تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:ښځي ته د طلاق ورکولو وروسته ځان وژل
 
  November 10, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۷۶)

نوم: عبدالجبار

د اوسېدو ځاى: (کابل افغانستان )

سوال: زما ملګری واده لري ماشومان هم لري،  هغه هم په موخۍ ده یعنی (دوه طرفه) ده  هغوي خور وه ده ته ورکړی ده  د ده خور د هغوي په کور کی ده، دی وايي  چی زه  په الله جل جلاله قسم درته خورم چی زه خپلو کوچنیانو ډیر سخت په عذاب کړم په ستل یې وویشتم ما په غوسه کی ور ته وویل چی فر ماطلاق یې، دی وایي  چی زما پام نه وو  ایاداښځه پر ما طلاقه ده ؟ دی وای که چیري  داسی وي زه خپل ځان مړکوم هغه په دې خاطر که زما کورنۍ او زما د کوچنیانو کورنۍ خبره سی مړي به سره و سی، دی وايي   تر هغه  زه ښه یم چی ځان مړکړم په دی هکله که مو معلومات راکي  ډیره مهرباني به مو وي معلومات ژر غواړم . 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په غضب او درد په حالت کي هم طلاق  واقع کیږي، که د دغه څخه مخکي ئې طلاق نه وي ورکړی نو ښځه په یوه رجعي طلاق پر طلاقه ده، یعني په عده کي دننه رجوع ورته کولای سي او  که ئې عده پای ته رسیدلې وي نوې نکاح ورسره تړلای سي، په رجوع کي د نکاح تړلو ته اړتیا نسته.
د خپلي ښځي سره دي جماع  یا دي لاس په غاړه سي او یا دي په خوله ورته ووايي چي ما رجوع درته  کړې ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فالصريح قوله أنت طالق ومطلقة وطلقتك فهذا يقع به الطلاق الرجعي... ولا يفتقر إلى النية....الخ. الهدایة: ج۲، ص۳۳۸، باب ایقاع الطلاق. مکتبه حنیفیة.
و کذا في کنزالدقائق: ص۱۱۶.
(۲):وإذا طلق الرجل امرأته تطليقة رجعية أو تطليقتين فله أن يراجعها في عدتها رضيت بذلك أو لم ترض... والرجعة أن يقول راجعتك أو راجعت امرأتي.... أو يطأها أو يقبلها أو يلمسها بشهوة. الهدایة: ج۲، ص۳۷۳. مکتبه حنفیة.
(۳): جواب: ... صریح طلاق میں نیت کی ضرورت نہیں، بدون نیت کے طلاق واقع ہوجاتی ہے، اور غصه کی حالت میں طلاق واقع ہوجاتی ہے بلکہ ظاہر ہے کہ اکثر غصہ ہی سبب طلاق دینے کا ہوتا ہے. فتاوی دارالعلوم دیوبند: ج۹، ص ۴۵

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته