تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هیلو شتمنۍ
 
  June 15, 2015
  0

شاعر: حاجي غلام نبي سعید

 دنیــــــــــا واړه پریشاني ده مصــــــــیبت دی

دلته عيــش نسته هر عیش داخــــــــرت دی

یا د هیــــــــلو شتمـــــني وځـــــي له لاسه
یا بــــــــایللی ارمانونو خپل قـــــــــــــوت دی

ښایي وخت راســــره مل نه ســــــي تر ډېره
ژوندون هسي هم د څوشېبو مهــــــــلت دی

لوړي- لــــوړي ودانۍ مو کـــــــــــــړي وداني
اوس نو پاته د لـــــــحد لاندنی چــــــــــت دی

د زړګي په آیــــــــنه کي ورتــــــــه ګــــــــــوره
وړاندي څه وینې دوږخ دی که جـــــــــــنت دی
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته