تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې میاشت د نذر د روژې فدیه
 
  October 31, 2012
  0

تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (۲۰۷)

نوم: عبدالعزیز

اوسېدو ځای: پاکستان


سوال : ما يوه  میاشت روژه  نذرکړې ده، نو اوس ددې روژو پرځای فدیه ورکولای سم او که به ضرورروژې نیسم ؟

جواب: پر تا باندي يوه مياشت روژه نيول فرض ده بيا نو که تامياشت معلومه کړې وي ، چي فلانئ مياشت ، نو خامخابه يې په هغه مياشت کي نيسې اوکه دي معلومه کړې نه وي بيانو ستااختياردئ،  چي په هره مياشت کي يې نيول درته اسانه وي وه يې نيسه، کوم وخت، چي ته شيخ فاني سي او تا دغه نذرسوي روژې نه وي نيولي نو بيا په دې وخت عمر کي ستا لپاره فديه ده . (۱)

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيدعبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان






ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): اذا نذرشيئاًمن القربات لزمه الوفاء لقوله تعالي:وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ... وقوله عليه السلام من نذران يطيع الله فليطعه. ( مراقي الفلاح :ص،٣٧٨، باب مايلزم الوفاء به ) 

کذا فتاوى هنديه الباب السادس في النذر : ج،١:ص،٢٠٩)  

کذافي الحاشية للطحطاوي علي الدرالمختار: ج،١:ص،٤٦٥) کتاب الصوم رشيديه کوټه . 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته