تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د حیض تر ختم وروسته بېله غسله جماع
 
  December 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۹۱)

نوم: حمید

د اوسېدو ځاى: (هلمند افغانستان)

سوال : که دیوې میرمني دحیض وخت ختم وي ( د حیض څخه پاکه سوې وي) خو غسل ئې نه وي کړی نو دمیړه سره کوروالی کولای سی او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که د خپل عادت مطابق د ښځي حیض یعني وینه ختمه سي او ودریږي مثلاً شپږمه،  اوومه او یا اتمه ورځ ئې عادت ؤ او وینه ئې پر خپل عادت د تېر په شان ودریدل نو ترڅو ئې غسل نه وي کړی او یا دومره وخت چي دا پکښي غسل او لمونځ کولای سي تېر سوی نه وي، کوروالي ورسره جائز نه ده، ځکه د ویني د بیا راتلو امکان سته  کله چي غسل وکړي یا پورته ښودل سوی وخت ورباندي تېر سي نو د ویني د نه راتلو اړخ ئې زیات سو ، لهذا بیا که وطي وسي پروا نه لري او که د عادت خلاف وینه ودریدل بیا که غسل هم وکړي کوروالي ورسره کول روا نه ده،  تر څو ئې خپل عادت پوره سوی نه وي او که ئې وینه د حیض پر اکثره مده چي لسمه ورځ ده ودریږي یعني لسمه ورځ هم تېره سي بیا وینه ختمه سي په دغه صورت کي بې له غسل کولو څخه کوروالي ورسره کول روا ده، ځکه چي تر لسو ورځو زیات حیض نسته. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  وإذا انقطع دم الحيض لأقل من عشرة أيام لم يحل وطؤها حتى تغتسل لأن الدم يدر تارة وينقطع أخرى فلا بد من الاغتسال ليترجح جانب الانقطاع ولو لم تغتسل ومضى عليها أدنى وقت الصلاة بقدر أن تقدر على الاغتسال والتحريمة حل وطؤها و ان انقطع الدم لعشرة ایام حل وطیها قبل الغسل. ۲۱حاشیه: ای لمضی العشرة۱۲.
الهدایة: ج۱، ص۲۴، کتاب الطهارت باب الحیض. رشیدیة والکنز: ص۱۳، باب الحیض. طبع حبیبیة.


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته