تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په طبابت کي د مړي تسلیخ څنګه دی؟
 
  December 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۸۵)

نوم: محمد اعظم ارغندابی

د اوسېدو ځاى: (کابل افغانستان )

سوال : په طبابت کي د مړي د تسلیخ جواز په اسلام کي څنګه دی تر څو ډاکټران څه زده اوبیا د نورو خلګو ژوند وژغوري.

ځیني کفار د خپل مرګ نه وړاندي داسي وینا وکړي چي که زه مړ سوم نو د انسانانو د فایدي لپاره دي زما جسد د ډاکټرانو او د طب د زده کړیانو و مخ ته ټوټه ټوټه کړي ، یعني هر ځاي دي مي وښودل سي.
. دا په اسلام کي جواز لري او که نه . او بل که یو مسلمان داسي ووايي. ۳ که چیري کوم ډاکټر کوم لاوارثه مړی پیدا کړي نو د هغه تسلیخ ورته جایز دی.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

لکه څه ډول چي انسان په ژوندوني محترم او مکرم دی دا ډول په مړیني هم د انسان بدن محترم دی ، د هغه سپکاوی کول، ټوټه ټوټه کول، سوځول، خرڅول، رانیول او د بدن غړي ئې د طبي زده کړو له پاره پرې کول او زده کوونکو ته ښودل ناجائز دي.
د خپل بدن د ځینو اجزاؤ او غړو وصیت کول له سره باطل دی او پر هغه باندي عمل کول صحیح نه دی او د کافر بدن هم په دې مسئله کي د مسلمان د بدن حکم لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ. سورة الاسراء. استدلال از مجیب انسان بجمیع اجزائه محترم ہے خواه کافر ہو یا مسلمان، زنده ہوں یا مرده کو جلانا، لاش کو بیچنا یا خریدنا یا مرده کا ڈهانچہ بغرض تشریح مطب میں رکہنا، بچه کو تا وقتیکه مرنه جائے پیٹ میں سے نکالنا عورت کا دودھ سوائے ایام رضاع میں پینا یا خارجاً استعمال کرنا مثلاً انکھ  یا کان میں ڈالنا سب ناجائز ہے،. بهشتي زیور: للعلامة الشیخ اشرف علي التهانوي رحمة الله علیه (شیخ دارالعلوم دیوبند- هند) حصه نهم حیوان کا بیان، ص۶۵۸، دارالاشاعت کراچي. 

(۲): شریعت نے مرده انسانوں کا احترام اسی  طرح ضروری قراردیا ہے جس طرح زنده کا پس محض طبی تجربات کی لئے مردوں کا چیرنا پہاڑنا نا جائز ہے، امام مالک رحمة الله علیه مؤطا میں بروایت حضرت عائشه رضی الله تعالی عنها تحریر فرماتے ہے: کسر عظم المسلم میتاً ککسرهِ وهو حی، قال مالک تعنی فی الام. موطا امام مالک کتاب الجنائز، باب ماجاء فی الاختفاء وهو النبش: ص۲۲۱، قدیمي

(۳): قال الباجی یرید ان له منه الحرمة فی حال موته مثل ماله منها حال حیاته و ان کسر عظامه فی حال موته یحرم کما یحرم کسرها فی حال حیاته و انهما لایتساویان فی القصاص وغیره وانما یتساویان فی الاثم... و حاصله ان عظم المیت له حرمة مثل حرمة اعظم الحی... الادمی مکرم شرعا وان کافراً والمراد تکریم صورته وخلقته. فتاوي محمودیة: ج۱۸، ص۳۴۰، للعلامة المفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (المفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)  چاپ ادارة الفاروق.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته