تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې طلاقه
 
  May 23, 2013
  0
د ښځي سره د درو طلاقونو څخه وروسته نکاح نه تړل کیږي دا که يې یو ځايي وراچولي وي او که یې په درو بېلو بېلو وختونو کي وراچولي وي .

البته دا ښځه که د عدې د ختمېدلو څخه وروسته د بل چا سره نکاح وتړي او هغه یې واده کړي ، جماع ورسره وکړي ، بیا طلاق ورکړي ، د طلاق عده يې تېره سي ، نو بیا دا ښځه د خپل مخکني مېړه سره کوم چي درې طلاقه یې ورکړي وه نکاح تړلای سي او مېړه یې د درو طلاقو څښتن ګرځي ، لکه څه ډول چي د لومړنۍ نکاح په پیل کي د درو طلاقو څښتن وو .

ښځي ته که یو یا دوه طلاقه ورکول سي او د عدې څخه وروسته د بل چا سره نکاح وتړي او دوهم مېړه یې د جماع څخه وروسته طلاقه کړي او دا ښځه د عدې څخه وروسته د مخکني مېړه سره نکاح وتړي د امام محمد رحمة الله علیه په آند هغه مخکني یو یا دوه طلاقه یې هم پر مېړه باندي په دي وروستي ځل نکاح کي هم شمېرل کیږي .

البته د ابوحنیفة رحمة الله علیه او ابویوسف رحمة الله علیه په آند هغه مخکني یو یا دوه طلاقه یې د درو طلاقونو په څیر په دې دوهم مېړه له منځ څخه ځي او لومړنی مېړه یو ځل بیا د درو طلاقو څښتن ګرځي .

 ښځي ته که درې طلاقه ورکول سي او څه مده وروسته خپل مېړه ته ووايې ، چي ما د عدې څخه وروسته د بل چا سره واده وکړ ، هغه د جماع څخه وروسته طلاق راکړى او د طلاق عده مي هم تېره سوه ، که دونه مده يې تر منځ تېره سوې وي چي دا په کښي کېدلای سوای او مېړه ته یې د غالبه ګمان پر بنسټ دا ښځه رښتنې ښکارېده او د هغې د وينا پخلی یې وکړى نو نکاح ورسره تړلای سي . 

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته