تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې څو لارښووني
  تعلیم الاسلام راډیو
  March 6, 2022
  0

 ځنګه کولای شو چی ښه مطالعه کونکی اوسو؟


ژباړونکی: عبدالقدیر 

 
ډیر کسان مطالعه د دماغ د ارامئ او یا هم د ذهن د پیاوړتیا لپاره خپلوي، که تاسو هم غواړی چي د خوندورو معلوماتو تر لاسه کولو او يا هم د لوست د پياوړي کيدلو  لپاره مطالعه وکي  نو لاندي يو څو مرحلې کيداشي چي ستاسو سره مرسته وکړي. 
 
مرحلې:

 

تر ټولو نه لمړي تاسو د يو کتابتون د غړي ټوب کارت واخلي ، او ځان لوستلو ته اماده کړی ، کتابتونونه د دې سره سره چي هر ډول کتابونه پکښي تر لاسه  کيدا شي  د مطالعې چاپیریال هم لري .
 
ارام او مستریح  ځای د مطالعی لپاره پیدا کول: ځای باید داسي وي چي په کافي اندازه روښنایي او ارماتیا ولري او ځان ډاډه کړي چي څوک مو د مطالعې خنډ ونګرځي.
 
هغه موضوعات خوښ کړی چي تاسو ته په زړه پوري وي ، د کتاب د خوښولو په وخت کي  نوم لړ او يا  هم د کتاب يو څو پاڼي وګوری. 
 
داسي يو کتاب خوښ کړی چي په اسانۍ سره یي لوستلای شی ، توري ، کاغذ او د کتاب د لیکني ډول د یو څو ورقو په کتلو وګوری ، که تاسو د لیکوال په لیکل شوو خبرو نشوای پوه نو د  یاد کتاب د مطالعی نه به خوند وانخلی. 
 
د کتاب کیسه مجسمه کړی ، د کیسې یا هم د کتاب پر تورو فکر وکړی او هځه وکړه چی په خپل زهن کي ځای ورکړی ، تورو  یا هم کیسې ته په خپل ذهن کي ځای ورکول به نه یوازي کتاب درته په زړه پوري کړي بلکه د يادي کیسې یا معلوماتو په یاد ساتلو کي  به هم مرستندویه وي .
 
خپل د مطالعې کتاب هر ځای د ځان سره وړی. کتابتون ته کتاب پر خپل وخت بیرته ورسپاری تر څو بل کتاب تر لاسه کړی.
 
یادونه: که د کوم تورې په معنا  نه پوهیږی د کتاب حاشیه  او یا هم د جملې د لاري هڅه وکړی چي معنا یې  لاس  ته رواړی او یا هم  د ډکیښنري ځخه کټه واخلی .
 
که تاسو د ورځي ډیر وخت نلری نو یو ساعت یا هم ۴۵ دقیقې مطالعه کافي ده .
 
د ماشومانو کتابونه ویل مه هیروی کله کله د ماشومانو کیسې ډیري په زړه پوري وي.
 
کتابتون د کتاب تر لاسه کول یواځنی ځای نه دی ، نږدې   ملګري ، د کتابونو پلورنځی  او یا هم تم ځایونه کیدای شي چي د  یو نوي کتاب تر لاسه کولو ښه ځای وي .
 
د وړکو ماشومانو سره والدین کولای شي چي د کتاب په ویلو د دوی مرسته په مطالعه کي وکړي .
 
ستاسو او ستاسو د ملګرو  کتابونه کیدای شي چي یوځای شي او یو په زړه پوري کتابتون ځني جوړی شي. 
 
ماخذ: د مطالعه د فن د مقالې څخه 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته