تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیمګړتیاوو او ستونزو ځني حلونه
  تعلیم الاسلام
  December 14, 2015
  0
رالېږونکی: شعیب بریالی
 
د تيرو نيمګړتياو اوستونزو- چې ډير خلك ورسره لاس په ګريوان دي- ځينې حلونه :
 
څنګه كولاي شي چې په ژوندكې د منفې اړخونو او د چارو د ځنډ مخه ونيسې؟
 
۱- په كافي اندازه خوب وكړه چې اسراف پكې نه وي، ښه به داوي چې د وخته په اوداسه ويده شي.
 
۲- ګهيځ وختې پاڅيږه په بستره كې په يوه ډډه اوبله ډډه د اوړيدو را اوړيدو څخه ډډه وكړه.
 
۳- د سهار لمونځ په خپل وخت په جماعت سره پرې نږدې.
 
۴- د سهار ذكرهير نه كړې، ځكه داستا د ورځې د نيكمرغۍ كيلي ده.
 
۵- خپل ورځنې پروګرام په ارامو اعصابو جوړكړه، او دريغه چې بيايې د نظر نه تيركړې او په فقرو كې يې د فكر كولو څخه لذت واخلې.
 
۶- كوښښ وكړه چې پروګرام دې رنګارنګ وي، اوپه زړه پورې شيانو ته پكې ځاى وركړ شوي وي او د برياليتوب چانس پكې ډير وي، بيا په هماغه د پيل زيار او باسه.
 
۷- د كور نه د وتلوپه مهال دعاء ووايه، كه چيرې دې سفر د سپرلۍ په وسيله و د سفر دعا هم هيره نه كړي او بيا په خپل كار پيل وكړه.
 
۸- هرڅوك چې دې په دې ورځ مخې ته راځې د موسكا په حالت كې پرې سلام واچوه.
 
۹- زيار او باسه چې خپل كارونه په ښه بڼه وكړې، د ورځې پروګرام د ورځې ترپاي پوري سرته ورسوې تر څو چې سباته څه ور څخه پاتې نه شي.
 
۱۰- كورته د بير ته راستنيدو په مهال له خپلې ميرمني، كوچنيانو او نوروسره ملاعبه او ساتيري وكړه، څومره به ښه وي كه څه سوغاتونه هم ورته راوړي، كه چاپه دې ورځ كې څه برياليتوب لاس ته راوړې وي مكافات يې وركړه، او كه چاكمزورې ښودلې وي تشويق يې كړه او د مشكل په حل كې ورسره مرسته وكړه.
 
۱۱- په خپل پروګرام كې د استراحت او چكر لپاره هم وخت وركړه كه څه هم لږ وي.
 
۱۲- خپلو خپلوانو، ګاونډيانو او ملګرو سره په ټولنيزو مناسباتو كې په مناسبه طريقه ګډون وكړه .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته