تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ولي یوه ښځه دوه مړونه نه سي کولای؟
 
  October 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۰۶)

نوم: ملک احمد
د اوسېدو ځاى: ( مالمو،  سویدن  )

سوال : یوه ښځه په اسلام کي ولي نه سي کولای چي دوه میړونه وکړي، یو دلیل خو ئې دادی چي که ښځه امېله داره سي دا کوچنی نه معلومیږي چي پلار ئې څوک دی کله چي دا ښځي ده دوو میړونو سره یو ځای والی کړي وي مګر په اوروپا کي ډاکټران د ( ډي آن آې)  DNA test  د لاري معلومولای سي چي دغه کوچنی د کوم سړی دی په اسلام کي د قرآن په ایات یا په حدیث کي څه وايي؟ ډېر موهم بحث دی په اروپا کي چي ښځه ولي د دوو مړونو حق لري او سړی د درو ښځو حق لري په اړه ئې معلومات راکړئ.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

هغه ستر خالق چي د ښځي او سړي د ګډې نطفې څخه څوک نر او څوک ښځه پیدا کوي او هیڅوک هم پر هغه د اعتراض حق نه لري د هغه په حکم ښځه په یوه وخت کي د دوو مړونو سره نکاح نه سي کولای خو نارینه بیا کولای سي چي د عدالت په رعایت کولو تر څلورو ښځو  پوري په یوه وخت کي په نکاح کړي.  


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ. الایة ۲۳، سورت النساء پاره پنجم.
(۲): وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ. الایة ۲۲۸، سورت البقره، پاره دوهم. 
(۳): وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا. سورت البقره، الایة ۲۳۴پاره دوهم. 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته