تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بدعي طلاق
 
  September 5, 2015
  0
بدعي طلاق هغه طلاق ته وايي چي سړى درې طلاقه په يو ځايي ډول يعني په يوه لفظ درې طلاقه ښځي ته وركړي ، يا په يوه طهر كي درې طلاقه په بېل بېل ډول وركړي ، يو ځلي يو طلاق وركړي بيا دوهم طلاق پسي وركړي بيا دريم طلاق پسي وركړي .

په بدعي طلاق كه څه هم سړى ګنهكار بلل كيږي خو بيا هم طلاق په واقع كيږي .

سړى چي خپلي ښځي ته درې طلاقه واچوي دا كه په يوه لفظ وي يا يو يو طلاق په بېلو بېلو وختونو كي وركړي ، د همدغي ښځي سره دا سړى بيا نكاح نسي تړلاى .  

هغه ښځه چي راواده سوې نه وي او نه يې مېړه ور نژدې سوى وي هغې ته د فقهي په اصطلاح كي غير مَدخُولُ بِهَا وايي .
 
غير مَدخُولُ بِهَا ښځي ته سنت او بدعي طلاق يوازي د شمېر او عدد له مخي وركول كېدلاى سي .
 
غير مَدخُولُ بِهَا ښځي ته كه د حيض په مده كي طلاق وركول سي هغه بدعي طلاق نه بلل كيږي .

د حاملې ښځي سنت طلاق همدا راز د هغي ښځي سنت طلاق چي د عمر د كمښت يا زياتوب لكبله مياشتنۍ ناروغي نه لري د مياشتو په اعتبار وركول كيږي .
پدې ډول چي د اول طلاق څخه يوه مياشت وروسته دوهم طلاق ، بيا تر دوهم طلاق يوه مياشت وروسته دريم طلاق وركړي .

همدا راز دغه ډول ښځو ته د جماع څخه وروسته هم طلاق وركول كېدلاى سي .
 
ښځي ته كه د حيض په مده كي طلاق وركول سي طلاق واقع كيږي ، البته دا بدعي طلاق دى ، پكار ده چي ميړه يې رجوع ورته وكړي ، د ورپسې طهر وروسته چي بل حيض راځي چي هغه هم ختم سي ، بيا كه يې زړه وو طلاق دي وركړي ، خو دا یې دوهم طلاق شمېرل کیږي .
 
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته