تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفر د حالت نکاح
 
  September 20, 2012
  0

 کافران چي مسلمانان سي نو دوى پر هغه خپله مخکنۍ نکاح چي د کفر په حالت کي يې تړلې ده 

پاتیږي.
د کفر د حالت نکاح یې که څه هم د اسلام پر طریقه تړل سوې نه وي بیا هم د نکاح و تجدید او نوي کولو ته اړتیا نه لري.
د مثال په ډول یو کافر د داسي ښځي سره نکاح وتړي چي هغه د بل په عده کي وي ، یا بېله شاهدانو څخه د یو ښځي سره نکاح وتړي که دا ډول نکاح د دوى په دین کي جايز کار بلل کېدى ، همدا سړی او ښځه که اسلام قبول کړي هغه د کفر د حالت پر نکاح پاتیږي ، د نکاح تجدید او نوي کولو ته اړتیا نه لري.
که څه هم مسلمانان خپل په منځ کي بېله شاهدانو يا د بل په عده کي نکاح نسي تړلای ، البته که يو كافر د داسي ښځي سره نكاح تړلې وي چي هغه يې مَحرَم وي لكه خور او خورځه ، نو د دا سي ښځو سره كه څه هم د دوى په دين كي نكاح جائز وي خو د اسلام د قبلولو څخه وروسته به دوى سره بېليږي.
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته