تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمان امت ته!
 
  April 22, 2014
  0

 لیکنه: احسان الربي انفال


د کلونو راهيسي د خپلواکۍ او ولسواکۍ ډنډوري اورېدل کيږي خو نه پو هېږو چي خپلواکي څه ته وايې؟ او څه معني لري؟خپلواکي د انسان فردي او اجتماعي ازادۍ ته ويل کيږي چي تر دي نامه لاندي انسان خپل حق اخلي او هر ډول روا عمل سر ته رسولاي سي. خو افسوس چي نن تر همدې نامه لاندي د انسان حق تر پښو لاندي کېږي  او هغه د يو حيوان غوندي  ژوند اختياروي  حال دا چي نه پوهېږي چي د يو انسان حق څه دئ ؟  او يا پوهېږي خو سترګي يې پر پټي کړي دي چي دا هم پخپله ګناه ده.

نن ورځ چي کمي نړۍ ته متمدنه نړۍ  ويل کيږي  ټول هغه ناوړه  او بې عزته اعمالو ته يې دتمدن جامه وراغوستې، چي انسان يې په يادولو شرميږي .  او په همدې نامه يې د نړۍ بازار ته وړاندي کړې  او يا يې د موډ او فيشن په نامه د انسان عزت لوټلي دى.

اې مسلمان امته ! دننني تمدن او خپلواکۍ تر عنوان لاندي چي کوم مقصد دئ يوازي او يوازي د اسلامي امت بيده ساتل دي دخپلواکي او تمدن په نامه نشه ده، چي و مسلمان امت ته يې ورکړې او دکلو راهيسي يې همداسي نشه ساتلي دي.که د چا ترلاس لاندي ژوند تېرولو ته تمدن وايې که د بې عزتۍ ژوند اختيارولو او بربنډ ګرځيدلو ته تمدن اوخپلواکي وايي نو بيا تمدن او خپلواکۍ دعوه موږ ولي کوو؟  ايا داڅاروي پېړۍ، پېړۍ تر مخه آن تراوسه دبل چاترلاس لاندي نه دي ؟  آيا لڅ اوبربنډنه دي ګرځېدلي ؟  دلمر په شان روښانه خبره ده چي دطبيعت څخه دانسان تر لاس لاندي  او بربنډ ګرځي .ښه نوبيا خوداحيوانات تر موږ ډېرپرمخ تللي اوخپلواکه دي، که چيري داحيوانان پرمخ تللي او آزاد  دي نو بيا دلته دانسان هغه شرف څه سو چي  الله جل جلاله   ورکړى دئ ؟  الله جل جلاله   فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا.(بني اسرائيل ۷۰آيت)

ژباړه : او خامخا په تحقيق ډير عزت ورکړي دي موږ اولاده   د حضرت آدم علیه الصلاة والسلام  ته اوسواره کړي مودي دوي پر سپرليو  باندي په بر (وچي)کښي اوپه بحر ( سيند) کښي اورزق روزي مو ورکړې ده 
دوي ته له طيباتو پاکيزه وو شيانو اوغوره کړي مودي پرډېرو  له هغه چاچي پيداکړي مودي په غوره کولو (ډيروسره) (کابلي تفسير).

ايا دحيواناتو په دې تقليد کي به مو خپل هغه شرف چي الله  جل جلاله  راکړى دئ له لاسه نه وي  ورکړئ ؟ يقيناً چي داشرف  به مو له  لاسه وتلى وي نن ورځ چي دښځي  دازادۍ  په نوم کمي  گنگوسې  اورېدل کېږي اوهغوئ ته دحق دورکولو لپاره  په نړيواله کچه  مبارزي کېږي   آياد هغوئ   حق دادي چي د سرټکري يې لري  اوعزت يې په نړۍوال بازارکي وپلوري ؟  آيا  دهغو عزت  دادئ چي دنارينه سره   اوږه  پر اوږه کار وکړي ؟  آيا دهغو عزت دائ  چي ددوى دتوان څخه پورته  مسئوليت وروسپارل سي ؟ اوکه  د هغو  عزت دادى چي  هرهغه څه چي ددوى دولتي مشران يې  وغواړي هغه پر دوى په  زوره وتپل سي ؟
 
نه،  دانسان حق هغه دى چي  الله جل جلاله  او دهغه رسول  صلی الله علیه وسلم  ورکړى دئ  چي ۱۴ پيړۍ تر مخه يۍ انسان دتورتم  څخه راويوست  اومکرم يې وګرځوئ ، ښځو اونارينه وو ته يې خپل خپل حقوق ورکړل  اوهغو ته يې دهغو د وس سره  سمه دنده او مسئوليتونه وسپارل .

نواې  مسلمان  امته!  داد هغو  شيطانانو  دسيسې دي  چي ځان يې د انسان په بڼه  درته څرګند کړى  اودشا تو په نامه  زهر درکوي . د خپل عزت پروانه لري  نوځکه خو ستاو عزت ته  په بده سترګه ګوري . خوستادعزت ساتل ستا په لاس دي .  د اسلام د هغو ا وامرو په وسيله چي په زرهاوو ګټي پکښي نغښتي دي او د خپل اسلامي غيرت له مخي د خپل عزت ساتنه وکړه  اود څوشيبو لذت لپاره يې مه پلوره که نه دتل لپاره به ذليل اودالله  جل جلاله  او د هغه درسول صلی الله علیه وسلم   په وړاندي به ملامت يې .که څوک ځان مسلمان  بولي پر الله جل جلاله   ، د هغه پررسول صلی الله علیه وسلم  اودهغه پرکتابو ايمان ولري  نوپر هغه فرض ده چي د الله جل جلاله  اود هغه  د رسول صلی الله علیه وسلم   هرامر ته غاړه کښېږدي  او د الله جل جلاله   کتاب  دلاري مشال وګرځوي . 

خو افسوس  نن  ورځ  داسي  ډېر کسان سته چي ځان مسلمان بولي  پرالله جل جلاله  ، د هغه پر رسول  صلی الله علیه وسلم  اوپر قرآن ايمان لري ، خود هغه احکاموته غاړه نږ دي . که څوک وايي چي ايمان د الله جل جلاله  پروحدانيت  باور لرل  اوپه  ژبه اقرار کول دي او يا الله جل جلاله   د هغه ملايکي، کتا بونه ، رسولان او د  اخيرت  ورځ  منل دي او يا  اسلام عبارت له کلمي طيبي، لمونځ  ، روژې ، زکات  او حج  څخه دئ اوزه دا ټول سرته رسوم او  ووايي چي زه  يو مومن او مسلمان يم .  په دي کي هيڅ شک نسته خو دقرآن  هغه  آيت يې هېرکړى  دئ  چي  الله جل جلاله  په هغه کي فرمايي : لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ. (البقرة الاية ۱۷۷)

ژباړه:نيکي يوازي دا نه ده چي تاسي خپل مخونه د ختيځ يا لويديځ لور ته واړوى بلکه نيکي د هغه چاده چي پر الله جل جلاله ،په اخيرني ورځ (داخيرت ورځ) ،پر ملايکو،پر کتابونواو پرپيغمبرانو يې ايمان را وړى وي او زړه ته نژدې مال يې  خپلوانو،يتيمانو،مسکينانو،مسافرو،سوال کونکو او دغلامانو په ازادولو کي ورکړى وي ،لمنځونه يې درولي او زکاتونه يې ورکړي وي.د خپلو وعدو پوره کونکي او د سختيو، مرضونو، جنګ او جګړي په وخت کي صبر کونکي وي.
 
هو!  همدا ريښتيني او همدا پرهېزګاره خلګ دي.په دي ايت کي موږ ته الله جل جلاله  داخيرت پر ورځ ،ملايکو، کتابونو او پيغمبرانو ايمان راوړلو، لمونځ کولو او زکات د ورکولو تر څنګ پر خپلوانو ،يتيمانو ،مسکينانو ،مسافرو او سوال کوونکو سره پر مرسته کولو هم امر کړي يو.په بل ايت کي الله  جل جلاله  فرمايي: قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا. ( سورة الکهف الاية ۱۱۰)

 ژباړه:اې محمده صلی الله علیه وسلم ! ووايه چي زه ستاسي په څېر يو انسان يم ماته وحي کېږي چي ستاسي معبود يوازي يو الله  جل جلاله  دئ نو که څوک د خپل رب د ليدني هيله من وي نو بايد چي نيک کارونه وکړي او دخپل رب په عبادت کي هيڅوک شريک نه کړي.

په پورتني ايت کي موږ ته پر شرک نه کولو سربېره پر نيکو عملونو هم امر سوى دئ، نو ددې ايت شريف څخه ښکاري چي پر موږ د ايمان تر څنګ نېک عملونه هم فرض دي، چي بايد سر ته ورسول سي.نن ورځ چي دازادۍ په نوم د قران پر اياتونو سترګي پټوي او يا هم پام نه ورته کوي يوه دهغو څخه د حجاب مسـ‌‌‌له هم ده چي دازادۍ او ښځي  ته د حق ورکولو په نامه يې بازار ته وړاندي کړې او دهغې حجاب يې له منځه وړى دئ.که څوک حجاب د ازادۍ او تمدن په لارکي خنډ بولي او هغه دغربي نړۍ د دسيسو پر اساس له منځه وړي او يو بي ګټي څيز يې بولي. نو دا سړى دحجاب په فوايدو او په قراني اياتونو خبر نه دى او دغرب په ذليل دام کي نغښـتي او ګيردى. او که چيري په قرآني اياتونو خبر وي خو سترګي پر پټوي نو ددې کس په اړه الله  جل جلاله  فرمايلي دي:
 
 أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ. (البقرة ۸۵)

ژباړه: نو ښه! تاسي ځيني کتاب منئ او له ځيني نورو څخه بيا انکار کوئ؟ نو دهغو کسانو لپاره چي دا ډول کارونه کوي پرته له دې بل څه نه ده چي په دنيوي ژوند کي به له رسوايې سره مخ او دقيامت په ورځ به خورا او سخت عذاب ته وروستل سي. دغه اياتو ته په کتو سره پر  مونږ فرض ده چي د الله   جل جلاله هر امر ته غاړه کښېږدو  او د قرآن او سنتو پر لارګامونه کښېږدو. او په پټو سترګو د غربي دود او دستور تقليد ونه کړو.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۵ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته