تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په محفلونو کي د ښځو د وتلو ګناهونه!
  تعلیم الاسلام
  August 14, 2017
  0

 رالېږونکی: خلیل احمد عمري

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د کلي، قبیلې او خپلوانو ښځي په ډېرو مجلسونو او محفلونو کښي سره جمعه کیږي لکه د کوچني د سنتېدو رواج، عقیقې رواج، د کوچني د پیدا کېدو رواج او نوري ښادۍ او خوشحالۍ، او همدارنګه د دې مېلو او مجلسو څخه علاوه بې مطلبه چي یې هر وخت زړه وغواړي، چي ډېري ورځي تېري سوي دي چي فلانۍ مي نه ده ليدلې، نو فوراً ریکشه یا ټیکسي  را وغواړي روانه سي، یا څوک مریض سي د هغه د پوښتني لپاره ولاړه سي، یا یو ځای خوشحالي او ښادي وي د مبارکۍ لپاره ولاړه سي. بعضي ښځي داسي ازادي وي چي بېله دې چي په یوه پرده ناکه شي کي ولاړي سي، مثلاً ټیکسي یا بل شی، د دغه پر ځای په پښو ځي. بس چي شپه سي د تګ خیال یې سي. فقط دومره اجازه سته چي کله کله د مور او پلار د لیدو لپاره تلای سي او د هغه قریبانو کور ته چي د دې محرم وي (د یوه ضرورت لکبله) هم تلای سي... 
 
افسوس چي پر دغه حکم په اکثرو ځایونو کښي عمل نه دی سوی، بلکه ناروا يې نه بولی بالکل یې روا بولي. او حال دا چي د دې بې باکۍ په وجه دغه ټولي خرابیاني منځ ته راغلي دي.
 
 مطلب دا چي در معلومه سوه چي بې پردګي حرامه ده نو باید بالکل پاته او پرېښوول سي او توبه ورڅخه کول په کار ده. دا خو د شریعت حکم دی، اوس د دغه کار خرابۍ ، بدۍ او ګناهونو ته وګورئ:
 
کله چي په کلي او قبیله کي دا خبره مشهوره سي چي په فلاني کور کښي خوشحالي ده نو:
 
۱- هري ښځي ته د نوي او قېمتي کالو فکر ور پیدا کیږي، یو وخت یې د خاوند څخه غواړي، یا بزاز و دروازې ته رابولي او په پور يې ځني غواړي یا په سود پيسې پيدا کوي رانیسي یې او که څه هم خاوند یې وس ونه لري بیا یې هم ځني غواړي، خو دا ښکاره خبره ده چي دغه کالي صرف د فخر او ښکاره کولو لپاره جوړیږي، چي د دې په باره کي په حدیث کښي راغلي دي چي دغسي چا ته د قیامت په ورځ د ذلت او ذلالت جامې ور اغوستل کیږي. ( مشکاة، ص‍۳۷۵ ).
 
۲- دوهمه ګناه یې د مال مصرفول او اسراف دی چي حرامه او لویه ګناه ده.
 
۳- د خاوند څخه د ده تر طاقت پورته شی غوښتل او ده ته تکلیف ور رسول (دا بله ګناه ده).
 
۴- د بزاز (کالي خرڅوونکي) سره چي غیر محرم دی، بېله ضرورته خبري کول او د راکړي ورکړي په وخت کي د لاسو ښکاره کېدل.
 
۵- که یې په سود سره اخیستي وي نو د سود ورکول دا بله لویه ګناه ده.
 
۶- که خاوند د دې خرڅونو پوره کول غواړي نو اکثره د حلالي دنیا په حاصلولو دا فرمایشونه نه پوره کیږي نو حرامه دنیا پیدا کوي.
 
۷- بل غضب دا دی چي د هري خوشحالۍ لپاره جلا، جلا کالي کوي او هغه بیا کفایت نه کوي. ځکه چي بیا نوري ښځي پېغور ورکوي، چي خواري مسکیني ته خو بله جوړه نه لرې او دغه یوه جوړه کالي هر وار اغوندې. نو چي کله دوهمه جوړه کوي نو پورته ګناهونه بیا تکراریږي او د ګناهونو تکرار بیا بله ګناه ده.
 
دا خو د کالو ګناهونه وه، بیا یې زېوراتو، بنګړو او داسي نورو شیانو ته فکر سي:
 
۸- که یې خپل نه درلودل نو د بل چا څخه یې په خواست غواړي او بیا ځان داسي ښکاره کوي، چي دا مي خپل دي او دا یو قسم فرېب او درواغ دي.
 
په حدیث شریف کښي راغلي دي چي څوک پر دی شی داسي ښکاره کړي چي زما دی او هغه بالکل د ده نه وي نو د دې مثال داسي دی لکه څوک چي د درواغو او فرېب دوې جامې واغوندي. (جمع الفوائد،ج‍ ۲، ص‍۱۵۳).
 
۹- اکثره زېورات داسي وي، چي د لیري څخه يې شرنګی اورېدل کیږي، هغه په دې خاطر چي ټولي ښځي دې ته وګوري او د ږغ لرونکي زېوراتو په غاړه کول منعه دي او په حدیث کي راځي چي د هر سروز سره شیطان وي. (بستان العارفین،ص‍۱۹۱).
 
۱۰- د تلو او ځان تیارولو، غسل کولو او سینګار کولو په وخت کي دومره وخت لګوي چي لمونځ قضاه او یا یې مکروه وخت ته وځنډوي او نور مهم کارونه هم پاته وي، خو هیڅ فکر یې نه په خرابیږي. دا ګناه ده.
 
۱۱- د تلو په وخت کي یې ټکسي یا ریکشه والا د کور مخي ته ولاړ وي او دی نارې ور وهي چي ژر را ووزه او دا بیا هغه غریب ته پوچ او رد وايي او بېله کوم دلیله غریب ته ښکنځل کول ګناه ده.
 
۱۲- کله چي په موټر یا ریکشه کښي کښېنستله نو ستر ته فهم نه کوي، چادري یا پوړنی یې تر موټر را وتلی وي عطر او سینګار یې هم کړي وي او غیر محرم خلکو ته ځان ښکاره کوي، ځکه چي دا خو واده ته روانه ده او په حدیث کي راغلي چي کله ښځه داسي کار وکړي، نو دا ډېره بده ښځه ده (ترهیب و ترغیب للمنذري رح ص‍۳۵۹).
 
۱۳- اوس نو چي د مېلې او ساز و سروز کور ته را ورسېدله نو بېله اجازې او پوښتني هغه کور ته ور ننوځي او دا فکر ورسره نه وي، چي په کور کي به یو نامحرم څوک وي، په دې وخت کي اکثره د نامحرم سره مخامخ کېدل او سترګي په سترګو لوېدل او هم داسي بېله اجازې او تحقیق او معلومات نه کول، بله ګناه ده.
 
۱۴- کله چي کور ته ورسي نو که سلام اداء کړي خو ښه، مګر هغه هم نسته فقط سلام او یا فقط لاس پر تندي کښېږدي (په هندوستاني مسلمانانو کي رواج دی)، دا د سنت خلاف کار دی او د (وعلیکم سلام) جواب پر ځای نوري ښځي دا جواب ورکوي: خوشحاله اوسې، ژوندۍ اوسې، الله دي خاوند ژوندی ولره، خدای دي اوږد عمر در کړي... دا او د ټول کلي او قبیلې د خلکو او ښځو نومونه ورته اسانه دي مګر د سنت مطابق چي وعلیکم سلام دی او ټولي دعاوي په کښي نغښتي دي نه وايي او د سنت خلاف کار دا هم ګناه ده.
 
۱۵- تر دې وروسته نو مجلس شروع سي، د هغي شکایت، د دې غیبت، د هغي چغلي، پر دغي بهتان چي بالکل حرام او سخت منعه دي (خپل منځي نفاق هم رامنځ ته کوي). دا بله ګناه ده.
 
۱۶- د خبرو په منځ کي هره یوه د دې لپاره چي کالي زېورات او نور یې ښکاره سي نو په لاسو، پښو، ژبه او ټول بدن سره یې اظهار کوي او دا ښکاره ریاکاري ده، چي حراموالی یې په قران او حدیث ښکاره ثابت دی. دا بله ګناه ده.
 
۱۷- په همداغه حال کي بیا کوښښ کوي چي تر ځان یوه کمزورې او تر ځان کښته ور ښکاره سي نو بیا یې سپکه او خواره بولي، پر هغې لويي او تکبر کوي او د خپلو شیانو ښوونه کوي او په خبرو او عمل کي تکبر شروع کړي او په خوله سمه خبره نه کوي. نو دا ښکاره تکبر او ګناه ده.
 
۱۸- که یې نوري تر خپل ځان لوړي او پورته پيدا کړې نو حسد کوي.
 
۱۹: ناشکري کوي.
 
۲۰: او حرص غوره کړي چي دا ټولي لويي ګناوي دي.
 
۲۱- ډېر وخت په دې بې فائدې کار او عمل کي لمونځ هم قضا کړي او که نه نو مکروه وخت ته حتماً رسیږي.
 
۲۲- همدلته بیا یو او بل ته سره ګوري، کم خرافات او رواجونه چي یې راوړي وي، هغه هم زده کوي، او د ګناه زده کول او ورزده کول دا هم ګناه ده.
 
۲۳- دغه هم یو رواج دی چي سقاو (اوبه ګرځوونکی) چي کور ته راځي، دوی بندو خونو ته نه ځي او دا ورته وايي چي پرده پر مخ وغوړه، نو هغه پرده چي دی تګ، راتګ په کښي کوي دوی نه ویني، نو په قصد سره ځان په نامحرم لیدل دا هم ګناه ده. 
 
۲۴- د بعضو ښځو سره هوښیاران هلکان ۱۰-۱۲کلن وي چي بېله کومي پابندۍ ځي او راځي. یا هم د ځینو ښځو خاوندان یا وروڼه د خپلو ښځو طرف ته ځي دلته هم ستر نه مراعت کیږي. د هوښیار او غټ هلک څخه پرده کول په کار ده.
۲۵- د  ډوډۍ پر وخت بیا شور او غالمغال جوړ سي، هره ښځه څلور او پنځه هلکان تر لاس نیولي وي او ښه یې ماړه کړي، د کور والا د عزت خیال هم نه وي ور سره چي ډوډۍ کمه نه سي.
 
۲۶- کله چي بیرته د تلو وخت سي، نو چي د رېکشو او موټرانو ږغ واوري نو د یاجوج او ماجوج په ډول ور ځغلي او یو پر بله ور ټېله وهي او هره یوه غواړي چي اوله سپره سي، نو پر رېکشو او موټرانو یې هم سره جنجال وي دا بله ګناه.
۲۷- د رېکشې د کرايې پر وخت چي څو کوچنیان هم ور سره وي یوازي د ځان کرایه ورکوي.
 
۲۸- کله چي یو شی ورک سي نو بیا پر بلي یوې تهمت وایي او ځيني وخت سختي هم پر کوي. دا بله ګناه ده.
 
۲۹- بیا نو د دغه کور اکثره خلک چي په کښي خوشحالي ده په بې احتیاطۍ او تلوار او بعضي صرف د پټ، پټ کتلو لپاره په دروازه و کور ته مخامخ دریږي او ښځو ته ګوري، ښځي چي دی وویني چي ځوان لالا خو ولاړ دی، نو یوه هسي مخ واړوي، یوه د یوه شي بغل ته ودریږي، یوه سر ټیټ کړي، بس دغه ستر سو. دا هم ګناه ده. 
 
۳۰- د زوم او ورا لیدل او کتل فرض او برکت حاصلول بولي. لکه د ښځي بدن چي و غیر محرم ته کتل حرام دی، همدارنګه و غیر محرم ته د دې کتل بېله ضرورته منعه دي.(رواه احمد، والترمذي، و ابوداؤد، پرده شرعي، حدیث ۴۰، ص‍ ۱۰) .
 
۳۱- کله چي کور ته ولاړه سي نو تر ډېرو ورځو پوري د خوشحالۍ ته د راغلو ښځو عیبونه بیانوي، د کوروالا او د هغه د کارونو عیبونه بیانوي او داسي نور.
 
دا ډول نوري ډېري خرابۍ د ښځو په جمعه کېدو کي دي، نو اوس خپله فکر وکړه چي په یو کار کي دومره بې انتها خرابۍ وي هغه کار څنګه روا کېدی سي. نو په دغه سبب د دغه رواج بندول تر ټولو زیات ضروري دی. 
 
ماخذ: بهشتي زېور
مؤلف: حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه 
 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته