تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ماپښين ۴ رکعته سنت د فرضو بعده
 
  February 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤٨٨)

نوم: جميل احمد

سوال : که چيري د ماپښين اول څلور رکعته سنت پدي خاطر وځنډيږي ، چي جماعت ولاړ وي، نو وروسته به شپږ رکعته سنت په څه ډول کيږي؟ ما داسي واوريدل چي دا اول څلور رکعته سنت و نفل مطلق ته اوړي او بايد په اخر کښي د سنتو په نيت د څلورو رکعتو نفلو په ډول وسي، ايا دا صحي طريقه ده؟ 

جواب :

حامداً و مصلياً

که د یو چا څخه د ماپښين دلمانځه مخکي څلور رکعته سنت پاته سوه وروسته به ئې دلمانځه څخه اول څلور رکعته سنت کوي او بيا به دوره رکعته کوي .

الجواب : مولوي عبدالسلام 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فَالصَّحِيحُ أَنَّهُ يَقْضِيهَا بَعْدَ الْفَرْضِ وَيَقْضِيهَا قَبْلَ الرَّكْعَتَيْنِ عِنْدَ مُحَمَّدٍ رحمة الله عليه، وعليه الفتوا. إنَّهَا سُنَّةٌ يَقْضِيهَا قَبْلَ الرَّكْعَتَيْنِ ؛ لِأَنَّ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا سُنَّةٌ إلَّا أَنَّ إحْدَاهُمَا فَائِتَةٌ فَيَبْدَأُ بِالْفَائِتَةِ كَمَا فِي الْفَرَائِضِ.  جوهرة النيرة، ج١ ، ص١٨٨ ، باب النوافل 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته