تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چاپیریال ساتنه
  تعلیم الاسلام
  April 9, 2022
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

رالېږونکی: جاوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
چاپیریال ساتنه:
 
زیاتره موږ انسانان ټول شیان د ځان لپاره غواړي ا و ددې څخه هم ډېره زیاننمنه ده چي موږ خپل ځان د طبیعت او چاپیریال څخه بېل وګڼو.
 
دا مفکوره ددې باعث سوې ده چي انسان د طبیعت بې فکره او بې رحمانه ګټه واخلي. هم دې مفکورې انسان هڅولي تر څو یواځي خپلي اقتصادي ګټي په پام کي ونیسي په همدې بنسټ اړینه ده چي موږ انسانان د چاپیریال په باره کي نوې نظریه او مفکوره پیدا کړو او ددې کار لپاره اړینه ده چي د چاپیریال په اړه  لازمه پوهه لاس ته راوړو.
 
د چاپیریال پېژندنه:  
 
هغه څه چي موږ یې احاطه کړي یو او هغه څه چي موږ اغېز پر کوو او یا ځني اغېزمن کیږو زموږ چاپیریال تشکیلوي، لکه ژوندي موجودات، ژوي او بوټي، مایکرسکوپي موجودات او غیر ژوندي لکه غرونه، دریابونه، ځنګلونه او داسي نور. 
 
الف: د چاپیریال ساتنه  
 
د سرچینو د هر ډول کاروني په منظور او د هغې څخه په هر مشکل کي د ګټي اخیستني مخنیوي. د بیلګي په توګه یو ایکرو سیسټم د یوې سیمي پر عنوان (ساتل سوي ) اعلان سوې ده په دې صورت کي دغه سیمي ته یوازي مسؤل او ټاکل سوي افراد د ننوتلو اجازه لري.
 
ب: د چاپیریال څارنه د سرچینو څخه د سیمي او مسؤولانه ګټي اخیستنه
 
په دغه  حالت کي د سرچینو څخه په داسي ډول ګټه اخیستل کیږي چي لومړنۍ ځانګړتیاوي یې ساتل سوي پاته کیږي او په ټولنیز ډول د منځه نه ځي.
 
قوانین او د ژوند د چاپیریال اصول: 
 
ځیني قانوانین، چوکاټ او نومونه د چاپیریال څخه د ګټي اخیستني لپاره رامنځ ته کوي. د قانون او مقراتو د کارولو څخه ماسیوا د چاپیریال زیات کارولو سره زموږد چاپیریال غمجن او د ستونزو سره مخ کیږي.
 
دوه مهم امرونه چي د چاپیریال د قوانینو د وضع کولو پر وخت او د چاپیریال د نومونو څخه د ګټي اخیستني پر وخت په کار وړل کیږي عبارت دي د :
 
۱ اصیل احتیاط:
 
دا اصل وایي چي د ارزښت يو ګرام وقایه زیاته ده د یوه ګرام تداوي څخه.
 
او پر همدې اساس د اصل احتیاط څخه ګټه اخیستنه کولای سي د چاپيریال یو شمېر پیښي او ستونزي راکمي کړي دا اصل ټینګار کوي چي د چاپیریال په وړاندي سوچه تهدید او ستونزه وپېژندل سي او د زیانونو د کنټرول په موخه یې په مخنوي لاس پوري سي.
 
۲ د غورځولو په واسطه د ککړتیا رامنځته کېدنه: 
 
دا اصل وايي چي هر شخص د یو اقدام په واسطه طبیعت زیانمنوي او د هغه د غور ځولو او مصرف پر کولو مسؤل دی په همدې اساس چي د هیواد هر ښاري د چاپیریال  د ککړتیا سبب سي باید هغه جریمه کړل سي. 
 
د چاپیریال اخلاق:
 
د چاپیریال قوانین یوازي نه سي کولای چي سل په سله کي د چاپیریال د ضررونو څخه پر مخنیوی اغېز وکړي د چاپیریال د قوانین تر څنګ د چاپیریال په ملاتړ د چاپیریال ساتني او څارني په اړه عامه پوهاوي کولاي سي چي د چاپیریال د قوانینو په پلي کولو کي اغېزمن رول ولري.

 
• چاپیریال هم د پاته کېدو حق لري.
 
• موږ مسولیت لرو چي طبیعت د منځه تګ څخه وژغورو.      
• کله چي موږ وایو موږ کولای سو نو د چاپیریال پر نتایجو باید پوه سو.
 
• انسان د طبیعت یوه برخه ده.
 
غوره کامیابي په طبیعت غلبه نه ده بلکي د هغه سره جوړ جاړی دی.
 
• بهتره ده چي د ټولني د ډېرښت څخه مخنیوی وسي.
 
• غوره هغه ده چي نوي شیانو څخه ګټه واخیستل سي. 
 
• پریوتي باید بیرته تر لاسه سي.
 
د اسلام د نظره د چاپیریال ساتتني ارزښت:
 
د اسلام مبارک دین ښکلا او پاکي د الله جل جلاله د صفاتو څخه ګڼلې او په ډېره لوړه مرتبه او ارزښت ورته قایل دی.
 
د انسان څخه یې غوښتي چي په دغه الهي صفاتو ځان برابر کړي دغه الهي دین ټولو موجوداتو آن تر دې چي ډبري او لرګي ته یې هم حق ورکړی او د انسان څخه یې غوښتي چي د ټولو موجوداتو درناوی وکړي.
 
په قرانکریم کي د کلیمو او مفاهیمو کارول چي د طبیعت سره تړاو ولري د طبیعي موجوداتو په نامه د قرآن سورتونه ، په قرآن کریم کي په طبیعي عناصرو سوګندونه ، انسان سوچ او فکر ته رابلل د طبیعت په اړه او هغه څه چي په طبیعت کي دي ددې ټولو څخه د چاپیریال ساتنه او ارزښت څرګندیږي.
 
ماخذ: اسلامي تمدن
 
---------------------------------
چاپیریال پیژندنه او ساتنه
رارواني لیکني:
د چاپیریال ډولونه: 
الف: طبیعي چاپیریال 
ب: مصنوعي چاپیریال
ج: ټولنیز چاپیریال        
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته