تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مشر جوړولو لوبه
  تعلیم الاسلام
  July 22, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

رالېږونکی: جاوید احمد سعادت

د مشر جوړولو لوبه:

دا هغه پروژه ده چي غربیانو د ددې لپاره پیل کړه چي د اسلامي نړۍ د خلګو سره د مقاومت او مخالفت روحیه ختمه او خپل اهداف په لنډ ډول او لنډو لارو ترلاسه کړي بې له دې څخه چي د سرونو د تاوان سره مخ سي، په لږ مال سره د قدرت لیونیان رانیسي. پخوا به غربیان خپل زامن او مالونه د لا سه ورکول د خلګو د دین او وطن سره د میني پر اساس د مخالفتونو سره به مخ کېده ، اوس همغه پروګرام د یو اخیستل سوي مشر په واسطه بې له دې چي تاوان وکړي د غولول سوو ملتونو په خوښۍ او ښه راغلاست ویلو سره یې عملي کوي.
 
د جوړ سوو مشرانو په لړ کي لومړني مشر مصفی کمال اتاتورک وو هغه وخت چي متجاوزو او یر غلګرو عسکرو د یوې نقشې او پروګرام د مخي د اتاتورک د لښکرو په مقابل کي خپله ماته ښکاره کړه مصفی کمال ځان د یو فاتح او قهرمان مشر په صفت مطرح او په ډیره بې حیایی سره یې د ترکیې د ولسي جرګې څخه غوښتنه وکړه چي د غازي لقب ورکړي او غولېدلي ملت هم نارې کړې چي:
 
آی ترکي خالده د عربي خالد تاریخ را ژوندی کړه.
 
اتاترک هغه کار په ډیره اسانتیا سره وکړ چي د ټولي اروپا فوځ نه سوای کولای او هغه د عثماني خلافت ړنګول وه چي د خلافت د ړنګیدو په نتیجه کي د اسلامي نړۍ په سیاست کي ډیر ناوړه بدلون راغلی چي د نیمي پیړۍ په تېرېدو سره یې هم موږ اوس بدي اغېزې وینو. 
 
د اتاترک څخه وروسته نور مشران هم جوړ کړل سوه چي ددې جوړو سوو مشرانو د مشرۍ په سیوري کي د یهودي دولت بنسټ کلک او تر اوسه ۷ چنده پراخ سوی دی چي بالاخره د اسرائیلو د دولت د قانوني کېدو لپاره یې هم زمینه برابره کړه چي د اخیستل سوو ځمکو اصلي خاوندان دې ته حاضر سول چي د اسرائیلي دولت سره د روغي ، جوړي تړون لاسلیک کړي.(۱)
 
د مشر د جوړولو لوبه امریکائي کړنه وګرځېده چي د ملتونو او ولسونو په هکله یې خپله دا لوبه د حالاتو او وخت مطابق کله د عسکري کودتاګانو او کله د حزبونو او تنظیمونو او کله بیا د ولسونو په ملاتړ سرته رسوي، روسانو هم په دې برخه کي د امریکایانو تقلید وکړ او په ۱۹۶۲ میلادي کال کي نژدې د کیوبا په مسئله کي دواړو ستر استعماري قوتونو ښکرونو اړم کړ او نتیجې ته ورسېدل او اوس په ګډه او مشترک ډول پورتني اسلوب استعمالوي که څه هم یو یې د ملاتړ او بل یې د مخالفت په کتار کي وي (مسلمانو ناخبرو ملتونو ته د خپل طرف څخه روزلي مشران جوړوي). 
 
---------------------
۱: مایلز کوبلاند وایي: دا چي موږ د سره کومک کوو هدف دا دی چي موږ دده څخه داسي یو عربي مشر جوړ کړو چي د خپل ملت او نورو عربو په وړاندي د احترام وړ وي، دده په توان کي وي چي داسي لوی خطرناکي پریکړي وکړای سي چي هغه د غالمغال او مخالفتونو باعث ګرځي لکه د اسرائیلو سره د روغي او جوړي پرېکړه او داسي نوري پريکړي. (مؤلف)  
 
ماخذ: اسلامي نړۍ نن سبا
مؤلف: دوکتور محمد علي جریشه
دا کتاب د ۱۹۷۰-۱۹۸۰ کلنو ترمنځ لیکل سوی دی.  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته