تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې ښځي د خپل اخښي څخه ستر کول
 
  January 19, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۵۴)

نوم: عبدالباري

د اوسېدو ځاى: (پاکستان کوئټه)

سوال : زما مشر باجه( زما د میرمني اخښی) زما ډېر خوږ ملګری دی، زما او دهغه ملګرتیا تر باجه توب مشره ده، دی ډېر بزرګ او په عمر پوخ سړی دی، زما میرمن له ماشومتوبه د دوي په کور کښي زما د خوښیني سره د کور په کارونو کي  مرسته کړې ده او په اونیو اونیو به زما د باجه ( خپل اخښي) کره اوسېدل، زه باور لرم چي زما باجه تل هغي ته د اولاد په سترګه کتلي دي، خو هغه ورځ مي د بنوریه جامي په دارالافتاء کي و موندل چي  اخښي نامحرمه دی او تر ضرورت زیاتي خبري ورسره کول اوپه لوڅ مخ ورسره کښینستل حرام دی، اوس زه وېره لرم چي که زه دوي ته دا خبره وکړم باجه  به مي خوا را څخه بده کړي، ما د خپلي میرمني سره یو یا دوه ځله دا خبره شریکه کړې ده، هغه وايي چي دا به د دریو واړو پر کورنیو بد اثر وکړي، زه هم وېره لرم چي خدای مه کړه خوابدي را منځته نه سي، هغوي ته به په زړه کي ور وګرځي چي ده نوخدای مه کړه په موږ کي څه ولیدل؟ او بله دا چي زموږ د کورنیو رواج هم داسي دی چي له اخښي څخه چنداني ستر نه پکښي کیږي. ( زه منم چي  ناروا رواج دی) په دې اړه د قران، حدیث او حنفي فقهي په رڼا کي تفصیلي مشوره راکړي چي زه څنګه وکړم؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

کوم شی چي حرام وي هغه په رواج سره نه جائز کیږي.

زموږ مشوره د اده  چي کومه فتوا چي تاپه بنوریه فتاوا  کي لیدلې ده، هغه په ده هم ووینه کېدای سي قناعت ئې حاصل سي.


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسیني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته