تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زه به مکتب کي لمونځ نسم کولای
 
  February 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥٢٢)

نوم: سليمان

د اوسېدو ځای: امريکا
     
سوال : زه د مكتب څخه پر ٣:١٠ رخصت كيږم زه نسم كولاى، چي د ماسپښين لمونځ په مكتب كه وكړم ، نو زه كولاى سم چي په نورو لمونځو كه يي  ادا كړم او که نه ؟

 جواب : 

حامداً ومصلياً

تاسي بايد لمونځ په خپل وخت کي ادا کړئ د لمانځه قضاء کول کبيره ګناه ده ، کوم لمونځ چي تاسو قضاء کړی وي د هغه قضاء بايد په حتمي ډول را  وګرځوئ او هم باید د قضاء کولو څخه توبه  وکاږئ .
 
لمونځ په مکتب کي هم صحيح کیږي او بل داچي تاسو په غربي نړۍ کي هر چيري لمونځ ادا کوي نو هيڅوک هم ستاسو ممانعت نه کوي.

 الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):إنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا. سورت النساء، ایت ۱۰۳
(۲): واما اثم تاخیرها عن الْوَقْتِ الذي هو كَبِيرَةٌ فَبَاقٍ لَا يَزُولُ بِالْقَضَاءِ الْمُجَرَّدِ عن التَّوْبَةِ بَلْ لَا بُدَّ منها. البحرالرائق: ج٢ ، ص٧٩ ، طبع رشيديه کوئټه .
وکذا في مجمع الانهر: ج١ ، ص٢١٤ ، باب في قضاء  الفوائت 
وکذا في الدرالمختارمع الرد: ج١ ، ص٥٣٤ ، طبع رشيديه کوئټه .

سرته