تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا په یاد لره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2015
  0

 دا په ياد لره

۱) کله چي قهر درسي چوپ سئ ترڅو  هغه  عکس  العمل  مو  برداشت  کړى وي چي ممکن  ستاسو  ژوند ته  منفي  تغير  ورکړي  .

۲) پر هر چا مه بدګمانه کيږئ که نه نو په ژوند کي به دوست پیدا نه کړئ .

 
۳) د دنیا لپاره آخرت مه پرېږدئ او مه د آخرت لپاره دنيا پرېږدئ د هریوه حق اداکړئ او دومره څه ورته وکړئ څومره وخت چي په کښي تيروئ .
 
۴) هرځاى ته چي دكوم مقصد دپاره ځې هغه خپل مقصددي تعقيبوه په نورو كارونوكي خپل وخت مه لګوه.
 
۵) نیک او صالح انسان د علم تر حاصلولو وروسته عاجز او حليم سي او بد بخته انسان هغه دی چي د علم تر زده کړي وروسته د تکبر په رنځ اخته سي .
 
۶) د سترګو ساتنه وکړئ ځکه دا د زړه دروازه ده او ټول آفتونه د همدې لاري زړه ته ننوځي .
 
۷) د خلګو احسانونه او ښه  صفتونه بيانوه چي په  نتيجه كښي به ښه خلګ پر خپلو اوصافو  مستحكم سي او تاسو به احسان شناسه اوصفت پېژندونكي وګڼي او بد خلګ به د احسان او   صفت په ارزښت پوه سي .
 
تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته