تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام په صداقت سره خپور سو
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 29, 2015
  0
لیکوال : نثار احمد صمد
 
اسلام اصلاً په صداقت او رښتیا ویلو سره خپور سوی دئ. یو ډېر صالح او زاهد مسلمان لویه مغازه درلوده او خپلو کارمندانو ته یې هدایت کړی وو، چي که هر شی خرڅوئ نو د مثبت تر څنګ یې منفي اړخ یا عیب هم ورته وایاست او خپلي غاړی خلاصوﺉ.
 
په دې ترڅ کي یوه ورځ یو یهودي مغازې ته راغی، یو قمیص یې خوښ کړ او هغه یې رانیوی. خو مؤظف نفر د قمیص عیبونه ورته و نه ویل، ځکه د دوکان مالک هغه ورځ نه وو راغلی، او دا خبره د ده هېره سوه. یهودي قمیص رانیوی او ولاړی.
 
د دوکان مالک چي راغی او په دې قصه خبر سو، نو وخښمېد او پر نوکر یې ډېر منت وکړ، چي ولي  یې یهودي ته د قمیص منفي شیان نه دي ویلي. مالک مجبور سو، چي په هغه یهودي پسي وګرځي. بالاخره معلومات ورکول سوه، چي هغه د فلانۍ قافلې سره پر فلانۍ خوا ولاړی.
 
پسله درو ورځو یې هغه قافله او دغه یهودي وموند او داسي یې ورته وویل: اې فلانیه! تا زما د مغازې څخه فلانی قمیص رانیولی دئ. خو په هغه کي یو عیب دئ او زما شاګرد نه دئ متوجه سوی، چي زما د ټینګار سره سره یې د هغه نقص درته ویلی وای. نو دا پیسې دي بیرته واخله او هغه قمیص راکړه. یهودي ورته وویل، چي ته څه شي تر دغه ځایه راوستې؟
 
صالح سړي ورته وویل چی : اسلام او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې خبري تر دغه ځایه راوستم چی داسی فرمایی: « من غشنا فلیس منا » ( یعنی: هر څوک چی تقلب (چم او فریب) وکړي زموږ څخه نه دی).
 
یهودي هم په ځواب کي ورته وویل: هغه پیسې چي ما د دې قمیص لپاره درکړي دي، جعلي او ساختګي دي نو اوس ته هم د هغه جعلي پیسو په بدل کي اصلي پیسې واخله او تر هر هغه شي چی ته یې انتظار کوې، ښه شی درکوم، یعني "اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً عبده و رسوله"!
 
هو! پر دغه یهودي د اسلام صداقت عظیم تأثیر وکړ او ځای پر ځای مسلمان سو. په رښتیا چي اسلام په صداقت سره خپور سوی دئ. الله دي ئې پیروان بیرته اصلي مسلمانان کړي.
 
منبع : د لیکوال اثر : ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۵۳ ـ ۵۴ مخونه .
=================
نوري علمي او ګټوري لیکني: چاڼ سوي مضامین
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته