تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: بېله پېشلمي څخه روژه نیول څنګه ده؟
 
  January 19, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۵۷)

نوم: مؤمن

د اوسېدو ځاى: (لندن انګلستان)

سوال:  که چیري یو کس د پیغمبر علیه السلام د فعل او کړو مطابق د دوشنبې  او پنچشنبې ورځي روژې ونیسي په دوامداره ډول سره او پیشلمی( چر بانګی) ونه کړي او نیت ئې کړی وي ځکه په دوام  دا  فعل کوي نو بي د غیر د پیشلمي ئې روژه صحیح ده او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

بېله پیشلمي څخه روژه نیول صحیح ده، خو دپیشلمي په کولو بنده په جسماني لحاظ د روژې پر نیولو لا زیات قوت پیدا کوي، ځکه نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم  پيشلمی کول غوره او د پيشلمي ډوډۍ ئې برکت والا بللې ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : تَسَحَّرُوا ؛ فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً. سنن ابن ماجه، باب ماجاء فی السحور. ص۱۲۱، قدیمي کتب خانه.

(۲): ولو قال نويت أن أصوم غدا إن شاء الله - تعالى - صحت نيته هو الصحيح... جاز صوم رمضان ، والنذر المعين ، والنفل بنية ذلك اليوم أو بنية مطلق الصوم أو بنية النفل من الليل إلى ما قبل نصف النهار. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۹۵، کتاب الصوم، الباب الاول. مکتبه رشیدیة.

(۳):والنفل كله يجوز بنية قبل الزوال.... ولنا قوله صلى الله عليه وسلم بعد ما كان يصبح غير صائم إني إذا لصائم. الهدایة: ج۱، ص۱۹۵، مکتبه حنیفیه.

(۴): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۴، ص۵۴۸.


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته