تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ښځو پر کالو زکات او اختری
  تعلیم الاسلام
  March 23, 2016
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
نوم: محمد انس نظري
 
سوال : لکه څرنګه چی نارینه او ښځی نن سپا ډیر کالی کو ی او همدارنګه دشڅو بعضی کالی ډیر قیمت لری. نو ایا هغه کالی چی اغوستل کیږی برهغو زکات کیړی که ایا، او پل دی اختری په پاره کی خه حکم دی.او همدارنګه ما اوریدالی دی چی بعضی شځی ۱۰۰ جوری کالی لری، نو ایا داسی شڅی چی دومره ډیر کالی لری هم باید زکات ورکړی.
 
جواب :
 
حامداً و مصلیاً
د زکوة او اضحيې حکم سره جلا دی. زکوة په هغه سامان کي سته چي هغه د تجارت په نیت واخلي. د اغوستلو جامې چي هر څومره وي خو د اغوستلو په نیت يې اخیستي وي، د ګټي په نیت یې نه وي اخیستي  نو زکوة پکښي نسته. (۱) په خلاف د اضحیې، په اضحیه کي درې (۳) جوړې کالي معاف دي، څلورمه جامه که نصاب ته ورسيږي نو پر هغې ښځي اضحیه واجب ده. (۲)
 
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهارافغانستان
 
ـــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَلَيْسَ فِي دُورِالسُّكْنَى وَثِيَابِالْ بَدَنِ وَأَثَاثِالْ مَنَازِلِ وَدَوَابِّ الرُّكُوبِ وَعَبِيدِالْخِدْمَةِ وَسِلَاحِ الِاسْتِعْمَ الِزَكَاةٌ. هداية، ج۱، ص ۱۶۹- کتاب الزکوة
 
(۲): و صاحب الثياب ليس بغني بثلث ثياب احدهما اللبزلة والاخری اللمهنة والثالثة للاعياد و هو غني باالرابعة. خلاصة الفتاوی، ج۴، ص ۳۱۰ و کذا في رد المحتار. ج، ۵، ص ۲۱۹
 
(۳): احسن الفتاوی. ج، ۷، ص ۵۰۸
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته