تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انساني نفس ډولونه
 
  November 7, 2013
  0
راټولونه: نوید احمد
 
په نفس کي د ابلیس لويي ، د قابیل حسد ، د عادیانو مغروري ، د ثمودیانو سرکښي ، د نمرود یانو جرأت  پر ناروا ، د فرعون خود پسندي ، د قارون سر کښي ، د هامان رذالت ، د بلعم بن باعورا نفس پرستي ( دا د بني اسرائلو لوی عالم ؤ د موسی علیه السلام  پر خلاف یې ښرا وکړه  الله تعالی يې ژبه  د سپي په شان زړېدلې پرېښودل )  د اصحاب سبت (یهودو) حیله او چم ګیري ، د ولید سرغړونه ، د ابوجهل ناپوهي  ده.

او په نفس کي د چهارپایانو صفات: د ګارګر حرص ، د سپي بدي ، د طاوس سستي، د خزدکي حقارت، د شرموښکۍ نافرماني ، د اوښ بغض، د زمري برید، د موږک فسق، د مار خباثت ، د بزو لوبې ، د میږي  زخیره کول، د ګیدړې مکر ، د کوږ خوب دی. 
 

نفس پر درې ډوله دی:

۱: نفس اماره: هر نفس د بدني غوښتنو او خواهشاتو ته خواته امر کوي، چي د انسان زړه هر څه وغواړي دا نفس هم د هغه امر کوي. اماره په دې ورته ویل کیږي چي ډېر امرونه کوي تر څو انسان د نفس ټولي غوښتني پوره کړي.

۲: نفس لوامه: دا نفس انسان بدو ته خو بلونکی وي مګر په ایمان او عمل صالح، ریاضت او مجاهدې سره دا نفس لوامه جوړ سي چي همېشه پر ګناهونو ملامتیا وايي، د ګناهونو او کوتاهیو څخه بد وړي، توبه کوي، داسي نفس الله عزوجل بخښي! او د خپلو اعمالو محاسبه کوي او کوښښ کوي چي په صالح عمل سره ترقي وکړي تر څو نفس مطمئنه جوړ سي.

۳: نفس مطمئنه: مراد ورڅخه هغه نفس دی چي د الله په ذکر او د الله تعالی په اطاعت سره سکون پیدا کوي، ددې په پرېښولو سره نا ارامه وي او دا هغه نفس کېدای سي چي په مجاهداتو او ریاضتونو سره يې خپل بد عادتونه او بد خویونه لیري کړي وي. د حق اطاعت او د الله تعالی ذکر دده مزاج او شریعت دده طبیعت جوړ سوی وي. خو د انبیاء علیهم السلام مقدس نفسونه بېله مجاهدې او ریاضت څخه مخکي لا پاک او مطمئنه دي. (معارف القران)

د مطمئن نفس انعام:
يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً. فَادْخُلِي فِي عِبَادِي. وَادْخُلِي جَنَّتِي. (سورت الفجر: ۲۷-۳۰)
ای د اطمنان نفسه! د خپل رب طرف ته رجوع وکړه، ته د هغه څخه راضي او هغه ستا څخه راضي، پس زما په بنده ګانو کي داخل سه او زما په جنت کي داخل سه.

نتیجه: که موږ غواړو چي نفسونه مو نفس مطمئنه سي نو باید د نیکو اعمالو او نیکو خویونو د لاس ته راوړلو صحیح لاري چاري پیدا کړو او د یو خاص پلان له مخي دا مجاهده مخ ته بوزو ځکه که داسي ونه کړو نو نفس خو امارة بالسوء (په بدیو ډېر امر کونکی دی)، اکثره نفسونه پورته صفات لري چي د ډیرو دنیوي او اخروي پرمختګونو خنډ ګرځي.

  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته