نه دى اجر زما مګر په رب ( پالونكي ) د عالميانو دی .

د انبیاء او رسولانو (علیهم السلام) پیروان باید د دعوت په هر ګام کی د هغوي په پله پل کیږدي، اقتداء ورپسي وکړي ، دعوت ئي صرف د الله تعالي د دین پخاطر وی ،له الله تعالي نه پرته د هیچا نه د بدل او اجر طمعه ونلري که داسي وکړي نو دعوت به ئي بریالی ،خبره به يي  منل شوي، له تور او شک نه به په امن وي.

۴- صبر او مقا ومت 
داعي ته ضروري ده چی صبر ولري ،او مشکلاتو په وړاندي له زغم نه کار واخلي ،ځکه د الله تعالي لوري ته بلنه له کړاو نه خالي نه وي، له هر رسول (علیه السلام ) سره دښمني شویده، ورقه بن نوفل رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ویلی و: (لَمْ يَأْتِ رَجُلٌ قَطُّ بِمَا جِئْتَ بِهِ إِلاَّ عُودِىَ‍‍) .  ۱۱
ژباړه: هر چا چي ستا په شان دین راوړی له هغه سره دښمني شویده.

الله تعالي فرمايي : (وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا) . ۱۲
او همداسې ( لكه چې كفارمې ستا دښمنان ګرځولي دي) گرځولى ؤ مونږ( پخواله تانه ) لپاره د هر نبي دښمن له مجرمانو ( كفارو څخه نو صبر وكړه په شان د نورو انبياؤ) او كافي دى رب ستا لارښوونكي او ښه مرسته كوونكى ( په دښمنانو)  .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : (أَشَدُّ النَّاسِ بَلَاءً الْأَنْبِيَاءُ ثُمَّ الْأَمْثَلُ فَالْأَمْثَلُ) . ۱۴
ژباړه : له ټولو نه سخت ازموینه د نبیانو (علیهم السلام) وي،ورپسی د هغو چي درجه ئي لوړه وي همداسی په ترتیب سره....

له همدي کبله ده چي الله تعالي صبر او د حق توصیه او په نیکي  امر او له بدي نه نهي یو ځاي ذکر کړیدي، الله تعالي فرمايي : 
 
(وَالْعَصْرِ (١)إِنَّ الإنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (٢)إِلا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ) (٣) . ۱۵
 ژباړه : قسم په عصر، چې بيشكه انسان خامخا په زيان كې دى ، مګر (خو زيانكاران نه دي ) هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى اوكړي يې دي ښه عملونه . اووصيت يې كړى وي يوله بله په حقه سره (چې ايمان دى) اووصيت يې كړى وي يوله بله په صبر ( په طاعت اومصيبت اوله معصيت )  .

الله تعالی د لقمان (علیه السلام) په قصه کي راوړیدې چی هغه خپل زوی ته داسي  نصیحت کوي: 
( يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ) . ۱۷
ژباړه : زویکیه ! لمونځ کوه، په نیکیو امر او له بدیو منع کوه او صبر  کوه په هغه مصیبتونو چی در رسیږي، په تحقیق سره چی صبر له لویو او مهیمو کارونو څخه دی  .

د تاریخ په اوږدو کي د الله تعالی رسولانو (علیهم السلام)  د کفارو، منافقانو او جاهلانو له لاسه ډیر تکلیفونه لیدلی دي.

د رسولانو امام ، د ټولو مخلوقاتو سردار حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د مشرکانو ، یهودانو ، نصرانیانو او منافقانو له لاسه زیات کړاونه ګاللي دي. 

همدا راز د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) غوره اصحاب (رضی الله عنهم) هم  ځوریدلی دي ، ابوبکر الصدیق او عمر الفاروق (رضی الله عنهما )ته خو ان تر ننه هم بد، رد او ناوړه خبری ویل کیږي . مطلب دا چي د الله تعالی د لاري داعي حتمآ ځورول او له مشکلاتو سره مخ کیږي ، که صبر او زغم ئي درلود نو خپل دعوت به جاري وساتي که زغم ئي نه درلود، کمزوري او بی مقاومته شو نو حتما به دعوت پریږدي او دا احتمال هم شته چی داعي د جهل له مخي داسي معامله غوره کړي  چي مناسبه نه وي او دعوت ته رابلونکو باندي تیرې وکړي او خپله لاره بدله کړي.

۵- د خلګو د هدایت هیله 
داعی باید دا هیله او تمه ولري چي خلګ هدایت او په نیغه لاره برابر شي، د الله تعالي لوري ته بلونکي ته لازمه ده چي د کفارو د ایمان او حق ته د راتګ هیله ولري ، او د همدي هیلي د تحقق لپاره کار وکړي زموږ سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو کفارو د ایمان هیله درلوده او دا چي کفار په اسلام نه مشرفیدل دده مبارک زړه به ډیر غمجن ؤ، دومره غمجن چي الله تعالي ورته و فرمایل : (فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا) . ۱۹
ترجمه:  نوښايي چې ته وژونكى يې د نفس خپل په دوى پسې كه رانه وړي ( دوى ) ايمان په دې خبره ( قرآن نو ته ځان وژنې ) له ډيره غمه  .

الله تعالی د رسولانو سردار صلی الله علیه وسلم داسي ستاینه کوي:
 (لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ) . ۲۱
خامخا په تحقيق راغلى دى تاسې ته يو رسول له جنسه ستاسې چې ډير سخت دروند دى پرده باندې هغه كار چې تاسې تكليف مومئ ( له هغه ) ډير حرصناك دى په ( هدايت د) تاسې خاص پرمؤمنينو باندې نهايت شفيق ډيرمهربان دى  .

الله تعالی فرمایی:  (إِنْ تَحْرِصْ عَلَى هُدَاهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي مَنْ يُضِلُّ وَمَا لَهُمْ مِنْ نَاصِرِينَ) . ۲۳
ترجمه: كه ته ډيرحرص وكړې ( اى محمده ! ) په هدايت ( لاره ښونه د دوى ) بيشكه چې الله نه ښيي لاره ( د هدايت ) هغه چاته چې ګمراه كوي ( يې ) او نه به وي دغو ګمراهانو ته هيڅ له مددګارانو( داورله عذابه منع كوونكى ) .

داعي چی د خلګو د هدایت هیله ولری نو د حق خورولو او نیغی لاری ته د نورو په رابللو او برابرولو کښي هیڅ کوښښ نه سپموي ، دې هدف ته د رسیدو لپاره له هري ممکني وسیلي نه کار اخلي او د هر مشکل په وړاندي صبر او مقاومت کوي ،او که د نورو د هدایت هیله او فکر ونلري ، نو بیا ئي پدي لاره کي ډیره دلچسپی نه وي، که ته د یوه مسلمان لپاره دا خوښ کړي چی هغه دي حق ته غاړه کیږدي ، نو حتماً به هڅه کوي چی په پوره اخلاص ،صبر او حوصلي سره هغه دی لاری ته برابر کړي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
----------------------
نوري لیکني: دعوت
 
-------------------
۱: سورت یوسف، ایت ۱۰۸
 
۲: تعلیم القران . ص ۳۹۴   
۳: سورت البقرة ، ایت ۴۴  
۴: تعلیم القران . ص ۱۱  
۵: سورت هود ، ایت ۸۸  
۶: تعلیم القران . ص ۳۶۸  
۷: سورت ص ، ایت ۸۶  
۸: تعلیم القران . ص ۷۳۱  
۹: سورت الشعراء ، ا یت ۱۰۹   
۱۰: تعلیم القران . ص ۵۹۲  
۱۱: مسلم ، جز ۱، ص ۹۷  
۱۲: سورت الفرقان ، ایت ۳۱  
۱۳: تعلیم القران . ص ۵۷۸  
۱۴: صحیح البخاری ، جز ۱۴، ۲۴۵  
۱۵: سورت العصر ، ایاتونه ۳-۱  
۱۶: تعلیم القران . ص ۹۵۶
۱۷: سورت القمان ، آیت ۱۷  
۱۸: تعلیم القران . ص ۶۵۸  
۱۹: سورت الکهف ، ایت ۶  
۲۰: تعلیم القران ، ص ۴۶۸  
۲۱: سورت التوبة ، ایت ۱۱۸  
۲۲: تعلیم القران ، ص ۳۲۷  
۲۳: سورت النحل ، ایت ۳۷  
۲۴: تعلیم القران ، ص ۴۳۱  
 

سرته