تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: دنیوي سزا په حد که په توبه معافیږي
 
  January 6, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۲۲۶)

نوم: محمد 

سوال : که کوم څوک د کبيره ګنا مرتکب سي يوازي په توبه سره دى خلاصېداى سي او که حدود ورباندي جاري کيږي ؟
 
جواب: هغه ګناه چي شريعت دنيوي سزا (حد) او اخروي عذاب ورته معلوم کړي وي، په توبه سره دهغې ګناه دنيوي سزا (حد) نه معافیږي.
 
په فتح القدیر کي راځي: که د انسان څخه يوه ګناه وسي او دهغې ګناه دپاره شريعت دنيوي سزا او اخروي عذاب وضع کړى وي او هغه انسان بيا توبه وباسي نو په توبه سره د هغه انسان څخه اخروي عذاب ساقطيږي او دنيوي سزا دهغه انسان څخه نه ساقطيږي.(١)

او په درمختار کي ليکی چي اجماع  د امت دا فيصله کړې ده چي د ګناهګار څخه دنيوي سزا نه ساقطيږي د توبې د ايستلو وروسته به هم په شرعي سزا محکوم کیږي .(٢)

مګر د غلا حد داسی دی چي که مخکي تر نیولو دی توبه وکاږي نو حد یې ساقط سو ځکه په ایت شریف کي داسي راځي: إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَقْدِرُوا عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ. (۴).

جواب : مولوي خير محمد  
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فَأَخْبَرَ أَنَّ جَزَاءَ فِعْلِهِمْ عُقُوبَةٌ دُنْيَوِيَّةٌ وَعُقُوبَةٌ أُخْرَوِيَّةٌ ، إلَّا مَنْ تَابَ فَإِنَّهَا حِينَئِذٍ تَسْقُطُ عَنْهُ الْعُقُوبَةُ الْأُخْرَوِيَّةُ بِالْإِجْمَاعِ لِلْإِجْمَاعِ عَلَى أَنَّ التَّوْبَةَ لَا تُسْقِطُ الْحَدَّ فِي الدُّنْيَا. فتح القدیر، ج۵، ص۲۱۱ مصطفي الباني الحلبي 
 
(٢): وأجمعوا أنها لا تسقط الحد في الدنيا. الدرالمختار،ج٤، ص٥٤، کتاب الحدود، سعید 
 
(۳): فتاوی محمودية ،ج١ ،ص٦٦٣ ، ما يتعلق بالجزاء والعقوبة
 
(۴): معارف القران، ج۳، ص۱۱۸- سورة المائدة.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته