تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فتنو په دور کي بايد څه وکړو؟
  تعلیم الاسلام
  September 16, 2017
  0
رالېږونکی : نصيب الله ژمن 
 
علماء وايي چي : د دنيوي فتنو او دسيسو څخه د خلاصون بهترينه چاره داده چي :
 
١-  که ويل کوې نو کليمه وايه .
٢ – که جوړول کوې نو مسجد جوړ کړه .
٣ – که جنګېدل کوې نو د شيطان سره وجنګيږه .
٤ – که ژغورل غواړې نو د درواغو څخه ځان وژغوره .
٥ – که بيرېدل غواړې نو له الله عزوجل څخه وبيريږه .
٦ – که مينه غواړې نو د الله تعالی او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مينه ولره .
٧- که هیله لرې نو د جنت هېله من اوسه .
٨- که ګټل غواړې نو زړونه وګټه .
٩- او بالاخره که سمون غواړې نو آخرت دي سم کړه .
 
هو ! که مو اکثراً کلمه پر خوله جاري وي (د بيکارۍ او فراغت پر مهال ) نو څه تاوان به مو کړى وي ؟
 
که مسجد نه سو جوړولاى اقلاً (لږ يا ډېر) بسپنه خو ورکولاى سو ؛ که د شيطانه د خوښي وړ کارونه ونه کړو څه زيان به مو کړي وي؟
که ځانونه له درواغو وژغورو (هغسي لکه په ژبه چي ئې اداء کوو ، عملاً ئې هم مراعت کړو ) څه نقص به مو کړى وي ؟
که تل په رښتيا هم له الله تعالی وبيريږو نو څه مشکل به را پيښ سي ؟
که د رسول الله صلى الله عليه وسلم سر مخلصانه مينه ولرو ، د څه تکليف سره به مخامخ يو ؟
که جنت د ښه اعمالو په بدل کي وغواړو څه بد کار به وي ؟
که د خلګو زړونه وګټو څه مزاهمت به راته پېښ سي ؟
او که بالاخره د  پورتنيو اعمالو د کولو په نتيجه کي خپل آخرت سم کړو هرڅه به نه وي ګټلي ، الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم به نه وي راڅخه راضي ؟
 
ځکه نو موږ وايو چي نن د عمل ورځ ده بې له حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بې له عمله ! نو که هرڅوک دغه نسخه امتحان کړي ، دنيا او عقبا به ئې ان شاء الله آرامه  ، اسانه او روښانه وي ، الله پاک جل جلاله دي موږ او تاسو ټولو ته دغسي توفيق را عطاء کړي .
 
ماخذ : اخلاقي کنايې 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته