تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنیفه (رح) عبادت او ریاضت
 
  November 30, 2015
  0

د قران کریم او نبوي احادیثو د فقه د تدوین او د تجارتي مصروفیتونو سره سره امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په زهد او تقوا عبادت او ریاضت کي ټول ژوند تیر کړی دی، امام شریک رحمة الله علیه فرمايي چي ما حماد بن ابي سلیمان، علقمه بن مرثد، محارب بن دِثار، عون بن عبدالله، عبدالملک بن عمیر، موسی بن طلحه او امام ابوحنیفه رحمة الله علیهم غوندي ستر ستر امامان لیدلي دي او د هغه په صحبت کي مي وخت تېر کړی دی خو ما په دوی ټولو کي تر امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د شپې ښه عبادت کونکی نه دی لیدلی. زه یو کال د هغه سره ملګری وم، په دغه موده کي ما امام صاحب هیڅکله د شپې پر بستر نه دی لیدلی. (اخبار ابي حنیفه واصحابه)

امام ابوحنیفه رحمة الله علیه او د الله تعالی څخه بیره

امام قاسم رحمة الله علیه فرمایي چي یوه ورځ امام ابوحنیفه رحمة الله علیه لمانځه ته ولاړ سو او ټوله شپه يې دغه ایت شریف وایه او تکرارا وه یي: بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ. سورت القمر (اخبار ابي حنیفه واصحابه)

امام زایده رحمة الله علیه خپله واقعه بیانوي او وايي چي یوه شپه ما د امام صاحب سره د ماخستن لمونځ وکړی، امام صاحب په ما نه وو خبر ما غوښتل چي یوازي دده څخه یوه پټه مسئله وپوښتم نو په دې خاطر په یوه ګوښه ځای کي کښېنستم، خلګو لمونځونه وکړل او ولاړل امام ابوحنیفه رحمة الله علیه نفل لمونځ شروع کړی او ټوله شپه يې دغه ایت شریف تکراروی: فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ. سورت الطور (اخبار ابي حنیفه واصحابه) 

د امام اعظم رحمة الله علیه په اړه د تاريخ علماء ليکي: چي ده مبارک به د روژې په مياشت کي يو شپېته ختمونه  کول يو به يې د ورځي، يو به يې د شپې او يو به يې د ټولي مياشتي په تراويح کي کاوه. (فضایل اعمال) 

د تعلیم الاسلام راډيو د ارشیف څخه
------------------------------------------------
 
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه نور مناقب دلته لوستلای سی: مناقب
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته