تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د موکل شرطونه
 
  September 11, 2014
  0
مُوَكِّل هغه کار بل ته سپارلاى سي چي ده ته يې خپله کول هم جايز وي ، که مُوَكِّل خپله د هغه د کولو څخه شرعا منع وو نو بل چا ته يې هم وکالت نسي ورکولاى .

همدا وجه ده چي د ليوني او غير مُمَيِّز کوچني توكَيْل په هيڅ کار کي نه صحيح کيږي  . (۱)

که ليونى يا غير مُمَيِّز کوچني بل څوک د يو شي په رانيولو ، خرڅولو ، طلاق يا داسي نورو معاملاتو کي د ځان وكَيْل وټاکي توكَيْل يې نه صحيح کيږي ، ځکه چي پر ليونى او غير مُمَيِّز  کوچنى شرعا د رانيولو ، خرڅولو ، طلاق او داسي نورو تړونو بنديز لګول سوى دى .

که ليونى يا غير مُمَيِّز کوچنى خپلي ښځي ته طلاق ورکړي طلاق يې نه واقع کيږي ، دغه ډول که سودا وکړي سودا ته يې اعتبار نه ورکول کيږي نو د وَكِيلُ په ذريعه يې هم نسي کولاى .

-------------------
(۱): غير مُمَيِّز  کوچنى هغه ته وايي چي په سودا او داسي نورو معاملاتو هيڅ نه پوهيږي د دغسي کوچني هيڅ تړون نه صحيح کيږي . د تفصيل د پاره د همدي ټوک د حجر باب ته مراجعه وکړئ.

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته