تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د شراب خانې والا دعوت قبلول
 
  April 17, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٢٦)

نوم: نثار احمد 
          
سوال : نن موږ  يو پښتون افغان دعوت کړي وو  ډوډئ ته او دى شراب خانه لري نو اوس دده کومه ډوډئ چي موږ ته يي کړې ده و موږ ته حلاله ده که حرامه ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که چيري دى بېله شراب خانې څخه بله معامله نه لري،  يا که يې لري هم نو  هغه په کمه اندازه ده یعني  غالب مال يې د شراب خانې دى ، بيانو دده د کور شى خوړل نا جائز دى . او که يې هغه بله (جائز)  معامله غالبه وي او يا دى ووايې چي دا ډوډۍ مي په حلاله مال کړې ده بيا نو جائز  ده .

جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(١): أَهْدَى إلَى رَجُلٍ شَيْئًا أَوْ أَضَافَهُ إنْ كَانَ غَالِبُ مَالِهِ مِنْ الْحَلَالِ فَلَا بَأْسَ إلَّا أَنْ يَعْلَمَ بِأَنَّهُ حَرَامٌ ، فَإِنْ كَانَ الْغَالِبُ هُوَ الْحَرَامَ يَنْبَغِي أَنْ لَا يَقْبَلَ الْهَدِيَّةَ ، وَلَا يَأْكُلَ الطَّعَامَ إلَّا أَنْ يُخْبِرَهُ بِأَنَّهُ حَلَالٌ .....الخ . الفتاوي الهنديه : ج۵، ص۴٤٢ : الباب الثاني عشر في الهدايا والضيافات .
(٢): إذَا كَانَ غَالِبُ مَالِ الْمُهْدِي حَلَالًا ، فَلَا بَأْسَ بِقَبُولِ هَدِيَّتِهِ ، وَأَكْلِ مَالِهِ مَا لَمْ يَتَبَيَّنْ أَنَّهُ مِنْ حَرَامٍ . شرح الاشباه والنظائر: الفض الاول، القاعدة الثاني، اذا اجتمع الحلال والحرام: ج١، ص٣٠٩ : ادارة القران والعلوم الاسلامي کراچي .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته