تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر مځکه الهي قانون جاري کول
 
  August 10, 2014
  0

 رالېږونکی: افغان م

 

څرنګه چي مځکه الله جل جلاله  پيداکړي ده ،انسانان الله جل جلاله  پيداکړي دي ، لمر الله جل جلاله  راخيږوي ، باران الله جل جلاله  اوروي ، سپوږمى الله جل جلاله راخيږوي ، ټولو انسانانو او حيوانانو ته الله جل جلاله  رزق ورکوي هيڅکله انسان خپله رزق نسي پيداکولاى ځکه انسان چي دکان کوي  ، کښت او کرونده کوي او داسي نور روزګارونه ترسره کوي اوپه مټ يې رزق لاسته راوړى د اټول اسباب الله جل جلاله  ورته پيداکړي دي.

 که انسان په دې فکر وي چي ماته الله جل جلاله رزق نه راکوي زه يې په خپلو لاسونو باندي پيدا کوم ددغه کس په اړه بايد وويل سي چي درسته ده دغه خبره به فرضي ډول درسره ومنو مګر دا يو روښانه خبره ده چي د نړۍ ټوله ژوي خوراک او چيښاک د زراعت او اوبو د لاري پيدا کوي که الله جل جلاله  باران نه و اوروي بيا به په مځکه څاهان اوچينې اوبه ولري؟ ، کښت او کرونده به وسي؟ او په ټولو انسانانو کي بيا ددې توان سته چي باران دي واوروي؟ نو اوبه د کومي لاري پيداکوي؟ کښت او کرونده به څنګه کوي ؟ رزق به د کومي لاري پيداکوي؟

او که الله جل جلاله  لمرنه راوخيږوي د مځکي ټول زراعت چي د لمرڅخه انرژې اخلي نوبيا په ټولو انسانانو کي ددې تواني سته چي ټول زراعت ته دي مصنوعي انرژې ورکړي؟ که زراعت انرژې پيدا نه کړي ښکاره خبره ده چي هيڅ حاصل نه کوي نو انسان به بيا د کومي لاري رزق پيداکوي؟ کله چي پورتنى ټولي کړني الله جل جلاله  ترسره کوي او د مځکي په هره معنى ټولي چاري الله جل جلاله  پالي او د هيچا مداخله نسته پکښي نو د بل چا قانون بيا ولي پکښي تطبيق سي؟!!!!
 

لازمي داده چي د الله جل جلاله  قانون په مځکه کي پلى سي او د بل چا قانون (لکه کمونیزم یا ډیموکراسي) پلى کول خيانت دى. که څوک سرغړونه کوي وامرمنونکو انسانانو ته الله جل جلاله  لارښوونه کړي ده چي د سرغړونکو سره ترهغه وجنګيږى ترڅو په ريښتنى ډول د الله جل جلاله  قانون پلى سي او که مسلمانان د الله جل جلاله  دغه امر نه ومني نو دوى امر منونکي نه سوه ، الله جل جلاله  ځني ناراضه سو کله چي الله جل جلاله  ناراضه سو نو مرسته يې هم بنديږي، د الله جل جلاله  مرسته چي بنده سي هيڅ چاره نسته چي د اسلام مغلوبيت به منځته راځي. 

 که يې څوک د حل لاره غواړى يعني اسلام غالب کيدل غواړى نو د الله جل جلاله  پورتنى امر دي ومني.

ماخذ: د اسلامي نړۍ مظلومیت    
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته