تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انساني ښایست په اړه یوه عجيبه واقعه
 
  October 12, 2014
  0
مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه په خپل مشهور او مقبول تفسیر معارف القران کي ددې ایت لاندي یو عجیبه واقعه نقل کړې ده:

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ. سورت التين ايت: ۴

قرطبي دلته نقل کړي دي چي عيسي بن موسي هاشمي کم چي د خليفه ابو جعفر منصور د دربار د مخصوصو خلګو څخه وو او د خپلي ښځي سره يي ډير محبت ساتي، يوه ورځ د سپوږمۍ په شپه کي د خپلي ښځي سره ناست وو، ويي ويل:

 

انت طالق ثلاثا ان لم تکوني احسن من القمر!


يعني پر تا دي درې طلاقه وي که ته د سپوږمۍ څخه زياته ښائسته نه يې، ددې وينا په اوريدو سره سم ښځه ولاړه سوه او په پرده کي سوه چي تا خو ماته طلاق راکې، خبره په خندا او ټوکو کي وه مګر د طلاق دا حکم دي چي په هر شان هم ښځي ته چي صريحي الفاظ د طلاق وويل سي نو طلاق واقع کيږي، برابره خبره ده که په خندا او ټوکو کي وويل سي.

عيسي بن موسي شپه ډيره په بي ارامۍ او غم کي تيره کړه، سهار د خليفه وخت وو ابو جعفر منصور په خدمت کي حاضر سو او خپله قصه يي ورته واوروله او د خپلې پريشاني اظهار يي ورته وکي. منصور د ښار فقهاء او مفتيان را جمع کړل، پوښتنه يي وکړه، ټوله جمع سوه او جواب يي ورکړي چي طلاقه سويده، ځکه چي د سپوږمي څخه زيات ښائسته کيدو د يو انسان د پاره امکان نسته.

 مګر یو عالم  چي د امام ابو حنيفه رحمة الله علیه د شاګردانو څخه وو خاموش ناست وو، منصور پوښتنه ورڅخه وکړه چي ته ولي چپ يي؟ نو ده خبري شروع کړې او د بسم الله الرحمن الرحيم په ويلو سره يي د سورة تين تلاوت يي وکړي او ويي فرمايل چي اميرالمومنينه! الله جل جلاله د هر انسان په (احسن تقويم) کي کیدل فرمائلي دي چي هيس شی دده څخه زيات حسين نسته، چي دا يي واوريدل نو ټول علماء او فقهاء حيران سول او هيس مخالفت يي ونکړي، نو منصور حکم وکړي چي طلاق ندي سوی. 

ددي څخه معلومه سوه چي انسان د الله جل جلاله په ټول مخلوق کي د ټولو څخه زيات ښائسته دی، په ظاهر اعتبار سره هم، او د باطن په اعتبار سره هم، د حسن او جمال په اعتبار سره هم او د بدني ساحت په اعتبار سره هم، دده په سر کي څنګه څنګه اندامونه څنګه څنګه عجيبه کارونه کوي چي یوه مستقيله کارخانه معلوميږي چي ډير نازک باريک خودکار ماشينونه کار کوي. دا حال دده د سينې او د نس دی. دغه شان دده د لاسونو پښو ترکيب او هيئت پر زرګونو حکمتونو باندي مبنې دی. په دې وجه فلاسفه وايي چي انسان یو عالم اصغر یعني د پوره عالم یوه نمونه ده. په ټول عالم کي چي کم شیان خپاره دي، هغه ټول دده په وجود کي جمع دي(قرطبي). صوفياء کرامو هم ددې تائيد کړی دی او ځيني حضراتو د انسان د سر څخه تر پښو پوري په ټول بدن کي د عالم د شیانو نمونې ښودلي دي.

ماخذ: معارف القران: ج۱۰، ص۱۵۱، پښتو ژباړه، مکتبه حبیبیه
مؤلف: مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه (د دارالعلوم دیوبند مخکني مشهور مفتي)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته