تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په ښځي د زنا اقرارکول او بیا قتلول
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩٥۷)


نوم: عبدالله

د اوسېدو ځاى: ( اوسلو- ناروې)

سوال :  يو هلک د واده په شپه پر خپلي ښځي شک پيدا سو چي تا د چا سره زنا کړيده او ښځي ئې هم اقرار وکړ چي ما د خپل تره د زوى سره ناوړه اړيکي لرلې، بيا د نجلۍ خاوند او ورور ئې د نجلۍ او هغه هلک کوم چي ئې ورسره ناوړه اړيکي لرلې په قتل رسوي دا خلګ قاتلان دي او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په ياد سوي صورت کي د ښځي خاوند او ورور دواړه ناحقه قاتلان دي او د ناحقه قتل سزا په دنيا کي قصاص او په آخرت کي جهنم دى. 

مخکني پوښتنه کي تاسي دا يادونه هم کړي وه چي دوی ياده سوې انجلۍ دې ته  ډېره وهڅول چي دا اقرار وکړي د زنا د اثبات لپاره دا ډول اقرار معتبر او کافي نه دى. او که صحيح هم سي نو تر واده دمخه د زنا سزا قتل نه بلکه په دورو وهل د ي، ددې سره سره هغوی د سزا جاري کولو هيڅ حق او جواز نه درلودی په ځانګړي توګه پر هغه چا چي هغه اجنبى(نابلده پردي) وي، ښځه تر واده د مخه د هغه هيڅ نه کيږي، البته که څوک خپله ښځه لاس په لاس د يو سړي سره په زنا کولو اخته وويني او قتل ئې کړي نو عندالله مجرم نه دى، البته په دنيوي قانون بيا هم ګرفتاره کېدلای سي. ده ته پکاره وه چي ښځي ته يې طلاق ورکړى  او يا يې مخکي له مخکي دارالافتاء ته رجوع کړې واى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ٥٥٠: - من الذى يقيم الحد؟: من المتفق عليه بين الفقهاء أنه لا يجوز أن يقيم الحد إلا الإمام أو نائبه؛ لأن الحد حق الله تعالى ومشروع لصالح الجماعة فوجب تفويضه إلى نائب الجماعة وهو الإمام، ولأن الحد يفتقر إلى الاجتهاد ولا يؤمن فى استيفائه من الحيف والزيادة على الواجب فوجب تركه لولى الأمر يقيمه إن شاء بنفسه أو بواسطة نائبه. التشريع الجنائى مقارنا بالقانون الوضعى: ج٢، ص٣٤٤، دارالحديث القاهرة تاليف. عبدالقادرعودة.

(٢): و يجلد الزانى غير المحصن مائة جلدة لقوله تعالى: (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ) الاية سورة النورايت٢. الفقه الحنفى: ج٣، ص٢٥٨.

(٣): اختلف العلماء فيمن قتل رجلا وزعم أنه وجده قد زنا بامرأته فقال جمهورهم لا يقتل بل يلزمه القصاص إلا أن تقوم بذلك بينة أو تعترف به ورثة القتيل والبينة أربعة من عدول الرجال يشهدون على نفس الزنا ويكون القتيل محصنا وأما فيما بينه وبين الله تعالى فإن كان صادقا فلا شيء عليه. عمدة القاري المعروف بالعيني کتاب التفسير باب قوله عزوجل والذين يرمون ازواجهم سورت النور: ج١٩، ص١٠٨. دارالکتب بيروت.

(۴): زانى کو اگر کوئى شخص اپنى بيوں کے ساتھ زنا کرتے ہوئے ديکھ لے تو اس کو خود قتل نہيں کرنا چايئے که يه قانون کو اپنى هاتھ ميں لينا ہے قاضى کے سامنى پيش کرے اگر جوش غضب ميں خود قتل کردے تو وه عند الله قتل پرماخوذ نه ہوگا. هاں ! قانونًا مجرم قرار ديا جائے گا. کفايت المفتى: ج٣، ص٢٣٥. ادارة الفاروق. للشیخ العلامة مفتي کفایت الله الدهلوي رحمة الله علیه (من مشایخ دارالعلوم دیوبند-هند)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته