تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نفقې مقدار
 
  June 6, 2014
  0
د ښځي خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى د مېړه او ماينې د اقتصادي حالت برابر لازميږي که ښځه او څښتن يې دواړه ثروتمن او بډايان وه نو د بډايانو د حالت وړ خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى به ورته برابروي .

که ښځه او مېړه دواړه مسکينان وه نو د مسکينانو د حالت برابر نفقه يې پر مېړه باندي لازميږي .

که په مېړه او ماينې کي يو خان او بل مسکين وو نو بيا به د منځني او متوسط حالت خوراکه ، جامې او هستوګن ځاى ورته برابروي .

سړى که بډا وو نو پر هغه باندي د خپلي ښځي د يوه خادم خرڅ هم لازميږي .

ښځه د هستوګني د پاره پر مېړه د داسي خوني حق لري چي هغه ځان ته دروازه او قلف ولري او هلته بل څوک ور سره نه اوسيږي ، خو که ښځه د ګډي خوني په ژوند راضي وه نو بيا کولاى سي ، ځکه ښځه خپل مېړه ته تر خپل حق ور تېرېدلاى سي .

که د ښځي خونه په کور کي عليحده او بېله وه خو په کور کي د مېړه د خپلوانو څخه داسي څوک هم اوسېدل چي دا يې ځوروله او تکليف يې ورکاوه نو بيا دا پر مېړه حق لري چي د هستوګني د پاره بېل سراى ورته برابر کړي .

که د ښځي څښتن دونه مسکين وو چي د خپلي ښځي د نفقې توان يې نه درلودى ، نو بيا دا ښځه کولاى سي چي د قاضي د حکم په اساس په هغه اندازه پيسې پور کړي څونه چي د دې د نفقې د پاره ټاکل سوي وي ، هر مهال چي يې مېړه وسع پيدا کړى بيا د هغه څخه د دې پورونو مبلغ اخيستل کيږي .

که قاضي يو ښځي لره د اِعسَار  نفقه وټاکي يعني مېړه يې لاستنګى او مسکين وو د هغه د مسکنت سره برابر يې د ښځي نفقه پر لازمه او وټاکله ، وروسته سړى شتمن وګرځيد ، ښځي يې د قاضي څخه د شتنمۍ د حالت برابر نفقه طلب کړه نو د شتمنۍ د حالت برابر نفقه به ورته پوره کوي .

 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته