تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامى حکومت لومړۍ دنده
  تعلیم الاسلام
  March 1, 2014
  0

 لیکنه: حماس حقاني

 
 په اسلامي نظام کي د واکدارانو لومړنۍ او تر ټولو ستره وظيفه د لمانځه قائمول دي، قران پدې هکله فرمايي :
الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآَتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ (سورة الحج ايت ٤١) 
هغه چي په زمکي کي موتمکين ورکړى، لمونځ قائموي، زکات ورکوي، په معروف ګمارل او  له منکراتو څخه مخنوې کوي او د چارو پاې الله لره دى.
 
              له دې ايت څخه په ډير وضاحت سره معلوميږي چي د يو غوره اسلامي ټولني په جوړولو کي تر ټولو زيات اغېزمن کار  د لمانځه قائمول دي، که اسلامي حکومت په دې وتوانيدئ ، چي مسجدونه په معنوي لحاظه آباد کړي، د مسجد  امامت صالح ، متقي په ټولو ديني  چارو کي پوره پوه کسانوته وسپاري، خلک له مسجد سره عادت کړي او مسجد چي د خلکو په فکري ، معنوي ، اجتماعي او سياسي روزني کښې اغېزمن کارکولاى سي ، نو د دې لاري کولاى سي  چي د ټولني ټولي ناخوالي سمي او ټول مشکلات حل کړي .
 
               چي د يوه محل خلک هره ورځ پينځه ځله راغونډيږي، په هري اوونۍ کي د يوې منطقې خلک، يوځل اجتماع کوي (د جمعې لمانځه ته)، په کال کي دوه ځله د يوي لويې ساحې اوسېدونکي په يوې ستري غونډې کي د اختر په شان دوو خاصو ورځو کي غونډه کوي او په دي اجتماع ګانوکي په منظمو ليکو کي يو د بله په څنګ کي يوې قبلې ته مخ کوي ، د واحد رب په وړاندي دريږي، په يوه امام پسې اقتداء کوي او د هغه په اقتداء سره لاسونه د الله جل جلاله دربار ته د تسليمۍ په نامه پورته کوي ، لاس تړلي دريږي، رکوع او سجده کوي، په خپلو حرکاتو کي له امام څخه وړاندي اووروسته کېدل ګناه ګڼي  او په خپلو منځونو کي فاصله، اويوله بل څخه وړاندي وروسته غلطي بولي اوله هغې څخه ډډه کوي، دا منظم حرکات له ژورفکري او معنوي احساس او يووالي سره دوامداره ترسره کيږي.
 
     د جمعې په هره اجتماع او د اخترو په غونډو کي امام مکلف دئ چي جامع او لارښونکي ويناوي وکړي اومقتديان مکلف دي چي په ډېر غور او د قت سر يې واوري، د حکومت ريس مکلف دئ  چي په مرکز کي د همدغو اجتماع ګانو رياست وکړي او خپله شخصاَ امامت ورکړي او په ليري ځايونو کي به د ده کفيلان دا کارتر  سره کړي .
 
                په دي سره چي د خلکو په منځ کي د يووالي ، د مشرانو او  کشرانو په منځ کي د بغض او د فاصلې ختمول ، يو د بل په حالاتو  خبرېدل ، د محل ، منطقې (ساحې) دهيواد او دنړۍ په وضعيت د پوهېدو ، او سترو   سترو  او  اجتماعي کارونو ته د ولس  چمتو کول چي د همدې لاري څخه کيداى سي له بلې هيڅ لاري څخه نه سي کيداى .
 
          تاسو چي د نړۍ د ډېرو منظم ځواکمنو سياسي او انقلابي احزابو ، تنظيمي اوتربيتي پرګرامونه او د غونډو او جلسو څرنګوالئ  له دغه څه سره چي اسلام وضع کړي، مقايسه کړئ  ، نو هلته د لمانځه او د جماعت په اهميت پوهېدلاى سي . 
 
   دا د جماعت لمنځونه په حقيقت کي د اسلامي حکومتونو او د ګوندونو ورځنۍ ، او نيزي او کلنۍ جلسې دي .
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته