تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عسل- د قران یوه علمي معجزه
 
  May 16, 2015
  0

 لیکنه: عبدالغفار جبیر

 
الله جل جلاله په قران کریم کي  شپاړسم سورت د سورت نحل (د مچمچۍ سورت) په نامه نومولی دی. 

د سورت نحل په (۶۷-۶۹) ایات کي الله جل جلاله فرمایي: 

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (۶۸) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ.

موږ و مو چمچۍ ته وحي وکړې چي خپل کورونه په غرو او ونو کي جوړ کړئ، او په هغه ځایو کي چي خلک ئې لوړ جوړ وي، بیا نو وخورئ تاسي (ای مچمچیو) له هرډول ميوو څخه نو ځئ (الوځی) په لاره د رب خپل په دغه حال کښي چي اسانه ده (خلاصه او صافه درته ښکاري). راوځي له ګیډو (نس) ددوی د څښلو (عسل) چي مختلف دي رنګونه ددې (عسلو) په دغه (عسلو) کي شفاء ده د پاره د خلکو بېشکه په دغو (مچمچيو اوعسلو کښی خامخا ډېر لوی حکمت دی) پر قدرت او حکمت د الله جل جلاله  د پاره د هغه قوم لپاره چي فکر کوي )اوپرغرایبو يې عقل چلوي).

دا اوس په عقل او پوهي ثابته سوه چي خالق جل جلاله د خپل مخلوق لپاره داسي

 قوانين او ملغلري رانازلې كړي دي چي د تل لپاره د انسانانو لپاره په ګټه دي، په ګټه وه او په ګټه به ئې وي. په قران كريم كي داسي ډېر اياتونه سته چي ساينس پوهان ورتهحيران دي او په نه پوهيدوئې اقرار كړی دى ددې مطلب دانه دی چي كه ساينس څه ثابته كړه نو موږ مسلمانانو ته د تائید وړ دي او كه ساينس ثابته نه كړه نو نعوذباالله موږ ئې نه منو، بلكه ټول مسلمان امت د قران کریم پر هر ایات باندي بېله کومي فلسفې او حکمت جوتلونه پرې ایمان او پوره یقین لري. 
 
د ساینس حقیقت

لومړى د ساينس هغه برخه ده چي پر درستو تجربو باندي ولاړه وي د قران كريم (حقایق)  سره هيڅ ټكر ونه لري دوهم  د ساينس خيالات او نظريات دي، او كه چيري يو ساينسي پلټنه د الله جل جلاله د كتاب سره په ټكر كي شي نو بيا دا و اسلامي نړۍ ته د منولو وړ نه ده. وبل لور ته وغير مسلمانانو ته د عقل او شعور لوړ معيارساينس دی،  او برعکس ومسلمان امت ته د فکر او عقل لوړ معیار وحي دي، نو هر څه چي وحي سوي دي، هغه حق دي اوهیڅ  شک او شبه پکښي نسته ؛ قران کریم په دې هم د الله کتاب دی چي ۱۴۰۰ کاله مخکي الله جل جلاله یو ایات نازل کړی دی او اوس ئې انسانان په لټه کي دي، او حال دا چي تر اوسه پوري ساینس پوهانو چي هرڅومره خپل عقل او د پوهۍ اسونه ځغلولي دي بیا هم د قران کریم د یوه ایات زرمه برخه ئې لانه ده څېړلې او په پایلو ئې تروس ووځي او په  دې اقرار وکي چي یقینا دا د الله جل جلاله کتاب دی او د انسان د فکر او شعور څخه دومره اوچت  لکه ځمکه اواسمان؛ نو په همدې سبب مسلمانان د خداى جل جلاله د كتاب هر ايات  د ساينس په هنداره كي روښانوي ترڅو حقيقت ورته روښانه او ايمان  راوړي.

 

 

اوس واعجاز القران ته وګوری

 

 

لوی څښتن تعالی جل جلاله په پورته ایت کي د مچۍ د پاره لفظ د مونث (ښځینه) ذکرکړی دی او دا لفظ د (أَنِ اتَّخِذِي) یعنی ونیسه ، جوړکه، چي دلته ضمير د مونث دی (ی) یعنی الله جل جلاله وښځینه موچمچۍ ته وایي، چي ته دا کورونه جوړ که، چي (۱۴۰۰) کاله وروسته ساینس پوهان په دې وتوانېدل چي دایي ثابته کړل چي کورونه د موچمچيو ښځینه ئې جوړه وي نه نر!
 
اوس که څوک څه په سر کي ماغزه ولري او د عقل څخه کار واخلي نو (۱۴۰۰ )کاله مخکي څوک په دې پوهېدې چي د موچمچيو نر کوم یو دی او ښځه ئې کومه یوه ده؟! حتی سل کاله مخکي ساینس پوهان نه په پوهېدل چي نرئې کوم دی اوښځه ئې کومه
 ده، چي دا د قران کریم یوه معجزه ده، چي ټولي نړۍ پرې اتفاق او یووالۍ ښودلی دی اوپه دې حقیقت باندي ئې اعتراف کړیدی چي دا معلومات په زرګونه کالو مخکي بې له
 الله جل جلاله و بل چاته نه وه معلوم، سبحان الله!

 
د دوهم ځل لپاره الله جل جلاله د (كُلِي) په لفظ کي د مونث ضمير استعمال کړی دی، چي دلته هم د موچمچۍ ښځینه ورڅخه مراد ده نه نر، وروسته به و تاسو ته دا معلومهسي چي د ښځې څه وظیفه ده او د نر څه وظیفه .
 
د موچمچيو په شکر ګني کي مشره ښځه ده، او ودې ته ملکه (Queen) وایي، چي ټوله نظام او کانترول ددې ښځي مچمچۍ په واک کي دی؛ ځکه الله جل جلاله د ښځي ضمير
 استعمال کړیدی، چي دا ټولواکي د ښځي ده نه د نر، دا شکېرګنی چي جوړ وي دا ټوله ښځه جوړه وي، زاویې اوکونجان ئې ټوله دا (ښځینه موچمچۍ) ایږدي، او پر نورو امر کوي، چي دا وکه !او دا مه کوه! 
 
د عسلو د چرګیني جوړښت
 
د عسلو شکېرګنی ټوله د مخمس (پنځه ضلعې) څخه جوړ دی، چي اوس انجینران ورته حیران په دې دی چي ددې مخمس ټولو زاویې او اندازې سره تقریبا یوشانته دي، او انجینرانو دا ثابته کړېده چي مخمس تر مربع، مستطیل اونورو شکلو ډېر محکمه او ټینګ دی، چي دا شکېرګنی ټول مکمل شی، بیا موچمچۍ (ښځینه) ځي د ګلانو څخه شیره راوړي، او دې ملکې نوري ښځینه موچمچۍ د شکېرګني په خوله کي ګومارلي دي اوهغه بهرنی موچمچۍ چي شیره راوړي د ملکې په حضورکي و دې نورو ته وسپاري، چي دغه داخلی ښځینه موچمچۍ ددې شرې سره انزایم ورسره کوي او پخپلو خانو کي ئې د ملکې په امر سره چي هر ځای ورته اړتیاوی ایږدي، چي دا نو عسل سول.
 
که فرضاً یوې موچمچۍ خرابه شیره راوړي نو داخلي موچمچۍ ئې د ملکې په حکم سره سر له تنه جلا کوي، همدا وجه ده، چي ټولي موچمچۍ ترخپل وسه کوښښ کوي چي سمه او سالمه شېره راوړي او تر ډېري لیري واټنه پوري سفرکوي تر څو ښه خدمت وکي، او په دوی کي دا نظام هم شته چي که و یوې موچمچۍ ته سزا ورکوي نو ونورو ته بیا انعام هم ورکوي، هغه نظم چي په دوی کي سته هغه نظم په انسانانو کي هم شتون نه لري، هیڅ ظلم په دوی کي نسته.
 
ځکه الله جل جلاله وایي چي ما وحی و دوی ته وکړې، او یو مکمل سورت ئې د موچمچۍ په نامه کی، خو پاته دي نه وي چي الله عزوجل کوم نظام، ضبط او نظم و دوی ته ورښودلی دی اوس مهال لاساینس پوهان پوره عبور نه پر لري، هغه کوم معلومات او تجربې چي دوی کړي دی، هغه کتابونه، کتابونه دي.

بل دا چي عسل شفاء ده چي کله تاسي دا کرښو کي وګوری نوهک پک به سۍ.  که په لنډ ډول سره درته ووایم نو دا تر اوسه دومره معلومه ده چي عسل په مکمل ډول سره د (۱۱۵) ناروغیو بشپړه درملنه ده.
 
عسل څه شی دي؟ 
 
عسل یوه ژړه، سره، سپینه توربخنه اوکله هم سره بخونه خوږه مایع ده چي د عسلو موچمچۍ یې تولیده وي، دوی دا ددې لپاره جوړه وي چي دا په ژمي کي یواځنۍ سرچينه د دوی د خوراک ده، ، ځکه چي په ژمي کي د موچمچيو لپاره د خوراک لپاره هیڅ شی نسته ، او دا د دوی یو ذخیره ده؛ عسل ۳۶٪ په سلو کي خټه (غلیظ) دي، په عسلو کي عموما ګلوکوز، فرکتوز، اوبه، تېل، مينرالونه، او څه نورځانګړي انزایمونه شتون لري، لکه چي الله جل جلاله فرمایلي دي، مختلف رنګونه او مختلف خوندونه هم لري. 
 
د عسلو د موچمچۍ او عسلو په اړه ځیني حقایق، چي د قران کریم معجزه ده، دا ثابتوي چي قران کریم یواځني دالله رب العزت له لوري رالېږل سوی الهی کتاب دی، چي) ۱۴۰۰)  کاله وړاندي هیڅوک په دې نه پوهېدۍ، نه هم ساینس دومره پرمختللی وو، او نه هم خلکو دومره مهارت پکښې درلودی، او دا یقینا د الله تعالی کلام دی، او دا د اسلام حقانیت دی ، چي ټول ماهرین اوساینس پوهان ورته ګوته په غاښ دي.
 
 هغه حقايق دا دي
- د عسلوښځینه  موچمچۍ چرګینی (شکېرګنی) جوړه وي  نه نر، لکه په سورت نحل کي چي قران کریم ذکر سوي دي.
 
- د موچمچيو مشره ښځینه موچمچۍ ده، چي هغې ته ملکه وایي، چي دا ملکه پخپل ژوند کي ۶۰۰-۸۰۰  پوري هګۍ او په زیاته اندازه سره ۱۵۰۰ هګۍ اچوي، دا ښځه ئې ځکه مشره ده چي الله جل جلاله فرمايي چي ما و ښځي موچمچۍ ته وحي وکړې ۔۔۔۔۔۔

- دعسلو موچمچۍ څلور وزرونه او پنځه سترګې لري.

- داخل په چرګینی (شکېرګنې) د حرارت درجه ۹۲/۹۳ فارنهایت لري، چي که دباندي ګرمي او که یخني وي، نوهلته درجه د حرارت ثابته ده، ترڅوعسل خراب نه سي او یا یې خوند او یا هم رنګ له لاسه ورنه کي چي دا ټول نظام الله تعالی ورښودلی دی او سړی ورته حیران سي، چي دا کوچنۍ حشره او دومره ښکلی نظام.

- د عسلو موچمچۍ د خوراک د پیداکېدو په موخه د خپلې ځالي څخه تر ۱۰ ميله پوري لیری ځي ، مګر په عام ډول سره ۱-۲ ميله پوري د خپل ځای څخه لیري ځي چي د ګلانو شېره پیدا کاندي.

- د موچمچۍ کارګره ډله په پسرلی کي ۴ اونۍ ژوند لري اوپه ژمي کي ۶ اونۍ.

- یو شکېرګنی چي دوی ئې جوړکي، او کار پکښې کوي، د مچمچيو شمېر تقریبا د ۴۰۰۰-۶۰۰۰ پوري وي۔
 
- د موچمچۍ سرعت په یوه ساعت کي ۱۵ ميله دی، او یوه موچمچۍ پخپل یوه سفرکي ۵۰-۱۰۰ ګلانو پوري ګوري، تر څو ښه د ګلانو شېره(دوښا) او ډېره راوړي. 
 
- د یوه پاونډ د عسلو د جوړولو لپاره ۵۵۰۰۰ ميله سفر کوي، چي د شکېرګني اندازه یو پاونډ عسل وي، او یوه موچمچۍ پخپل ټول ژوند کي د ۱-۱۲ د چایو د کاچوغې په اندازه سره عسل تولیدولای سي.
 
- د عسلو موچمچۍ بېله ژمي بل وخت نه مري، دوی د ګرمۍ په موسم کي خپل عسل خوري او د پسرلي انتظار کوي، دوی یو ډېر مضبوط  قشر پر شکيرګني او پرهغه ځای چي ملکه ژوند کوي جوړه وي، او راتاوه وي، ترڅوعسل او یا هم ملکه ضایع نه سي اوهغه دهمېش لپاره تاو ده وساتي.
 
- یوه ډله د موچمچيو په کال کي، ۶۰-۱۰۰ پاونډو پوري عسل تولیدوي۔ 
 
- عسل دومره انرژي لري چي د یوه (اونس) په سوځولو سره د مځکي پرکُرې باندي سفر کيږي۔
د عسلو ځينی ځانګړتياوې
 
  • عسل ډېربهترینه غذا ده چي ده هضمېدو لپاره ډېره ښه مناسبه ده، چي اوس مهال ئې ډېر روغتیاپالان و ناروغانو ته فرمایي او توصیه یې ورته کوي.
  •  په عسلو کي (کولستړول) غوړ او سودیم نسته، 
  •  ډېر ویټامينونه  پکښي شتون لري چي له همدې کبله په ډېرو ناروغیو کي ورڅخه د درملني  په ډول سره کاراخیستل کيږي 
  • د عسلو یوه ځانګړتیا داده چي رطوبت جذبوي، همدا وجه ده چي روسانو د خپل اشغال پر مهال او په دوهم نړېوال جنګ کي هیټلر د خپلو زخمي سووعسکر د درملني  لپاره استعمالول چي ډېره ښه نتیجه یې هم ورکوله.
  • عسل د زخمونو، سوځل شوی ځای لپاره، او (انفکشن) لپاره غوره علاج دی.
 
ان شاءالله نور بیا......
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته