تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا بد نظر یو شي ته زیان رسولایسي؟
 
  September 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۹۸۳)

نوم: عمر

د اوسېدو ځاى: (ټورنټو کاناډا )

سوال: زما یوه ملګري موټر واخیست او دوې ورځي بعد د سودا لپاره مارکیټ ته تللی او د ځان سره يې خپل دوست هم بوتلی، بدبختانه پر لاره ئې موټر ټکر وکړ، چي خوشبختانه ټکر دومره جدی نه وو اوس دی داسی ادعا کوي چي دا ټکر ددې له کبله را پیښ سو چي دغه کس چي راسره وو زه او موټر ئې نظر کړو چي داسي پیښه وسوه، نو د مولوي صاحب څخه مي پوښتنه داده چي ایا کېدای سی یو کس یو څوک نظر کړي او یا یوشی نظر کړي او بیا هغه شي ته تاوان ورسیږي؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په صحیح حدیثونو سره بد نظري ثابته سوې ده، په بد نظر انسانانو، حیوانانو او مالونو ته زیان رسېدلای سي، خو په یقین سره څوک نه سي ویلای چي دا بده پیښه د بد نظري څخه را منځته سوې ده، او که د کومي بلي وجهي له کبله، دغه ډول دا هم په یقین سره څوک نه سي ویلای چي د چا په بد نظر دا بده پیښه را منځته سوه. والله اعلم
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَنَسٍ قَالَ رَخَّصَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِى الرُّقْيَةِ مِنَ الْعَيْنِ وَالْحُمَةِ وَالنَّمْلَةِ.رواه مسلم.

(۲): وعن عائشة قالت : أمر النبي صلى الله عليه وسلم أن نسترقي من العين.

(۳): وعن أم سلمة أن النبي صلى الله عليه وسلم رأى في بيتها جارية في وجهها سفعة يعني صفرة فقال : " استرقوا لها فإن بها النظرة ". مشکوة: کتاب الطب والرقی.

(۴): و در حدیث امده که چون یکی را نظر برمال یا فرزند خود یا هرچه خوش اید اورا بنقید باید که بګوید ماشاالله لا قوة الابالله. اشعة اللعمات: ج۳، ص۶۴۶.

جواب: مولوي عبدالهادي
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته